تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د کورونا وېروس په اړه د يو ايټالوي کيسه

را لېږونکی: محمد عمير

2020-03-24

وامو ورېدل چین کې یو نوی وایرس پیدا شوی، حتی په ټلویزیون کې مو خبر په سترګو ولیدۀ او په غوږو مو واورېدۀ، مګر دا هر څه راته هسې یوه افسانه ښکاره سوه. بیا مو خبرونه واورېدل چې دا ناروغي نورو هېوادونو ته هم ورسېده، مونږ ځانونو سره ویل: زمونږ یې پرې څه، مونږ او چین څو زره مایله واټن لرو. خبر شولو چې فرانسه کې یې هم څلور کسان نیولي، بیا مو هم بابیزه وګڼله. بله ورځ یې د ایټالیا ور هم راوټکاوۀ؛ لږ مو فکر وکړ، بیا مو وویل: ځه زمونږ ښار کې خو نشته، لا سره لرې یو. یو وخت سو چې زمونږ ښار ته راورسېدۀ، بیا مو هم ژوند کاوۀ، مېلمستیاو ته تلو، مېلې مو کولې؛ خو چې ګاونډی یې راته ونیوۀ، د هغه زنکدن مو ولید چې ساه یې په څومره سختۍ اخېسته، د کور او خونې دروازې مو ځان پسې وتړلې او د مرګ تر بریده وډار شو. اوس حتی کړکۍ په ډار خلاصه کړو، لاندې تشه کوڅه او پاس شین اسمان وینو، فکر کوو چې دواړو کې مرګ راته پټ دی. کوڅو کې د امبولانسونو غږونه اورو، کله زمونږ کوڅې ته هم راسي، یو ناروغ ګاونډی لکه مړی له کوره وباسي.

دا کیسه ځکه لیکم چې زمونږ تجربه مه تکراروئ، بې پروایي مه کوئ، د کرونا وایرس وزرونه نلري، خو تر هر ځایه رسېدلی شي او هېچا سره هم ټوکې نه لري. مخکې له دېنه چې لکه مونږ له زمکې او اسمانه وډار سئ، احتیاط وکړئ. ګڼه ګوڼه ختمه کړئ، مېلمستیاوو ته مه ځئ، مېلې مه کوئ، یو بل مه ښکلوئ (حتی هغې/هغه سره چې مینه لرئ)، غېږ کې یې مه نیسئ او چاته لاس مه غځوئ.

نو؛ په ځان او عزیزانو رحم وکړئ!

دا بې احتیاطي هېڅ ډول زړورتیا او باتوري (بهادري) نه ده، بلکې سمه ناپوهي ده.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020