تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

کرونا او طبي بحثونه

ميوند محمد جمال

2020-03-24

تر ننه په کرونا باندې تقريبا ۱۳۰۲ طبي علمي او څيړنيز بحثونه او څيړنيزې مقالې ليکل شوي .

دا بحثونه د طب په برخه کې په نړيواله کچه مشهور، منل شوي، او معتبر وبيساايټ Pubmedباندې نشر شوي او شته.

کرونا ۳ مياشتې کيږي چې خپره شوې او د وبا شکل یې غوره کړی.

په طبي لحاظ يو مرض يا علاج په اړه ډیرې څيړنې يا ډېری ليکنې د دې معنی نه ورکوي چې طب يا ډاکټران د مرض په هکله حل يا علاج ته ورسيدل، بلکې د يو مرض او علاج په اړه ډېر بحثونه او څيړنې دا معنی لري چې دا مرض یا علاج ډېرو نورو څيړنو تجربو او بحث ته ضرورت لري.

د کرونا په اړه بحثونه او څيړنې مطلب دا چې موږ تر اوسه هيڅ معلومات نلرو او نه یې په علاج څوک پوهيږي .

البته يوه خبره چې د ټولو بحثونو مشترکه ده هغه دا ده چې دا وايروس يا مرض په بعضو حالتونو وژونکی دی خو دا مرض د انسان سږي يا سينه دې حد ته کمزوري کوي چې په راتلونکي کې بيا د سا بندۍ يا نورو د سينې مرضونو سره د مقاومت څخه یې باسي .

دې بحثونو کې د مخنيوي په اړه يو شی شريک دی چې .

لاس په صابون هره ورځ له پنځو تر اتو ځله کم از کم د ۲۰ ثانيو لپاره وينځل .

خوله او پزه په تړمو مالګينو اوبو غر غره کول .

ليمو مالټه نارنج ويټامين سي او ډي درلودونکي شيان ډېر خوړل .

سبزي جات استعمالول.

لاسونه په چراثيم وژونکيو مايعو غوړول .

ماسک اچول.

له خلکو کوښه کيدل.

سترګو پزې او خولې ته لاس نه ور وړل.

او داسې نور.

يو شی چې ډېر احتياط وشي هغه دا دی چې د ډېر عمر لرونکيو او زړو ډېره پاملرنه وکړۍ ځکه د کرونا تر ټولو ډېر او اسانه ښکار زاړه او ډېر عمر لرونکي انسانان او هغه مريضان دي چې د زړه شکر او سينې تکليف لري. .



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020