تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ساتن کارت – خو په اصل کې واکمن کارت

نايمه خادم

2020-02-17

آيا پوهېږي چين، امریکا، اسرايل په سيالۍ سره په داسي مصنوعي رنځ يا مرض جوړؤلو کار کؤي چې بې له ساتن کارت نسبؤلو څخه به ئې هېڅ درملنه نه وي، لکه وايرس به ددوئ په خؤښه خپرېږي، هرڅوک چې دغه رنځ ونيسې د سر دعملياتو په ترڅ کي بايد ساتن کارت دنخاع مغزو په بېخ کي ولګؤي، کارت به مياشتنى کلنۍ بيل لري، کله چې بيل ادا نشي نو د انسان مغز به لکه د انترنيت غوندي هېڅ انتن نه ورکؤي بلکه تش بت به وي.

ساتن کارت به په اصل کي واکمن کارت وي، هرڅوک چې دا کارت په مغزو کي نسب کړي نور به هغه انسان العياذ باالله بشپړ د همهغي شبکي بنده وي، هرڅه چي فکر کؤي يا عمل کؤي په اصل کي به دا دشبکي لخوا مغزو ته ورکؤل کېږي.

انسانان به دوه انتخابه لري، لومړى انتخاب دا چي ددوئ د مصنوعي جوړي شؤي ناروغۍ ته هرکلى ووايي ورسره لاس او ګريوان شي، دوهم دا چې د رنځ د درملني په موخه په مغزو کي کارت ولګوي لکه په زړه کي چي برقي ماشين نسب کيږي. د کرونا وايرس دايډز وايرس هم د ازموينو پر مهال بي واکه يا کاوکه شؤي تجربات دي

زما موخه له دې لېکني داده چې اى افغانانو د الله جل جلاله خاطر وکړئ له هر ډؤل پردۍ دفاع او هرډؤل فضول وخت تېري لاس واخلئ شپه ورځ صداقت، حقانيت، تعليم تربيې ښه صحت مطالعي ته ورکړئ، دا عياشۍ فحاشۍ خرمستۍ له شا ډېر ستر درانده غمونه او بشپړ تياره راتلونکى لري.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020