تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د مولوی غلام الرحمن آواز به په ټول نصرت مينه کې انگازې کولې

عبد الله منصور

2020-03-24

د ورځې یو بل غموونکی خبر د شیخ القران مولوي صاحب غلام الرحمن د رحلت دروند غږ وو

ماته ښه یاد شي

چې تقریبا 25 کاله مخکې نه آن کله چې مونږ د مکتب دورې زده کوونکي وو مرحوم مولوی صیب به د روژې د میاشتې تفسیر او ترجمې دوره کوله چې تر تیر کال پورې يې دوام ورکړ

یقین وکړئ چې په وروستیو کلونو کې د ګرم موسم له وجهې اکثریت خلکو عادي ژوند په مشکله مخ ته ووړ خو مولوي صیب به په پوره همت د ورځې5-6 ساعته مسلسل په ترجمې او تفسیر لگيا وو

د مولوي صیب آواز به په تول کیمپ کې انگازې کولې ،

د نارینه ؤ په څير په سلگونو ښځينه هم لدې نعتمه برخمنې کیدې چې د کمپ د مشرانو لخوا به په خاص اهتمام په بیل ځای کې هغوی ته ترتیب نیول شوی وو

شیخ غلام الرحمن پخوانی جهادي قوماندان وه چې د حزب اسلامي سره یې اړیکه لرله په مسلکې لحاظ اهل حد یث وه او د قرآن کریم له مشهورو استادانو له کاروان څخه وه کوم چې کلونه کلونه یې نصرت مېنه شمشتوکې د قرآن کریم دورې کولي اوپه زرګونو شاګردان یې تر شا پریښودل.

مولوي صیب د یوې اوږدې ناروغی نه وروسته نن خپل امانت روح حقیقي څښتن ته وسپاره

رب ته مو سوال دی چې همدغه قران دده لپاره شفیع او د درجاتو لوړوونکی وگرځوي

او کورنۍ ته یې صبر جمیل او ستر اجر ورکړي

روح يې په علیین کې دمه شه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020