تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

له وبا ځانونه وژغورئ؛ ديني خبره!

استاد دوکتور عمر عماد

2020-03-23

وه خلکو!

پر الله تعالی د توکل تر څنګ د اسبابو کارول شرعي اصل دی، احتیاط کوئ، هسې نه چه خدای مه کړه سبا به داسې ناورین پیښ شي چه بیا به پښیماني ګټه نه لري.

وه خلکو!

تاسو نه د صحابه وو څخه پر الله تعالی ډیر ګران نه یاستئ چه په لسګونو يې د هجرت په اتلسم کال د آبو عبیده بن الجراح رضی الله عنه په مشرئ، د شام د عمواس په طاعون کی شهیدان شول او نه ستاسو پر الله تعالی توکل او یقین د عمر بن الخطاب – رضی الله عنه - نه قوي دی چه همدغې طاعون ته وردننه نه شو او کله چه يې د  السرغ  سيمې څخه د بیرته ستنیدو اعلان وکړ نو ابو عبیده رضی الله عنه ورته وویل چه: أفراا من قدر الله؟ فقال عمر: لو غيرك قالها يا أبا عبيدة؟ نعم نفر من قدر الله إلى قدر الله،...    یعنی ته د الله تعالی د تقدیر نه تښتې؟! عمر ورته وويل: که بل چا دا خبره کړې وای نو... هو، د الله تعالی د یو تقدیر څخه د الله تعالی بل تقدیر ته تښتم   یعنی انسان په یو حالت کې هم د الله تعالی د تقدیر څخه نشي وتلای.

احتیاط کول کله هم د ایمان سره منافاة نه لری، او نه څوک پدې پوهیږي چه ده ته په تقدیر کې څه لیکل شوي دي، خو شریعت ورته وايي چه اعقلها وتوکل.

وه خلکو !

شک نشته چه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چه  لا عدوی  چه ظاهري معنی يې دا ده چه مرض یو بل ته انتقال نه کوي، خو علماء وایی: ددې حدیث او نورو هغو احادیثو تر مینځ چه د مرض په انتقال دلالت کوي، ددې احادیثو د ظاهري تعارض د دفع کولو یوه طریقه دا ده چه مرض په خپل طبیعت انتقال نه کوي، لکه د پخواني او اوسني جاهلیت په زمانې کې يې ډیر خلک انګیري، بلکه هغه د الله تعالی په تقدیر او مشیئت انتقال کوي، او که الله تعالی وغواړي نو دغه قانون به مات کړي، لکه ِبراهیم علیه سلام باندې يې د اور د سوزولو صفت مات کړ. کله چه رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چه مرض انتقال نه کوي نو یو کوچي ورته وویل چه زمونږ اوښان د هوسئ په شان وي  يعنې خوی او روغ رمټ وي  خو چه یو پمن اوښ په کې ورګډ شي بیا ټول پمن شي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چه  فمن اجرب الأول ؟  هغه اولنی چا پمن کړی دی؟ یعنی دا يې ورته ونه ویل چه ته غلطه خبره کوې، بلکه ورته يې وویل چه دا هر څه د الله تعالی په اراده کیږي، هغه الله چه اول يې پمن کړی دا نور هم هماغه پدې مرض اخته کوي نه دا چه په خپل سر او طبيعت پري اخته کيږي.

ملا صاحب! ته يوازې او يوازې د  لاعدوی  حديث په ظاهر ته کتلو سره د مرض د انتقال مطلق نفې کولو باندې ولې خلک د رسول الله صلی الله عليه وسلم په خبره شکمن کوې او غير مسلمانان راپورې خندوې؟

خو لا تر اوسه پورې می یو هم په دې نه دی قانع کړی چه تر یو وخته باید په خپل کور کې کښېني او بې له اشد ضرورته د چکر، ساعت تیرئ، بنډارونو او یا یو څو روپو ګټلو لپاره بهر لاړ نه شي، د پیسو نه دې ژوند مهم دی.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020