تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د سولې په تړاو د نجیب د تمثیل یو ښه تصویر د غني اوسنی دریځ دی

احمد جمال ايوبي

2020-03-25

نجیب د سولې د سبوتاژ لپاره پر روسانو دومره فشار وارد کړ، چې جنرال فسکي وايې: د افغانستان مشر(ډاګټر نجیب) اوس کلکې هڅې کوي چې د ژنیو تړون نه د سرغړونو په ځواب کې د شوروي پوځونو وتل وځنډوي او په دې توګه د غويي انقلاب(کودتاه) د بریاو له منځه تلو مخه ونیسي.

 دا چې روسان نامراده و نو د نجیب غوښتنه یې ونه منله ،بیا نجیب مجبور شو چې خپله ژبه مداري کړي.

غني د اشغال د بقاء او د خپل بېواکه اقتدار د تداوم لپاره د ولس د قتل عام تر څنګ آن ټرمپ ته خطونه واستول تر څو د امریکا نامراده تصمیم بدل کړي، مګر دا چې امریکا د خپلې ناکامې ستراتیژۍ د تصحیح لپاره تر وتلو بله قناعت لرونکې لاره ونه موندله نو ځکه د غني هڅې تر اوسې بې نتیجې دي.

شاید راتلونکی نسل د سولې په تړاو د غني په ډراماتیک او تمثیلي ویډیوګانو داسې احمقان شي لکه کمونېست نجیب چې د روس له طلاق وروسته اکټونه شروع کړل د هماغه فلمي تمثیل په نتیجه کې د اوسني عصر اکثریت نالوستي ځوانان بدبختانه دا کمونېست خپل ایډیال ګڼي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020