تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

له افغان جګړه مار او تکنوکرات سره د امريکا نولس کلنې لوبې انجام

شفیع اعظم

2020-03-26

زورور چې په هر کور ننوځي نو هلته د شرف خلک بې شرفه کړي.

يو څو بيشرفو ته د شرف تاجونه پسر کړي هغوی ته بيا ريښتيا ځانونه زمريان، د امان لارویان او استقلال پاسداران ښکاري.

امريکا چې دلته راننوته نو څو تنه افغانان یې کرايه کړل.

جالبه به وه دا که نالوستي جنګي ول لکه نظار شورا ځانونه ورته مارشالان او ازادي ګټونکي قهرمانان ښکاره شول.

هغه چې بيا لوستي تکنوکرات ول دوی يودم د غازي امان پیښې شروع کړې لکه ګېدړ چې د زمري پوستکی واغوندي او فکر وکړي ريښتيا زمری شو.

حال دا چې د ګېدړ او زمري، د دوی او غازي امان لار په شرق او غرب مسير کې پرته وه.

جګړه مار عطا څو کاله وړاندې پوه شو چې موږ اتلان نه بلکه امريکا لکه پيپسي بوتلان استفاده او ايسته غورځار کړو.

جالبه وه دغه اعتراف تر ټولو زيات د امريکا افغان تکنوکرات ملګرو ډېر په کړس کړس وخندل. دوی فکر کاوه چې د دوی برخليک او مقام به د امريکا په نزد مقدم او متفاوت وي.

خو خبر نه وو چې دوی تر هغوی ډیر ساده او ناپوه پدې وو چې ډېر وروسته پوه شول چې په عين موقف او کرښه ولاړ دي.

څوک چې تاريخ نه لولي او عبرت نه اخلي بار بار به د تاريخ د شرم ټاپه په څټ خوري.

تاریخ له چا سره ډیر چېړ او فلسفې نه غږوي. لنډ قضاوت او پوښتنه کوي چې وطن ته پردۍ لښکرې راغلې.

ستا صف او فکري مېلان د پرديو لښکرو په صف کې وو کې مخالفت؟

بيا د تېر تاریخي مسير مطابق په ساده ډول ريزلټ ستا مخته ږدي چې ته د شاه شجاع، کارمل، رباني او نورو لاروی یې که د غازي امان، اکبر خان او نورو...

راځم اصل مطلب ته.

اوس هم تاوان ندی او ناوخته نده چې سړی پوه شي چې امريکا يا بل پردی دلته او بلځای صرف او صرف خپلې ګټې پاللي او پالي.

دا د امريکا د ګټو فېصله ده چې سمېع الله تړون ويلي وو:

"تورې او سپينې ټاپې تا سره دي

څوک اسامه څوک خليلزاد جوړوې"

زموږ ځوانان یې هسې دا نولس کاله نيم د نيويارک امنيت ټينګښت په پلمه او نيم نور راته د ټروريسټ په نوم را و وژل.

اخر یې خپلو ستراتيژيکو افغان پارټنرانو ته منځنۍ ګوته جګه کړه چې "زه له تاسې ناراضه يم".

اوس به د تاريخ قضاوت تاريخ ته پرېږدو هغه یې ښه کوي خو يوه خبره ده او جدي خبره ده چې افغان او افغانستان بايد په ګډه وپالل شي ځکه دا د ټولو ګډ کور دی.

په ورانېدو یې ټول وران په ابادۍ یې ټول اباد يو.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020