تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ټول افغانان بايد د اسدالله هارون د خلاصون لپاره مخلصانه اقدامات وکړي

داود غورځنگ

2020-03-25

په افغانستان کې په ټولو لورو غږ کوو چې ددغه شاه زلمي د وصال شیبې له خپلې مورکۍ، لورکۍ، پلار، میرمن او وروڼو سره را لنډې کړئ.

اسد الله هارون چې دا یې د بند خونې پنځلسم کال دی، او د ګوانتانامو په زندان کې د انتظار شپې سبا کوي، نو پدې هکله باید درې جهتونه خپل مخلصانه اقدامات وکړي.

اول د حزب اسلامي رهبري او تر ډیره یې دا هڅه کړې هم ده.

دوهم د امارت اسلامي قطر دفتر مشران ځکه دوی له امریکایي جهت سره د بندیانو په آزادیدلو کې توافقات کړي او دغه مظلوم بندي هم یو افغان ځوان دی.

دریم حکومت چې د حزب اسلامي سره یې تفاهمنامه امضأ کړې او دا صریح نقض دی چې اوس غلی دی او امریکايي لوري ته د دغه ځوان په رابطه رسماً مکتوب نه استوي.

او د مجازي نړۍ ټول اسلامپال افغانان دې دا یو اسلامي مسؤلیت وګڼي او پر خپلو صفحاتو دې، د دغه اتل ځوان د را خلاصیدو غږونه بدرګه کړي، تر څو دغه د پورته دریو جهتونو چارواکي او مسؤلین احساس د مسؤلیت وکړي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020