تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

کرونا موږ ته څه وايي ؟؟؟

ميوند محمد جمال

2020-03-26

کرونا په يواځيتوب کې ځان وژنه  

کرونا يو ډېر وړوکی وايرس دی خو په ډېره چټکتيا یې د ددې چټکې او پر مختللې ساينسي نړۍ پسې را اخيستې او د سترګو په رپ کې یې دا د ماشينونو او ټکنالوجۍ نړۍ فلج کړه .

مرګونه څو قسمه دي، د مرض، بم، موټړ، تفنچې او توپک، عادي حالت او داسې نور ډېر، خو په جاپان کې ۲ بيلې او نا اشنا مرګونه‌ شته.

جاپان چې د نړۍ له ډېرو پر مختللو هيوادونو څخه شميرل کيږي هلته ۲ مرګونه داسې هم دي چې هغه د نورې نړۍ په پرتله بيخي ډېر يا هم بل ځای نشته نه یې دومره څوک پيژني .

۱ دغه مرګ ته د "کاروشی" نوم اخلي او هلته مشهوره مړينه ده، دا مړينه يا مرګ د ډېر، پرله پسې او سخت کار او فشار له امله واقع کيږي .

۲ مرګ چې په جاپان کې د جاپانيانو ترمنځ مشهور دی هغې ته kodokushi کودو کوشي وايي چې زموږ په اصطلاح کې ځان وژنه بلل کيږي .

جاپان کې دا دويم مرګ يا مړينه ډېره دردونکې او ویرونکې ده، ځکه دا مړينه د ځاتنه او يواځيتوب نه را پيدا کيږي .

د تنهايۍ دلاسه د يواځيتوب مرګ داسې مرګ دی چې هلته د يو انسان ګاونډي يا همسايه د بل ګاونډي د مردار شوي جسد بوی له امله په تنګ او پوليس ته خبر ورکړي چې راشئ، زما د ګاونډي له کوره سخت بوی راوځي، او کله حې پوليس راشي، دروازه ماته کړي او ته پوه شي چې دا خو مياشت مخکې زما ګاونډي مړ شوی او چينجي یې کړي????.

ويل کيږي چې د همدې يواځيتوب او تنهايۍ د مرګ له ويرې زاړه جاپانيان ددې په خاطر جرمونه کوي چې پوليس یې ونيسي او بنديان یې کړي تر څو هلته له نورور بنديانو سره وخت تېر کړي .

اوس کرونا هم همدا حال شروع کړی يو ډېر وړوکی وايرس ټوله پر مختللې نړۍ دېته مجبوره کړه چې بريک واخلي او هر څه بند کړي، دا وايرس خلکو ته وايي چې په ټولنيزه توګه فاصله پیدا کړئ او له يو بل ليرې شئ تر څو تاسو پوه شئ چې تنهايي او يواځيتوب يعنې څه ؟ تر څو پوه شئ چې ورور، خور، مور ، پلار، بچي، خپل او خپلوانو، نه شتون يعنې څه ؟ تر څو پوه شئ چې ټولنيز ژوند څه اهميت لري او چيش ته وايي ؟

کرونا کې د مړينه کچه که څه ټيټه ده خو د کرونا مرض، مريض روحا او فکرا وژني ځکه دا مرض ساري دی او هر انسان ته په ډېره اساني انتقاليږي، کرونا عينا ځان وژنه ډه ځکه د کرونا مريض په کټ يواځې پروت او هيڅوک هم د ور نژدې کيدلو ته نه ور پريښودل کيږي يا هم ورک زړه نه ښه کوي چې ور نژدې شي .

مطلب کرونا وايرس د پرخچه او ټوټه، ټوټه، شوي انسانيت را ويښولو ته راغلی تر څو یې پوه کړي چې تاسو په لوی لاس خپله نړۍ او دا دنيا ورانوي هغه دنيا چې له زرګونو کلونو ستاسو کور او غيږ ده.

اوس هم وخت دی د خپلې کورنۍ خپلوانو او عزيزانو قدر وکړئ او مخکې له دې چې خدای مکړه لکه د کرونا مريض يواځې په کټ پراته اوسئ او حتی د خپل هغه خپل يا دوست لارې څارۍ چې ستاسو تر ټولو بد راځي خو په دغه وخت کې بيا هيڅوک هم ديته زړه نه ښه کوي چې ستا کټ يا هم ستا جنازې ته در نژدي شي او په تندي دې ښکل کړي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020