تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ازادۍ کيسې مفتې کيسې!

وحيدالله مصلح

2020-02-16

امان الله خان د څه شي غازي و؟ ايوب خان يې لا څه و؟ د ملالې ټپه د تاريخ لوى دروغ دي!

دا تر ټولو لوى دروغ دي چې مکناټن او کيوناري وژل شوي، اکبرخان يې لا څه و!

نادرخان و عبدالقدوس خان و صالح محمد خان او د چترال د جبهې مير زمان خان يې جلا تومتونه...

شرقي محاذ او جنوبي محاذ او د کندهار محاذ سرباري درواغ او د کنړ-نورستان جبهه يې پر حقيقت ملنډې...

مير مسجدي خان او ببرک ځدراڼ و نايب امين الله خان لوګرى او کوهدامنى او چکنور ملا صيب و هډې ملا صيب و ترنګزو ملا صيب او بدخشانى قومندان د ازادۍ جګړې په نوم د دروغو لوى بنډار دى.

دا څومره لوى درواغ دي چې انګليس له بولانه تر کابله شل او شوټ راورسېد او دې دروغو ته تاريخ خاندي چې د کابل جلال اباد په لاره د اتلس زره انګليس پوځه يوازې ډاکټر برايډن ژوندى لاړه...

څوک وايي چې شاه شجاع غلام و، او تر هغه مخکې د انګليس په خوشامندو کې د اميرانو ځغاسته او ماته بيخي بې بنياده دي...

د اسد اته ويشتمه يوه دروغجنه ورځ ده، دوی نو کله جنګ ګټلی او انګليس نو کله مات شوى؟ د هغه مهال يوازينی حقيقت د پنډۍ تړون دی چې ډېورنډ يې بيا ځلې ومنلو.

دلته خو د انګليس تر ازادۍ وروسته بل ورور کله د تزار د مرستې لپاره بلخ ته تللی او مغلوب امير د انګليس مرستو لپاره پنډۍ ته ځولۍ وړې او چې راغلی نو د انګليس په لښکرو کوم شاه شجاع په کابل کېناستلی... دوی چې په کې همدا کابل او پکتيا او شمالي څومره سوځولی او وران کړی کيسې يې په تاريخونو کې شته، نو دا د ازادۍ ورځې او دا پېښې له ځانه جوړې شوي، دا درواغ دي...

يوازينى حقيقت دا دى چې انګليس دلته په خپله خوښه روغ جوړ راغلى او د شاه شجاعګانو په امر او توافق بېرته تللى، دا زمونږ تاريخ هسې خوشې چټي افسانې ليکي او د خيال اسطورې...

د تېر تاريخ په اړه دغسې استدلال د شوروي تيري او شکست په اړه يو شمېر کمتران هم کوي، دا د يو شمېر ماتو شويو ايډيالوژيو د خامه خوله لارويانو د انتقام طريقه ده، دوى د خپلو پلرونو او د هغوى د شورويانو ماتې ته کټ مټ همدغسې بې تبلکه منطق غږوي، وايي شورويان د کارمل د ګوند کوم نجيب او د مات شوي شوروي د کوم ګورباچف تر منځ تړون له مخې وتلي دي!



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020