تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

غرب په مستعمره ممالکو کې يو عجيب سياست کوي !

اسامه جوهري

2020-03-25

غرب چې هر يو ملک استعمار کړي نو هلته بعض مخصوص خاندانونو او کورنيو ته رشد او پرمختګ ورکوي ، لوئ لوئ امتيازات ورکوي ، بين المللی تجارتونه ورته برابروي ، شهرت او چوکۍ ورکوي ...!

او د دې کار مقصد دا دی چې که چېرې سبا غرب نه وي هم نو دغه کورنۍ به حاکمه طبقه وي او ټول قوم به يې غير مستقيم د غرب کړی وي ،

دقيانوسي نکته دا ده چې په دې کورنيو کې موروثي سياست وي ، او په دې موروثيت کې پلرونه او نيکونه ټول د يو هدف لپاره کار کوي ، وجه دا ده چې د دغه کورنيو مشران په خپلو ممالکو کې په حاکميت او کشران په غرب کې د تعليم په نوم ( رنګ اخيستلو ) کې بوخت وي ، چې کله مشران مړه شي نو کشران رامخې ته شي ،

يو مختصر مثال يې په هندوستان کې برطانوي راج دی ،

انګرېزانو د هندوستان د استحمار نه بعد هلته دسې کورنۍ جوړې کړې چې تر نن تاريخه په د پاکستان او هندوستان په سياست کې قوي اثر او رسوخ لري ، لکه مثال : بهټو خاندان ( ذوالفقار بينظيره ، بلاول ) يې په معاصر سياست کې اثر لري خو نيکونه يې د انګرېزانو کلک حمايتيان ول لکه شاهنواز بهټو او نور ....

همداراز مخدوم خاندان ( د پاکستان وسنی خارجه وزير شاه محمود قريشي د همدې خاندان دی )

جتوئ خاندان ، تالپور خاندان ، چې وس په سنده کې مشهور خاندانونه دي د برطانوي راج څخه پاتې دي ،

متاسفانه چې غرب په افغانستان کې هم د يو دسي موروثيت لپاره غټ کوشش کړی او کافي لاسته راوړنې يې هم کړي ، چې په ائنده کې به ورسره زموږ نسلونه سخت په تکلیف وي .....!



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020