تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د امريکا د پاليسيانو طراح هنری کسنجر د نړیوال نظم مهم کتاب

عبد الحی قانت

2020-03-24

هنري‌کسنجر چې امریکایان ورته د اوسنی نړۍ د سیاست تنظیمونکی یا په بله اصطلاح د نړۍ د هیوادونو تر منځ د یو نظم جوړولو لپاره د امریکا د پالیسیانو طراح وايي، د بین المللی سیاست یو امریکایی عالم دی. دی د هارورډ پوهنتون څخه فارغ او بیا همالته اوږده موده ښوونکی پاته شوی. دا چې د سړې جګړې له پیله به ده د امریکا دولت ته او په خصوصي‌ډول د بهرنیو چارو وزارت ته پالیسیانې طرحه کولې بالاخر د امریکا رئیس جمهور نکسن خپلې ادارې کې اول د امریکا د ملي امنیت د مشاور او بیا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دندې وروسپارلې‌.

دده کتاب World Order یا نړیوال نظم ډېر مهم کتاب دی چې په اړه نیویارک ټایمز لیکي‌؛

But it is a book that every member of Congress should be locked in a room with — and forced to read before taking the oath of office.

هنري کسنجر په دې کتاب کې کوښښ کوي ‌چې د تاریخ په رڼا کې د نړی د لویو امپراطوریو پس منظر ولیکي‌او بیا کوښښ کوي تشریح کړي چې څرنګه هرې امپراطورۍ په خپل وخت کې د د نړۍ لپاره یو نړیوال نظم درلود او د ولې د هغوی په فکر هماغه نړیوال نظم د هغه وخت تر ټولو ښه نظم وو. ددې لپاره د مثال په توګه ده اسلامي خلافت، د چین لویه امپراطوري د روس امپراطوري‌، رومیان، فارسیان او د عیسویانو مذهبي او دیني امپراطورۍ څیړلي. دی بلاخر دې نتیجې ته رسیدلی چې په نړۍ کې په تاریخی لحاظ کله هم یو نظم نه ده پاته شوی او په نړیوالو اړیکو کې همیش د نظمونو تر منځ کشمکش تېر شوی. د کسنجر نظر دا دی چې په تاریخ کې نړۍ ټول وخت یو نظم د بل نظم د شکست او بیا پر خلکو د خپل نظم د منلو لپاره جکړې کړي.

د اوسنی نړی نظم چې د هیوادونو آزادي، ملي حاکمیت او ارضي تمامیت یې بنسټونه دي د پرتستنتانو او کاتولیک عیسویانو د دیرش کالو جګړې وروسته په ۱۶۴۸ کې رامنځ ته شو. دا نظم اصلا اروپا کې جوړ شو خو دا چې اروپا هغه مهال د نړی د ماډرنیزم مرکز وو نورو هیوادونو ته هم سرایت وکړ.

اسلامي نړی د ملي حاکمیت او ارضي‌ تمامیت اصول د خپل خلافت پورې تړلي وو او خلیفه د اسلامي ‌نړۍ د مشر او حاکم په حیث پیژندل کیده. امریکا هم خپله ازادي د ازادۍ او دیموکراسۍ د اصولو په اساس واخستله. د اروپا نظم د هیوادونو تر منځ د حقوقو او ځواک په برابرۍ ولاړ وو خو چې کله دوی دا برابري بې تولې شوه اروپا نړیوالو جګړو ته لاړه او د هغې په نتیجه کې امریکا د نړیوال نظم محافظ (!) ‌هیواد را څرګند شو. امریکا د دوهمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د مارشال پلان په نتیجه کې اروپایي ‌هیوادونه په اقتصادي لحاظ بیرته په پښو ودرول او د هر هغه هیواد د بسپنې وعده یې هم وکړه چې د امریکا د ازادې اصولو او لبرالې ډیموکراسۍ ته ژمن وي. دا ځکه چې امریکا په دې نظر ده چې یو با انصافه او تلپاتې نړیوال نظم پر دې جوړیږي چې هیوادونه ازاد شي او لبراله ډیموکراسي ددې هیوادونو د حکم اصل وګرځي. اسلامي نړۍ، چین او روس بیا دا ورسره نه مني ځکه دوی هر یو سره د نړیوال نظم د جوړولو لپاره خپله تیوري ده. کسنجر په دې باور دی چې امریکا مسؤلیت لري چې په زور یا نورو وسیلو په نړۍ کې باید د نظم ساتنه وکړي. سړه جکړه او له هغې وروسته په اسلامي نړی کې ټوله غوغا د همدې مقصد لپاره روانه ده.

اسلامي نړۍ په دې باور ده چې د اسلام حق نظام یواځینی نظام دی چې په نړۍ کې یو با انصافه نظم جوړولی شي، یو داسې نظم چې د نړۍ ټول هیوادونه او غړي پکې خپل حقوق لري. دا نظم یواځې تیوري ‌نه بلکې د یو لوی تاریخ کیسه ده. دا فلسفه هم نه ده په عمل کې ښودل شوی سیرت دی.

کمونست روس او چین هم داسې باورونه لري چې امریکا د ازادۍ او ډیموکراسۍ په نوم د خپلو ګټو لپاره د نړۍ نظم خرابوي او باید پرینښودل شي چې دوی خپل هدف ته ورسیږي.

دا کتاب باید د اسلامي نړۍ ځوان قشر او د ټولنی راتلونکی قیادت ډېر په شد و مد ولولي. دا مونږ سره دا کومک کوي چې اوسنی نړیوال نظم وپیژنو او په دې فکر کې شو چې څرنګه کولی شو په ریالست انداز د نړیوال نظم په نوم د امریکا استبداد سره مبارزه وکړو. چینیان او روسان چې په دې پوه شول چې د امریکا او ملګرو سره یې د زور مبارزه له ګټې تاوان ډېر لري، په ډېر دقت خپلې ستراتیژیانې بدلې کړې. چینیانو او روسانو په خپلو بهرنیو پالیسیانو او نړیوال اقتصاد کې کمونیزم پریښود او د کمونست سیاست په منځ کې یې لبرال اقتصاد او آزاد مارکیټ ته ځای پیدا کړ ځکه چې دوی پوه شول چې غیر له دې بله لار نشته.

اسلامي نړی او د اسلامي تحریکونو قیادت هم باید په دې فکر کې وي چې په سیاست او سیاسي چلند کې څرنګه داسې نوښتونه ټولنې ته وړاندې کړي چې د اسلامي نړۍ ځوان قشر له دینه بې زار او د لبرالې ډیموکراسۍ او نورو نظریو ښکار نه شی. د اسلامي‌ تحریکونو قیادت ته پر دې هم غور پکار دی چې په داسې سیاسي تخنیک خپلې پالیسۍ عیارې کړي چې د وقت حاکم استبداد سره د مخامخ ټکر له تاوانه ځان بچ کړي.

دا ټول هغه مهال ممکنه ده چې د اسلامي ټولنۍ مشرتابه په اوسني سیاست پوه وي، د اوسني نړیوال سیاست په اصولو یې سر خلاص وي ‌او له روان نړیوال نظم څخه په مکمل ډول خبر‌ وي. دا خبره ځکه کوم چې په منځنۍ اسیا کې د اسلامي تحریک تجربو، په ترکیه د استاد اربکان، په افغانستان کې د طالبانو د سوټي‌ په زور د اسلام نفاذ او همداسې د نورو تند دریځو ډلو نظر دا دی چې نړیوال نظم باید په زور چیلینج شي او په نتیجه کې یې د اسلام سپیڅلی نظام حاکم شي. په عراق کې د صدام، لیبیبا کې د قذافي او ایران کې د اخندانو حکومت ددې نا فهمۍ ښکار شول. بل اړخ ته په شمالي افریقا کې د استاد راشد الغنوشي، په ترکیه کې د رجب اردوغان او نورو رهبرانو تجربې بیا د اسلامي امت آیندې لپاره ډېرې هیله بښونکې دي ځکه دې رهبرانو د نړۍ اوسني‌ حاکم نظم سره په ډېر حکمت، پوره تدبر او سیاسي ځیرکتیا تعامل روان کړی.

دا کتاب د پی ډي اف په بڼه هم پیدا کیږي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020