تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

نن مو یو تریخ حقیقت ته متوجه کوم

شفيع اعظم

2020-02-17

توکل پخدای نن مو یو تریخ حقیقت ته متوجه کوم ولو که ځیني غوصه کېږي.

له امیر شیر علي خان نه یې را ونیسئ تر غازي امان، محمد ظاهر شاه، داود خان او ترننه. بیا همداسې پسې ولاړ شئ له انګریزي یرغل نه تر روسي او بیا ننۍ امریکا.

موږ په دغو ټولو دورو کې د پوځ د سترګو وړاندې د حکومت چپه کولو او د یرغلګرو د متعددو یرغلونو ګواه وو.

خو تاسې ماته یوه بېلګه راوښیئ چې زموږ پوځ د سقاو پر وراندې د غازي امان ننګه کړې وي یا د ظاهر شاه نه د سردار داود پر وړاندې او یا هم د سردار داود په ننګ یې د خلق او پرچم؟

دا داخلي اړودو او کودتاوې به بیخي کنج ته کړو ځکه دا داخلی مسایل دي.

تاسې ماته یوه نمونه را وښیئ چی زموږ پوځ دې د افغانانو په ننګ په منظم جبهاتي ډول د انګریزي یرغل مقابل کې یوه میاشت ودرېدلی وي؟

یا هم کله چې روس یرغل وکړ نو موږ ته له غازي امان نه تر نادر خان، ظاهر شاه او داود خان له وخته قوي او د سیمې په کچه نسبتا منظم پوځ پاتې وو. دا پوځ هر حکومت په خپل وخت کې داسې نازوه چې عامو افغانانو به درې وخته ډوډۍ نه درلوده؛ خو زموږ ډګروالانو ته نفر خدمت د کور لپاره ورکړل شوي وو.

نو تاسې و وایئ چې دغه پوځ د روسي یرغل مقابل کې څو هفتې د افغانانو په ننګ روسانو سره جنګ کړی؟ بلکه برعکس هغوی ته بای چپک سلامي ودریدل او روسانو سره ګډ یې د افغانانو پر کلي او ښار ور هه کړل او له بده مرغه د وطن ننګ زموږ دهقان، انجنیر، داکتر او ملا ته ور ترغاړې شو.

له پوځ وروسته زموږ دوهمه ستونزه زموږ د لوستې طبقې ده.

دغه طبقه چې ایلیټ یا روښان فکران باله شي د ملت سترګې دي او تل د وطن ښېرازې او ملت نجات لپاره شپې رڼې کوي.

تاسې ماته را وښیئ چې د پورته داخلي کودتاوو او بیا انګریزي، روسي او یا اوسني تاړاک کې زموږ د لوستې طبقې اکثریت برخې یې د وطن او بیچاره ولس طرف نیولی وو که د وخت له جابرو او زورورو سره یې د جوال خوله ونیوله؟ ځواب معکوس دی.

له بده مرغه زموږ ډیری لوستې طبقې د خپل تعلیم پر مټ پردو سره د وطن پلورنې قباله لاسلیک او بیا هغوی سره د ژبې پوهېدو په برکت د پردیو یرغلګرو ملګري شوي. همدا اوس یې هم شاخوا بېلګې وګورئ چې څوک له چا سره ولاړ دي؟

دا زموږ د تاریخ توره او ناهیلې کونکی برخه ده چې له بده مرغه هرځل دا وطن زموږ لوستې طبقې په انګریز، روس او امریکا وپلوره خو کم لوستې، بېوزلو او ناتوانو خلکو د سر او مال په بدل وطن بېرته را ګټلی.

دا ډیرې جدي مسلې او اساسی ستونزې دي چې د یوه هیواد حال او راتلونکی ټاکي.

زموږ ډیری پوځ او لوستی طبقه په سمه مانا خدای پرست او وطنپال نه وو روزل شوي چې تېر څلوېښت کاله مطلق د وینو په سېلاب کې مزل کوو.

د یوه ځوان په صفت به د تعلیمي نصاب جوړونکو ته زما توصیه دا وي چې داسې لوستی نسل را وروزي چې وطن او ملي مسایل تر خپل کورني مسایلو او شخصي ګټو هم اوچت وګڼي. ځکه وطن د کوټی چت او پوښ دی چی وران شو زرین تختونه او ابرېښمي کمپلۍ هم موږ له باران او واورو نشي خوندي کولی.

همدا راز داسې پوځ باید وروزو چې سل ځله ورته د خپل قومندان لخوا قومنده وشي چې مرمۍ او ټانګ د خپل افغان سینې او خړ کلي او ښار ته ونیسه نو دی باید ځواب کې وسله کېږدي او یا و وایي چې قومندانه!

ما و وژنه خو ما دا وسله دې لپاره نده اخیستی چی خپل کلی او خپل افغان پرې و وژنم.

زموږ د پوځ هر سرتیري ته باید دا په ذهن کې ورکړل شي چې ټوله نړۍ هم د افغان او افغانستان مخالفه شي؛ ستا مسؤلیت له نړۍ نه د افغان او افغانستان ساتل دي او بس!



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020