تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

هسې يرغل او دغسې شکست

قاضي محمد حسن اسلامي

2020-02-15

د خلق ديموکراتيک کوند او ورسره ټولو چپي ګوندونو د ثور له کودتا مخکې د ظاهرخاني په شاهي دورکې د اسلام په خلاف داسې څرګندونې کولې چې نه يې له اسلام سره اړخ لګاوه نه له افغاني کلتور او فرهنګ سره، کمونستانو او ماؤيستانو به په تعليمي او تحصیلي ادارو کې د اسلام سره خپل مخالفت په بی شرمانه توګه ښکاره کاوه، د کابل پلتخنيک کې يې د بی خدايې فلم نندارې ته وړاندې کړ، د کابل د پوهنتون د لیليې له څلورم پوړ څخه يې قرآن کريم ښکته را وغورځاوه. په لنين باندې يې په اخبارونو کې درد وويلو او وليکلو، حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ته يې د تمسخر او استهزآء په شکل ( د مرد نه زنه ) په نامه کاريکاتورونه رسم او نشر کړل، د لنین دا خبره چې: ( دین افيون ملت هاست) تل هر ځای زمزمه کوله، او د الله تعالی څخه په انکار ولاړې کمونیستي، لینینستي فلسفې ته به يې شپه او ورځ دعوت کاوه، لمونځ روژه او حج يې د ملتونو او پرګنو د ورسته والي نښې بللې، اسلامي حجاب او پردې پورې يې ټوکې او ملنډې وهلې، د کابل په ځينو ځايونو کې خو يې له امامانو دا غوښتنه وکړه چې اذان په لوډسپکر کې باید ونه کړل شي، د کابل لیليه کې يې ددې په پار مظاهره وکړه چې په روژه کې بايد د ورځې ډوډی بنده نه شي، روژه د هر چا شخصی کار دی که يې نیسي او که يې خوري نو د ورځې بايد ډوډی خواله وي، ملا او امام يې د ارتجاع نښه بلل.

لنډه دا چې اقتدار ته له رسیدو مخکي هغوي خپل دين، کلتور او فرهنګ نه تنها شا ته غورځولي وو، بلکې د ټولو په ضد يې خپله مبارزه کوله او نور يې هم دې ناولې مبارزې ته رابلل، چې په همدې بدنام تسلسل کې د روسانو په روبلو يې د خلق او پرچم په نومونو ګوندونه جوړ کړل، چاغ شول، وده يې وکړه، او کودتاوو ته ولمسول شول، مټې يې رابډ وهلې او په خپل محسن او نیکي کونکي ( داؤد خان) يې وبلوسل، د ۱۳۵۷ کال د غوايې د مياشتې په ( ۷) مه يې د غوايانو غوبل جوړکړ،داؤد خاني يې راچپه او د خلق ديموکراتيک دولت يې جوړ کړ، دوي چې د شوروي اتحاد په مټو قدرت ته ورسيدل نور يې د سټالين په شان د هيچا د هيڅ ارزښت پروا ونه ساتله، د مسلمان ولس د دين، عقیدې عنعناتو او هر څه په ضد يې عمومي هجومي مارش پيل کړ، د يوې اونۍ په دننه کې يې تر مدير او سرمعلم پورې ټول نظام نوی کړ، او غوښتل يې ټول ملت په روسي خم کې ورنګوي، بيرغونه سره شول، فرشونه سره شول، لوحې سرې شوي، دغاړې دستمالونه سره شول، بريتونو دومره اوږده شول چې خولې پکې پټې شوې، له دفترونو جاینمازونه پټ پټ وتل، هر دفتر ته روسې مشاورين په کبر او غرور کې ننوتل او هيڅ افغان ورڅخه پوښتنه هم نه شوای کولي او په وياړ به وزير يې مخې ته راوتلو او د ( خره شو ) په روسي ټکو به يې د هغه استقبال کاوه، د هورا په شور او زوږ سره ښار او بازار، کليو او کوڅو کې نور د هر څه غږ چپ شو.

هو انقلاب ؤ د غوايانو انقلاب هر څه يې په خپلو ظالمانه ښکرو کې واخستل او ويې پاشل، سازمانونه جوړ شول، د ځوانانو او پيغلو ګډ اتڼونه پیل شول، د شپې ګزمې شروع شوې، په روسې جيپانو کې به نجونې او هلکان ګډ تر نيمو شپو روسې پاپشې تر غاړه او روسي کوبای اچولي، په کوڅو او سرکونوکې ګرځيدل، څه دې؟ انقلاب ساتو او ارتجاعي ورانکاران( ملا، خان، پير او دينداران) تعقیبوو، څو انقلابي ضد حرکت ونه کړي، خلک حیران وو، چې دا ارتجاع لا څه بلا ته وايې، د ملا څه ګناه ده او خان او ملک څه کړي دي، او د دې خلقيانو له دین او دیندارانو سره ولې ورانه ده؟ دا خو د ولس بې ازاره او خدمتګار خلک دی، چا چې خلقيان او د خلقيانو او پرچميانو مفکوره لا له وړاندې پيژندله او د هغوي اوبه خور( شوروي او کمونیزم ) يې پيژندل هغوی ته دا د حیرانتیا خبره نه وه ، خو نور عام ولس چې دوي او د دوي کفري نظريات نه پيژندل هغوی هک پک حیران ؤ ، ويل به يې: لویه خدايه مونږ خو دا ؤد خان ظالم، جدي او لیونی باله، د هغه د تخت او بخت چپه کیدل مو غوښتل دا په څه مصیبت واوښتو، هو خیر به مو نه وي غوښتی.

په ښوونځيو کې د سازمان په نامه دفترونه جوړ شول، دروازې يې ټوله ورځ او شپه د زده کوونکو پر مخ پرانیستې وې هر زده کوونکی به چې د ورځې په هره برخه کې ورتلو استاذ حق نه درلود چې غیرحاضر يې کړي، د خلقي شاګرد په همدومره ويلو چې زه په سازمان کې وم، استاذ بيا څه نه شوای ورته ویلی، او کنه پدې تورن کيده چې دا د سازمان مخالف دی، د انقلاب ضد دي، په زرګونو معلمان او شاګردان په همدې يوه خبره د زندان تورو تمبو شاته واچول شول چې يوه واړه خلقي به دا تور ورپورې تړلی ؤ ، نور تورې سپينې چا نه شوای کولې. هره ورځ به په دوه او دری تنه د تورو شیشولرونکو موټرو کې خادستانو له مکتبونو ، پوهنتونونو، مدرسو او دفترونو را ايستل او د یوه نامعلوم برخلیک په لور يې وړل، د شپې په تورتم کې يې لوڅې پښې په يوه کميس او پرتوګ کې خلک وړي او تر ننه يې سرنوشت نه دی معلوم، کورني يې د هيواد تر آزادي پورې د راتلو په انتظار وې، مولوي فیضان مرحوم يو ځل په نرخ کې تقرير کې دا لنډي ویله: ( په زوی يې ترخې زرغونې شوې ـــ مور يې د ژوند تمه لري چې رابه شينه) چې خلک يې ډير وژړول.

کله چې افغانستان آزاد شو خلکو به ويل چې: يو شمير بنديان په روسيه کې دي کيدای شي چې راخلاص شي، يابه تبادله شي. خو د هيچا درک ونه لګيد، وروسته چې خلک يې له راتلو مأیوس شول د خپلو ورکو، پلرونو، زامنو، لورګانو، وروڼو او خپلوانو فاتحې يې واخستې، خیراتونه يې وکړل او کونډو ته يې د بل خاوند د کولو اجازې ورکړې. او ډېرو خو د يعقوبي کوټو په کنجو کې خپل سرونه سپين کړل. او تر ننه د غربت شپې سبا کوي.

هو څومره وحشيتناکه دوره وه، په لېرې اطرافونو کې چا د (بی بی سی) راديو نه شوای اوریدلی په توره ارتجاع تورنيده، ملا، عالم، صوفي او صاحبزادګانو ته به يې د انګلیس نمايندګان ويل، د ولس سپین ږیرو ملکانو ، خانانو او د مهمانخاني خاوند ته يې د امپريالیزم ګوډاګيان ويل، د هغوی ځمکې او جايدادونه يې په غريبو، نادارو او بې ځمکې خلکو وويشلې، کابل کې يې د شتمنو خلکو کورونه او تعمیرونه ضبط کړل، په لومړي سر کې يو شمير محروم خلک په دې شيانو وغوليدل او ورسره ملګري شول، د ګارګر او بزګر په نومونو يې هغوي نازول، او د خلکو ځکمې يې ورکړي او هغوی هم زړه نازړه په مارشونو کې اتڼونه ورته کول، د کلیو مشري يې له پخوانيو ملکانو دوی ته وسپارلې، دوی چې له ولس او ولسي خدمت سره نا آشنا وو، او له يوې خوا د مشری چل نه ورتلو او له بل پلوه خلقيانو دوی ظلم او زياتي ، د علماوو بی احترامۍ او د پخوانيو مشرانو بی عزتی ته لمسول.

خلقي کرکتر او په ضد يې ولسي غبرګون:

نورمحمد ترکي به خپلو کچه سازمانيانو ته ويل چې: ( که مچ هم زمونږ د خلقي انقلاب په ضد بڼ وکړ په توپ يې وولئ) يا بل قول يې: ( خلقي ځوانانو سړک مې درته ډمبر کړي دي، په سل میله کې رفتار پرې کوئ، د هيچا پروا مه ساتئ.) دوی هم ډېرې تنګ نظری او لنډپاری وکړې، خبر نه وو چې په خلقي انقلاب پسې به دومره ژر اسلامي انقلاب را روان وي، همدا د خلقيانو له لوري خرمستی ته د دوی لمسونه وه چې اکثرو يې د ولس جاسوسي او ځورونه پیل کړه، د خپلو شخصي مخالفينو راپورونه به يې ورکول چې دا د خلقي انقلاب ضد دی، اصلی خلقیان چې څومره د شوروي اتحاد په ملاتړ مغرور وو، دا کم اصل او کچه خلقیان د هغوی دوه برابره لنډپاري او انقلابي شول، بیباکه، بی ادبه او سخت زړي ظالمان شول، چې د ولس بی کچې کرکه او نفرت ورسره پیدا شوه، نو بيا چې کله په هره منطقه کې د دوي پر ضد قيامونه کيدل، نو اصلي خلقيانو خو به ځانونه په چل، او تیښته خلاصول، ډيره برخه مرګ ژوبله بيا همدې کچه خلقیانو ته ورسيده ځکه ولسونه يې دومره تنګ کړي وو، چې کورونه، کلی، جومات، حجرې يې په دوی سور تنور اړولی ؤ.

شين کابل سور شو

کابل سرو بیرغونه او سرو جنډو سور اړولی ؤ، چې د وينو بوي ترې راتلو، د هورا شور او زوږ ځمکه لړزوله، ولس کې يې د شوروي کلتور په درز سره رواجيدلو، ، روسي الفاظ، روسي سلام عاميدل، اسلامي او افغاني کلتور پورې ټوکې او ملنډې پيل کيدې، دفترونو او مکتبونو ته به ځينې ښځې او نجونې په داسې لباس کې راروانې وې چې تا به ويل: کابل نه بلکه مسکو ته راغلی یم، مسلمان ته به ځان بیګانه ښکاریده، لږ په ټولنه او خپل چاپیریال کې پيژندل شوو کسانو نه ویلی شوای چې خلقي يم، سم دلاسه به خلقيانو ورته ويل: ته غواړی ځان د انقلاب له څپیړې وژغورې ، مونږ د پيژنو خو سم چلېږه او نه به سړي په زغرده ویلی شوای چې نه زه خلقي نه يم.

مسته څپه، غرييز مقاومت

د خلقيانو د خرمستۍ دوره د هيواد په سرحداتو کې د جهادي فعاليتونو انګازو لنډه کړه، د ۱۳۵۷ کال د ٍور په نهمه يني له خلقي کودتا دوه ورځې وروسته د پکتيا په زیړوک کې قيام وشو او د اسلامي جهاد لومړی ډز پیل شو، په دې کال کې هغوی په کابل او مرکزونو کې ښې خرمستۍ او ظلمونه وکړل، او د ژمي په تیريدو سره د مجاهدينو قدومونو د کابل نژدې څلور خواوې ته اوريدل کيدل، د ۵۷ کال په اوړي کې د پکتيا او کنړ، نورستان له سر درو جهاد پیل شو په حوت کې د هرات قيام وشو، په ۱۳۵۸ کال د ثور په ۱۹ نيټه د لوګر په مرکز حمله وشوه، او د جوزا کې وردګو انقلاب وکړ، چې دولت څخه يې په زرګونو ميله وسله واخسته او بيرته يې پر دوی ورواړوله او په لږو شپو ورځو کې يې ټولې درې ونیولې او د جلګې، چک، او جغتو ولسوالی او علاقه داری يې ونيولې او دسیدآباد ځينې درې هم آزادې شوې، په سرطان کې په پنجشير کې جهاد پيل شوپه همدې شکل پکتيا، پکتيکااو کنړ کې چې مخکې د جهاد سنګرونه په قوت سره جوړ او سیمې يې فتحه کړې وي، نو په ۱۳۵۸ کال کې د پغمان ، شکر دره، کوه صافي، بګرامي، محمد آغه، تیزين، سروب، پنجشیر، کاپیسا، پروان، باميان، بدخشان تخار، کندوز، مزار جوزجان، فارياب، هرات، غور، فراه، هلمند، کندهار غزني، پکتيکا، پکتيا او مشرقي ولایاتو کې خو لومړی شروع شوې وه،ولسولی، علاقه داری، دښتې او درې ټول د مجاهدينو په لاس ونيول شول د هيواد شمال او جنوب ، شرق او غرب کې يوازې د ولاياتو مرکزونه او پوخ سرک خلقيانو په لاس کې ؤ، نور ټولې سيمې مجاهدينو فتحه کړې، جهاد د کابل تر دروازو راورسيد، ترکي او امين چې د پرچميان ګلم مخکې ورټول کړی ؤ، څو ځله يې له شورويانو د مستقيمي مداخلې غوښتنه وکوله، د هرات د قيام په مهال ترکي او امين ډير زور اچولو چې شورويان راشي خو شورويانو ويل: د دنيا حساست را پورته کیږي، وسله درکوو ښه پريمانه، زمونږ مشاورين درسره دی، د شوروي بیروی سياسي د عسکرو درلیږل نه مني، الکسي کاسیګين د روسیې صدراعظم ته دوی( ترکي او امين ) ډیرې زاری وکولې خو هغه ويل: بریژنيف او پارلمان يې نه مني.

د شرق نابغه رهبر په بالښت ساه ورکړه

ترکي د امين په وړانديز ببرک کارمل، نجیب، او اناهيتا له قدرت لرې کړل، د سفيرانو په نامه يې بهر ته لیږلي او تبعيد کړي وو، هغوی هم د خپل خلقي دولت سفارتونه په بهر کې چور کړل، د چور دود خو دوي رواج کړ، او روسيې ته يې پنا وړې وه، نور محمد ترکې چې په ۱۳۵۸کال د میزان په مياشت کې د مسکو له سفره راستون شو، نو له روسيې واکدارانو يې حفیظ....امين د وژلو فرمان له ځان سره راوړی ؤ، د هغوي د هدايت او قوماندې د عملي کولو له پاره يې امين ارګ ته راوغوښت چې له منځه يې یوسي، هغه يې د امریکا جاسوس باله، خو امين په ترکي وار ړومبی کړ، دزې وشوې تړون پکې مردار شو، امين ځان ګوښې ته کړ، او پر ترکي يې ورټوپ کړ، ترکی يې په بالښت خفه او مړ کړ، هغه ترکي چې دوی به ورته استاذ او نابغه شرق ويلو او د خپل يووالی په هکله به يې ويل: چې د نوک او اوری حیثيت لري. خپل استاذ يې را وپرځاوه هو ښه يې راوپرځاوه، خپله په تخت کښيناست، د جلال آباد ښار يې د ( تړون ښار) په نامه ونوماوه، اوس چې د پرچميانو سره د مخالفت اصلي لوری ته واک ورسيد، پرچميان يې يو پر بل پسې ونيول او زندان تورو تمبو شاته يې واچول، نورو هغو بندیانو چې د اسلام په نامه بنديان وو د دوي په ضد به يې د (مرګ په پرچميانو) شعارونه ورکول او دوي ذليل او سرټيټې د زندان شپې سبا کولې، وايې عجيبه ننداره وه چې پرون دوی مسلمانان نيول او دلته يې راليږل نن دوی خپله زندانيان شول، سختې د سپکې شپې او ورځې پرې تیرې شوي ، مسکو ته تښتيدلې پرچميانو( کارمل، نجيب، اناهيتا او نورو..) هلته په مسکو کې بغارې پيل کړې، او شکايتونه يې پیل کړل چې مونږ نه ويل چې: امين په سوسياليزم ايمان نه لري، او د امريکې په قومانده زمونږ ملګري وژني او زنداني کوي يې شکنجې ورکوي ان تر اخوانيانو سخت چلند ورسره کيږي

د ثٍور کودتا په شوروي يرغل عوض شوه

روسانو د پرچميانو د خوشالولو او هغوی ته د قدرت سپارلو لپاره موقع لټوله امين د ( ۱۲۰۰۰) بنديانو لست را وايستلو چې ګواکي دا کسان ترکي وژلي او ولس د نور په دوی پسې نه ګرزي. او نه يې د پوښتنه کوي، خلکو د خپلو شهيدانو فاتحې واخستي او کومو کونډو چې غوښتل واده وکړي هغوي واده شوي. داسې هم شوي چې شهيد ژوندی کورته راغلی، ګوری ښځه يې ورور نکاح کړې ده، او يا بل ځای واده شوې ده وحشي بې فکره او ظالم نظامونه داسې کارونه هم کوي چې سړي ورته حيران شي او منل يې سړي ته سخت ښکاري، له همدې کبله د خلق او پرچم ډير کارونه چې نوي نسل ته يادوي هغوي يې نشي منلی وايې: آیا دومره ظالم، خونخوار او بی غیرته نظام او واکمنان به هم وو، چې داسې کانې يې کړي وي  خو دا يو د سترګو ليدلی لنډ تاريخ دی چې په لکونو شاهدان لري او انکار ترې نشي کیدای.

د حفیظ الله امين دوو مياشتو سټالیني حکومت په درشل کې روسان دې نتيجې ته ورسیدل چې نور د کابل د حکومت سقوط د اتلو مجاهدينو په لاس حتمي دي، کمونیزم او شوروي ته د نړي ستر پيغور ورله غاړې کيدونکي دی، او دا به په نړۍ په سطحه د روسيې په تاريخ کې د کمونیستي کوداګانو اول ځای وي چې ماتې خوري، نو د روسانو سرو لښکرو ته چې نوي د ويتنام له جنګه بريالي را وتلي وو دا سخته تماميده، چې د يوه وړوکي هيواد د ولسي او اسلامي قيام په وړاندې يې يوه روسي کودتا نيمکړې او ناکامه شي.چې تر شايې د شوروي اتحاد قوت او د وارسا پکت پروت وي، له دوو مياشتو او څو ورځو حکومت کولو وروسته يې امين په دارالامان کې لومړی مسموم او بیا يې مړ کړ، روسان دې نتيجې ته ورسيدل چې نور افغاني کمونستان د ټينګې نه دي. نه خلقیان او نه پرچميان نور د مجاهدينو مخه نيولی شي، همغه وو چې د ۱۳۵۸ کال د جدې په (۶) مه يې د ټولو بين المللي او انساني قوانينو په خلاف زمونږ په مظلوم هيواد افغانستان بربنډ او بې شرمانه یرغل وکړ، ( ۱۲۰۰۰۰) کسیز تر غاښو مسلح فوځ، بې شميره جنګي الوتکو، زرهدار ټانګونو توپونو او نورو درنو او سپکو وسلو سره را ولیږل، چې ورسره يې کمونستي فکر، کلتور او ثقافت هم راوړ، تر څو د اسلامي او افغاني کلتور په ځای يې په خلکو ومني. ببرک کارمل د تاشکند له راديو د افغانستان د راديو په فریکانس ولس ته د رييس جمهور په عنوان خطاب وکړ، د امين مرګ يې اعلان کړ، کارمل، نجيب او نور پرچمي ملګري يې په روسی ټانګو سپاره کابل ته راوړل...................................................................................................................ږ

دهمزنګ سره حبیبيې لیسې ته څیرمه يې يوه لويه ساحي د خپلو کلتوري فعاليونو لپاره له مخکې نه جوړه کړې وه چې خپل فکري ايدیالوژیکي او عقیدوي فعاليونه به يې له دې ځايه سازماندهي کول، ځوانانو ته به يې د بی خدايې مفکوره ورکوله، د لنینیزم او مارکسیزم فلسفه ورته تدریس کيده، د کابل په هر مکتب کې د سازمان فکري درس حتمي ؤ، له کابل څخه اطرافونو او د جهاد لیکو ته به چې کومې کورنۍ راتللې نو د اوم اتم ټولګي له شاګردانو به د چې پوښتنه وکړه، کمونیستي مفکوره به يې د ژبې په سر پرې زده کړې وه، که څه هم نور به په هيڅ نه پوهيده. سوسيالیستي هيوادونو ته به يې وړو نجونو او هلکانو، او غټانو ته تعلیمي او تحصیلي بورسونه ورکول، هغوی به يې د مغزي شستشو له پاره هلته بوول، پراخ کلتوري یرغل يې پيل کړی ؤ. د هيواد غرونو او رغونه کلي او باغونه يې په بمونو او توپونو سوري سورې کنډر کنډر کړل، وطن يې په سرو وينو رنګين کړ، يو نيم مليون بې ګناه انسانان يې ووژل، اوو څه يې ژوندي يې تر خاورو لاندې کړل، د پلحرخي د پولیګون هغه په بلدوزرو کيندل شوې هديرې يې ژوندي مثالونه دی او دا چې هر ولايت ، ولسوالی او دره کې ډله ایز قبرونه تر ننه ځای ځای را پیدا کيږي. د وردګو مرحوم مولوي ظاهرجان آخنذاده به ويل چې: دا روسان ضد د زنده سر دی، خره وژني غوايې وژني، سپي او پشيان وژني ان تر دې چې کله به د شورويانو قوه یوې سيمې ته راغله او بيا به د تيښتې نه وروسته د وژل شويوحيواناتو له بوی څخه چا سر نه شوای نيولی، او د خلکو فصلونه به يې سوزولی او لو کړي وو. مطلق وحشت ؤ

کله چې روسان له نه نيم کاله وژنو ورانولو او خرابيو وروسته د الله په نصرت او د مجاهد ولس د ګڼو قربانيو او سرښتدلو په نتيجه کې له هيواده وشړل شول، افغانستان آزاد شو، مونږ يوه ورځ د پلڅرخي زندان د کتو له پاره هلته لاړو، په ديوالونو بنديانو په سرو وينو مرګ په شوروي او نور شعارونه لیکلي ؤؤو زندان تش ؤ، په لویو لویو تالارونو او ديپو ګانو کې روسي کتابونه خرې، خرې پراته وو، چې ټول يې د اسلام ضد او کمونیزم د دفاع په خاطر په ښکلي صحافت او غوره کاغذ په دري او پښتو ژبو ليکلي ؤ هلته يې د بنديانو د مغزي شستشو په خاطر راوړي ؤ، د کابل هر دفتر کې د کتابونو انبارونه پراته ؤ ما ويل : د دې معنی دا ده چې هيڅ يو فکر او يوه نظريه د توپ او ټانګ په زور څوک په چا نشي منلی، روسان هم دې نتيجې ته رسیدلی وو، نو ځکه يې د ټول جنګي ماشين او جنګي وسايلو سره سره کتاب هم راوړی ؤ.

په نړي کې هر فکر او هره ايډيالوژي چې دعوتګر او فکري مواد ونه لري، خلک يې ونه لولي هغه فکر، هغه نظريه له منځه ځي، پرون چې کمونیزم دعوتګران لرل، مواد يې لرل مخته تلله، خلک ورته ورتلل که څه هم منحرفه، غیر انساني نظريه وه، خو نن چې دعوتګر نه لري له منځه تللې ده ان په روسيه کې ځای او خریدار نه لري.

د شوروي ماتې په نړي کې د کمونیزم په ماتې واوښته، هو دا د عصر ستره کارنامه وه چې نړيوالو د عصر معجزه وبلله، نه تنها کمونیزم له نظامي لحاظه ماتې وخوړله او د وارسا پکت دړې وړې شو بلکې د نړي جغرافيه او نقشه بدله شوه نن په نړي کې د وارسا د تړون، يا شوروي اتحاد په نامه نه په جغرافيه کې کوم عنوان شته او نه په تاريخ کې ، هغوی د ابرهه، فرعون، هامان چنګيز، هلاکو هټلر او ماسولني غوندې تشې کیسې پاتې شوي، د تاريخ موزيم کې يې نوم ليدل کيدای شي. هو په نهو کالو کې د تاريخ مجرا بدله شوه.

پدې تسلسل کې د دبرلين هغه ديوال ونړيد چې روسانو المان پرې د دوه پړقه کړي ؤ، يو المان يې په دوو برخو شرقي او غربي المان ويشلی ؤ، همدارنګه يمن يې دوه شقه کړي په شمالي او جنووبي یمن يې تقسيم کړي، او نوره نړي يې هم د مرغيو غوندې تر خپل دم لاندې کرخته کړې وه، دغې ظالم اژدها نژدې وه نړې تر خپل ستونې تیره او هضم کړي، تر کيوبا پورې يې د واک رېښې غزيدلې وي. خو د افغان اسلامي جهاد نړي ته له دې سره شاماره نجات ورکړ.

هلته چې د نړي د نوي نظام دعوه دارې امريکې د هغه مهال بزدلانه دريځ د شورويانو په وړاندې سړي ګوري هیران شي، د امريکې د وخت رييس جمهور د روسانو د تجاوز په غبرګون کې ايله همدومره وويلای شوی چې: (له شوروي اتحاد څخه غواړو باید بل قدم وانخلي.) د دې معنی پرته له دې چې افغانستان يې تلی بللو بل څه کيدای شي؟ يوازې دومره يې وکړل چې په مسکو کې د المپيک کېدونکې لوبې يې تحريم کړي، هلته په نړي يو بل تصور حاکم ؤ، د روسانو له سيوري نړۍ وېرې اخستې وه، د سرمايه داري نظام له غريبانو، کارګرانو او مزدورانو سره ظالمانه کړنو او تعامل نړي پر سوسيالیزم ورماته کړې وه، دوي فکر کاوه چې له دې ظلم څخه د خلاصون ايکي يوه لاره به سوسيالیزم ته پنا وړل وي، خو له دې بې خبره وو، چې سوسياليستي او کمونیستي کرکټرونه خپلول خپله پريو بل مصيبت اوښتل دی، او د سټالين له کرداره او يادګاره يې بايد درس اخستی وي، خو د شوروي زور او شور چاته د فکر موقع نه ورکوله له تاريخي واقعاتو اوحالاتو بې خبره ځوانانو شور جوړ کړي ؤ، ځینې يې روبلو مست کړيوو او ډلې ډلې د ( کي، جي، بي) په لومو کې نښتل، د شوروي په دغسې مستانه دور کې افغانانو د الله په مرسته د قرن معجزه تر سره کړه، د شوروي جنګی ماشين يې له ډزو ولولو، نور شوروي سړي ته د کمونيزم لورته د دعوت خبره پاتې نه شوه، ببرک کار مل به چې په وازکومي نارې وهلې ويل به يې : ( ما یک انسان نوين شوروي ميخواهيم). اوس د شوروي سړي خپله زاړه او له موده وليدل، افغاني کمونستان د سړيو نه بلکې د څړيو په څير يو په بل بدليدل رابدليدل، ببرک يې په نجيب بدل کړ، نجيب ته يې نوې توله او دنبوره ورکړه، د ملي پخولاينې نغاره يې ډنګوله نجيب ته نور څه پاتې وو، اوس خو د کريملين په سره ميدان کې د لنين مجسمه د شوروي په کارګري کرنګ راچپه شوه، نجيب ته به د شوروي تلپاتې دوستی پورته کړي او زمزمه کړي شعارڅه ګټه رسولې وای نن خو شوروي پخپل غم اوښتي ؤ، د منځني آسيا هیوادونه: تاجکستان، ازبکستان، ترکنستان، کرغیزستتان او نورو خپلې آزادی اعلان کړي د روسيې د استعمار پيڅول له خپلواويا کلنو مستعمرو مخ په ټوليدو شو، هغوی آزادې تر لاسه کړه نو نجيب ته بله لار پاتې نه شوه په اسلام يې ورمنډې کړي چې زه خو مسلمان يم او چا ويلي چې مونږ کافران يو، زمونږ مور او پلار مسلمان وو، مونږ مسلمانان نو افغانستان کې به يې په کومه خوله کمونيزم ياداوه، نوځکه يې د اسلام شعارونه پورته کړل، خپل منافقانه پاليسي يې مخته وړله چې زه غواړم له مخالفينو سره روغه جوړه وکړم، انتخابات وکوم، تر ټولو خنده آوره ده وه چې ويل يې زه مسلمان يم، زما او د دوي څه فرق دی يوازې ږيره نه لرم پرې به يې ږدم، حج مې نه دي کړي حج به وکړم، هغه نجيب چې د خاد د رياست په دوران کې به يې د مسلمان بندې په ستونې پښه کيښوده ورته ويل به يې خدای ته د نارې که چې راڅخه خلاص د کا نن د مسلمانی دعوه کوي کوم ساده انسان به يې مني ، د هغه چا څخه چې ټول عمر يې د اسلام ضد سنګر يې تیر کړي، له محصلی تر رياست ځاخاد او رياست جمهوری يې د اسلام په خلاف سترې سترې جفاوې کړې دی، خو يو ساده به وايي: مسلمان شوی به وي. داسې مسلمان چې پرچمي او خلقي د هم وي او مسلمان هم



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020