تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

زموږ په امـن پسې سترګي وزي او د ځینو بیا په ډوډۍ پسې!

محمد هاشم شاهین

2020-02-18

همدا پانګــوال نظام دئ، دلته جنګ بزنس دئ، د ملتونو محکوم ساتل بیا جمهوریت، تاسي کله هم دې خبري ته پام کړی چي د دجال پلویانو د جمهوریت په ښائیسته عنوان سره د انسانانو نه د آزادۍ حق څنګه غصب کړی دئ؟! په جمهوریت کي غریب سړی کله هم اصولاً انقلاب او بدلون نشي راوستلی، په دې سیسټم کي مقابل او یا اوپوزیسیون ته تر ټولو ستر ډالۍ شوی ظلم د "سوله ايیزو لاریونونو" او یا عدم تشدد اصطلاح او اوږده مبارزه ده، دا هم یو حقیقت دئ چي سوله اییز لاریونونه هم یوازي سرمایه دار مخلوق کولی شي، غریب خو که یوه ورځ په اعتراض او لاریون کي ګډون وکړي ماښام به وږي ویده کیږي...

دا ډېر تفصیلي بحث ته ضرورت لري چي څنګه باید د جمهوریت مېک اَپ د بوډا او فلج سیسټم له مخه ووینځل شي او د دې سیسټم وېرونکې څېره نړئــوالو ته ورښکاره کړای شي، آیا تاسي خبر یاست چي د نړئ ۸۰% شتمني یوازي د ۱% کسانو په لاسونو کي ده، بیا به نو خود د افریقا افغانان د خاورو نه پخه شوې ډوډۍ خوري او د آسیا افغانان به مِېډ اِن امریکا بمونه...

یادونه: په لاندیني تصویرونو کي د یوه افریقايي سیمي مظلوم او محکوم شوي انسانان د خاورو نه پخه شوې ډوډئ خوري... ویډیو ډېره ځورونکې وه ځکه مي شئیر نکړه...

محکوم ملتونه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020