تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

شوروي او ناټو دواړو نړیوالو اشغالګرو ته افغان مؤمن او مجاهد ولس شکست ورکړی

اسد الله حليم

2020-02-15

فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلٰكِنَّ اللَّهَ قَتَلَهُمْ ۚ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلٰكِنَّ اللَّهَ رَمٰى ۚ وَلِيُبْلِىَ الْمُؤْمِنِينَ مِنْهُ بَلَآءً حَسَنًا ۚ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ★ سورة الانفال (۱۷)

نو حقيقت دا دى چي تاسي هغوى ونه وژل، بلکي الله ووژل او تا ونه ويشتل، بلکي الله وويشتل (او د مؤمنانو لاس چي په دې كار کښي په كار واچول شو) نو دا ددې لپاره ؤ چي الله مؤمنان له يوې ډيري ښې ازمويني څخه په بري سره تېر کړي. په باوري توګه الله اورېدونكى او پوهېدونكى دى.

هر کله چې مؤمنان د کفر مغلوبیت، د الله تعالی د تقدیر نصرت او معیت پرځاې خپل تدبیر، تکبر او شخصیت ته منسوب کړي، بس له همدې ځایه یې د ذلت او زوال نقطه اغاز شي.

حقیقت دادی چې شوروی او ناټو دواړو نړیوالو اشغالګرو ته د اعلاء کلمة الله د سپېڅلي هدف هغو ریښتینو شهیدانو او د حق د لاری باثباته مبارزینو ماتي ورکړه چې اوس په قبرونو او سنګرونو کې پراته دي، هغوئ چې د فتحي سره توأم به یې یتم او لادونه خیراتونه ټولوی ، او د سنګر مجاهدین به د جهادی تجارانو دربار ته د ورتګ اجازه نه لری خو د جهاد د بریا نتیجه به یې هغه بریتور د وینو تجاران ځان ته منسوبوی، چې په څلویښت کلن جهاد کې یې نه یو شهید ور کړی او نه یې هم د اسلامي نظام د تنفیذ لپاره یوه دقیقه خپل استراحت او خوب زیانمن کړی، د فتحي میراث ډېر ستر امانت دی هغه امانت که بیا خیانت شو ، موږ به یو ځل بیا د تاریخ تکرار وګرځو.

جهاد_افغان_مؤمن_مجاهد_ؤلس_کړی_او_میراث_یې

#چې_د_اسلامي_نظام_تنفیذ_او_منتخب_قوی _اسلامي

#دولت_تحکیم_تشکیل_او_تاسیس_دی_د_ټول_ؤلس

#حقه_حق_دی



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020