تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د کرونا د وژونکي وایروس څخه د ځان ساتنې اغېزناکې لارې چارې

محمد شاکر قرار

2020-03-24

1-ځان او کورنۍ مو تر کوره محدوده کړئ: کرونا وایروس له انسان او هغه شیانو څخه چې له وړاندې په دې وایروس ککړ وي، روغ انسان ته انتقالېږي. څومره چې له نورو انسانانو او شیانو څخه ځان لرې وساتو، په هماغه اندازه خوندي پاتې کېږو. په کورونو کې ځان محدودولو پرمهال لاندې ټکي په پام کې وساتئ:

 د خوراکي او نورو اړینو توکو د رانیولو لپاره د کورنۍ یو کس وټاکئ ترڅو بهر ته ځي. هره کورنۍ چې څوک یې دفتر ته ځي، باید له دفتر څخه د راتلو پر وخت د کور لپاره اړین خوراکي او نور توکي راوړي.

له کور څخه د وتلو مخکې باید نوموړی کس لاسونه په صابون ووینځي او پر لاسونو مکروب وژونکې مایع (سانېټایزر) ووهي. له کور څخه بېرون باید کوښښ وکړي ترڅو پرته له اړتیا په هیڅ شي لاس ونه وهي لکه د لیفټ توکمه، د زینو کټارۍ، د دروازې دستګیر..... (د اړتیا په صورت کې دې له لیچې څخه ګټه واخلي). مخ ته دې لاس نه نږدې کوي.

بېرته کورته له راتګ سره سم دې بوټان او څپلۍ له کور څخه د باندې وباسي، لاسونه دې په صابون ووینځي، په اخستل شوې سودا، پلستیک او له دوکاندار اخستل شوو پيسو باندې دې مکروب وژونکې مایع وشیندي ( ځينې مکروب وژونکې مایع د سپرې په بڼه وي او شیندل کېږي) ځکه چې کرونا وایروس په ځينو تر ډېرو وخت پاتې کېږي او کله چې روغ انسان په دې شیانو لاس کېږدي نو وایروس ورته انتقال کېدلای شي.

په کور کې ورزش وکړئ، د کور په کارونو کې مرسته وکړئ، عبادت او مطالعه وکړئ او تر خپلې وسې له مېوو څخه ګټه واخلئ ترڅو ذهن او تن مو پياوړی شي.

2-لاسونه مو په صابون تر شلو ثانیو وینځئ او مخ ته لاس ډېر مه وروړئ: د کرونا وایروس د لاس په وینځلو سره له منځه ځي. له بل لوري نوموړی وایروس د خولې، سترګو او پزې له لارې د انسان بدن ته انتقالېږی. که چېرته لاسونه ډېر ووینځو او پر مخ لاس ونه وهو نو په دې وایروس د اخته کېدو چانس مو ډېر کمېږي.

3-له نورو انسانانو څخه یو نیم متر واټن نیسئ. کرونا وایروس د هوا له لارې هم له یو انسان څخه بل انسان ته انتقالېږي. که چېرته یو انسان چې په کرونا وایروس ککړ وي، نو د هغه د خولې او پزې د هوا له لارې کرونا وایروس یو روغ انسان ته انتقال کېدلای شي. کوښښ باید وشي چې حد اقل یو نیم متر په واټن له بل انسان څخه لرې ووسئ.

4-یو بل ته لاس مه ورکوئ: څرنګه چې مخکې مو وویل نوموړی وایروس د لاس په واسطه له یو انسان څخه بل اسنا ته لار پيدا کوي او کله چې بیا نوموړی کس په وایروس ککړ لاس خپلې خولې، پزې او سترګو ته یوسي نو په دې وایروس اخته کېږي.

5-ماسک څخه ګټه واخلئ: ماسک تر یو حده تاسو له وایروس څخه ساتي خو مهمه ګټه یې داده چې نور خلک په دې وایروس د ککړېدو څخه ساتي. ځينو کسانو کې د کرونا وایروس نښې او نښانې ډېر وروسته څرګندېږي. نو که چېرته داسې یو تن له ماسک څخه استفاده ونه کړي نو امکان شته چې نور کسان په دې وایروس اخته کړي. کوښښ وکړئ چې ماسک باندې ډېرو ګوتې ونه وهی. کله چې یې له خولې لرې کوی او یا نصبوی نو د غوږونو له مزو څخه یې رانیسئ. که چېرته پرنجی کوئ نو ماسک له خولې مه لرې کوئ او که چېرته په دې وخت کې ماسک نه وي نو پرنجي پرمهال خپل لیچی پر خولې کېږدئ.

6-د ډاکټرانو په لارښوونو عمل وکړئ.

7-صدقه رد بلا ده. صدقه ورکړئ او له غریبانو سره مرسته وکړئ

ساتونکی او شفا ورکوونکی الله تعالی دی. مرګ په نېټه دی خو د خپل ځان، خپلې کورنۍ او نورو خلکو د روغتیا ساتل اړین دي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020