تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

اخ !څنگه يې ومنم چې استاد عيسی خان نور زمونږ په منځ کې نشته

وحيد منصور

2020-03-24

هغه استاد چې دده په لاس په زرگونو روزل شویو نيالګیو ته د هيواد په گوټ ، گوټ کې ستړی ستومانه ولس دمه کوي

هغه استاد چې دده د زده کړې او تدریس له ثمرې زما د هيواد د شمال ، جنوب ، ختیځ او لویديخ ولس گټه اخلي

هغه استاد چې تر څو دریدلی شو نو خپل ټول عمر يې د ولس د بچيانو ښوونې او روزنې ته وقف کړی وو

هغه استاد چې شاگردان يې تر وزارتونو او ریاستونو ورسیدل خو دده سترگې کله هم د مادیاتو او دنیاوي متاع لپاره وروا نه اوښتې

هغه استاد چې 25 کاله ما پخپلو سترګو له قران او د جومات له لمړي صف سره تړلی ليده

هغه استاد چې نه یوازې يې د خپلو مضامینو (هندسې او مثلثاتو) حق اداء کاوه ، بلکه مستقبل او راتلونکي ته د زده کوونکو په پام اړولو او لارښودنې کې يې هم پوره ، پوره هڅه کوله

استاد په رښتیا هم د درویش دراني د شعر مصداق وو :

هغه لکه د تقدیر دلاس قلم چې د ولس د ژوند بدلون لپاره (رنګ ) د زړه وينې خوړې .

استاد سپین ږيری وو خو همت يې دیر ځوانان شاته پریښي وو

استاد به له لوی سره لوی ، له ووړ سره ووړ ،له ځوان سره ځوان وو

د هغه خندانه څیره ، مینه ناکه مجلس ، حکیمانه چلند ، مخلصانه هڅې ،زړه سوی بالاخره کوم ، کوم صفت به يې درته لیکم

دا له جاريي صدقې نه غني استاد د لوګر ولایت اوسیدونکی ، دحضرت قیس بن سعد رضی الله عنه د لیسې استاد او د تعليم او تربيي د ریاست تدریسي مدیر مرحوم استاد عیسی خان وو

استاد دا څو کاله د شکر ، لوړ فشار او فالج ناروغئ سخت وکړاوه او بالاخره

بې وفاء نړی له استاد سره هم وفاء ونکړه

نن د استاد روح د خدای د رحمت لوري ته پرواز وکړ او پخپل تګ يې زمونږ زړونه وداغل

پروردګاره دې له ستونزو او کړاوونو ډکې نړی نه تللی دغه ستړی روح د خپل عرش تر سیوري لاندې دمه کړي ، کورنۍ او دوستانو ته دې د صبر تر څنګ ددې دروند غم په بدل کې تلپاتې خوشحالي ورکړي.

روح يې ښاد او یاد يې تلپاتې



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس

قاری علی محمد حنیف   (2020-03-25 00:37:37)  
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته الله تعالی د دی مغفرت وکری او کورنی ته یی صبر جمیل نصیب کری. و السلام










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020