تفصیل | ډیلې شهادت 

28th May, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

اسلامي نهضت ۵۰ کلن شو!

عبد الله صادق

2020-04-02

د افغانستان اسلامي نهضت د ۱۳۴۸ هـ ل کال، د حمل مياشتې په ۱۴ مه د کابل پوهنتون په انګړ کې په هېواد کې د اسلامي نظام د اقامې، ديني ارزښتونو د دفاع، د خانداني استبدادي حکومتونو او نړيوال کفري ښکېلاک په تېره بيا د کمونيزم له شره د ملت د ژغورنې لپاره د الله تعالی په مرسته او يو شمېر مؤمنو ځوانانو په ذريعه تأسيس شو.

لا ډېره موده نه تېره، چې دغه نهضت د خپلو ځوانو غړو د قربانيو او سرښندنو په مرسته د هغه مهال نړيوال کفري ښکېلاک په وړاندې په يوه نه ماتېدونکي سنګر بدل شو، د کمونيزم استعماري نقشه ئې په بشپړه توګه بدله کړه او د نړيوالو په تېره بيا مظلومو افغانان پر مخ ئې د هيلو او اميدونو يو نوی باب پرانيست.

الله تعالی خپل قدرت او نصرت د دغو مؤمنو ځوانانو په ذريعه ښکاره کړ، د دوی په ځواکمنو لاسونو ئې نړيوال کفري ښکېلاک په ګونډو کړ، له دې ور آخوا د افغانستان اسلامي نهضت چې د مسلمانو محصلينو او ځوانانو په لاس تأسیس شوی وو د ټول اسلامي امت د ځوانانو لپاره د آزادۍ او خپلواکۍ په مکتب او زانګو بدل شو، چې دا دئ اوس په همدې مکتب کې روزل شوي ځوانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې امت ته د آزادۍ او تېر مجد او عظمت ته د ورګرځېدا زېری ورکوي.

خلکو ته د اسلام رسول، د خونړي کمونيزم له فکري او فرهنګي يرغل د خلکو ژغورنه، په يوه واحد اسلامي صف کې د افغانانو تنظیمول، په شلمه پېړۍ کې د جهاد هېرې شوې فريضې احياء، د ويده امت ويښتابه او په اسلامي ټولنو کې د خپلواکۍ هيلې راټوکول، د نړۍ له نقشې د کمونيزم محو کول او بالآخره د غربي استعمار او يرغل په وړاندې درېدل او د دوی د توطئو خنثی کول، زموږ د هېواد د مؤمنو ځوانانو د قربانيو او سرښندنو لاسته راوړنې دي.

بې ځايه نه ده چې له دې فرصت په استفادې تاسو درنو لوستونکو ته د افغانستان اسلامي نهضت د تأسيس څرنګوالي او مؤسسينو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړو.

د اسلامي نهضت له تأسيس وړاندې مسلمانو ځوانانو هیله درلوده او هڅه ئې کوله چې د ظلم، بې عدالتۍ، ډول ډول استعمارونو په تېره بيا کمونيزم او نړيوال کفر په وړاندې يو منظم اسلامي حرکت رامنځته شي، چې وشي کولی خپل ايماني مسؤليتونه او فعاليتونه په ښه توګه ترسره کړي، همدا انګېزه باعث شوه چې د مسلمانو ځوانانو يو شمېر مخکښان او سرلاري د اسلامي نهضت د تأسيس لپاره عملاً اقدام وکړي.

د افغانستان اسلامي نهضت د تأسيس لپاره د دوی لومړنۍ هڅه د انجنير ګلبدين حکمتيار په ابتکار په کابل پوهنتون کې د مسلمانو ځوانانو د مخکښانو ۱۲ کسیزې جلسې رابلل وو چې د همدې جلسې په پايله کې د افغانستان اسلامي نهضت تأسيس شو.

هغو وياړلو څېرو چې په دغې پرتمينې او تاريخي جلسې کې حضور درلود او د دوی په قوي ايمان، ټينګ عزم او لوړ همت د افغانستان اسلامي نهضت تأسيس شو، دا دي:

اول: شهید استاد عبدالرحیم نیازی

دوهم: شهید انجنیر سیف الدین نصرتیار

درېم: شهید مولوي حبیب الرحمن

څلورم:  شهید استاد عبدالقادر توانا

پنځم: شهید استاد غلام رباني عطیش

شپږم: شهید استاد سید عبدالرحمن

اوم : شهید استاد گل محمد خان

اتم :شهید انجنیر حبیب الرحمن

نهم : شهید داکتر محمد عمر

لسم : شهید استاد عبدالحبيب حناني

یولسم ـ شهید استاد خواجه محفوظ منصور

دولسم: انجنیر گلبدین حکمتیار  (حفظه الله)

د نهضت لومړی رهبر شهيد استاد عبدالرحيم نیازی وو، دی د ديني او فکري وړتياوو، تقوا، پوهې او د مبارزې په ډګر کې د متين عزم لرلو له کبله د رهبرۍ لپاره انتخاب شو، د استاد نيازي له شهادت وروسته د رهبرۍ لويه تشه د انجنير حبيب الرحمن په څېر د يوه مؤمن، هدفمن، نه ستړي کېدونکي او متقي ځوان په ذريعه ډکه شوه او د نهضت د رهبرۍ دروند مسؤليت ده ته وسپارل شو.

د جلاد داود د مستبد نظام له لوري د انجنير حبيب الرحمن له شهادت وروسته انجنير ګلبدين حکمتيار د رهبر او امير په توګه وټاکل شو چې دغه لوی مسؤليت ئې تر اوسه پورې په پوره امانت او استقامت حمل کړی



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th May, 2020