تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د روسانو ټانګونو او مجهزو عسکرو ته له ويرې کتل نه کېدل

شفيع اعظم

2020-02-15

جهاد لا سم شروع نه وو.

د روسانو ټانګونو او مجهزو عسکرو ته له ويرې کتل نه کېدل.

لومړي ځل لپاره زموږ ساحه کې د خانمير په نوم زموږ يو کليوال د قره باغ بازار منځ کې يو شوروي عسکر په خېټه په چاړه ووهه او کلاشينکوف یې ترې غنیمت کړ. دغسې زرګونه پښې لوڅي کندهاريان، ننګرهار او پکتياوال په ټانګونو ور پورته او شوروي عسکر یې په تش لاس د ټانګ له منځه را و ويستل.

روسانو دغسې ببر سرو لېونو په ملا مات کړل چې په مرګ او ژوند نه وو بندو واز.

خو؛ له دغو قربانيو یې مشرانو پاسداري ونکړه.

همدا علت دی چې نن د کې جي بي روزل شوي نجيب پلويان او سلیمان لایق غوندې د روس نوکر موږ ته د وطنپالنې ترانې غږوي او په پېغوريز انداز چيغې وهي چې "پاڅېږه وطنه"!

نن ورځ هم امريکا د قطر مذاکراتو ويستلو ته نده مجبور کړې، بلکه زرګونو هغو ځوانانو د وينو برکت وو چې له خپل وجود نه یې مرمۍ جوړه، سر، مال، ناموس، ژوند او ټول ارمانونه یې قربان کړل. امريکا یې پوه کړه چې دلته نظامي حضور او پوځي اډې د قطر، سعودي او جاپان په څېر هېوادونو کې ارامه کونه ګرځېدل نه بلکه له سر او مال سه لوبه ده.

که دا ځل بيا د تېر په څېر هم د ملت پر قربانيو معامله کېږي؛ نو مشران دې د ابدي ذلت سربېره اسمان نه د وسپنو ورېدلو پرځای د کاڼو راغورځېدو ته منتظر شي.

وخت یې دی چې له سولې وروسته د هرې کونډې، بورې مور او يتيم بچي دومره ناز بازار يوړل شي چې نسلونه نسلونه د تلليو قربانيانو پر فداکارۍ او ديني ارزښتونو او وطن ته پر جانبازيو کې تر نيمو شپو نکلونه وکړي.

دلو_۲۶

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020