تفصیل | ډیلې شهادت 

28th May, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د افغانســتان اسلامي نهضــت يو پنځوس کلن شو!

عبيد الله ساحل

2020-04-02

اسلامي نهضت د قربانۍ او رشادتونو هغه تاريخ دی، چې نېږدې نېمه پيړۍ وړاندې د روسي ښکيلاک په وړاندې تاسيس او په ډېره لنډه موده کې يې د افغان مجاهد او غيور ولس يو لوی کاروان له ځان سره تنظیم کړ.

د دغه نهضت خدايپالو لارويانو د د روسي ښکيلاک په وړاندې لمړنی قرباني ورکړه، لمړۍ فتحه او بری يې په برخه شو. د دوي د بې دريغه قربانيو په پايله کې نه يوازې د وارسا پکت مات او د کمونيزم ټغر ټول شو، بلکې د ټولې نړۍ نقشه بدله شوه، په اسلامي امت کې د جهاد هيره شوې فريضه راژوندۍ شوه او د دوي په غيږ کې د نړۍ د سترو انقلابونو سرلاري او قيادتونه وروزل شول، د عربي نړۍ پسرلي هم د همدغه نهضت په غيږ کې روزل شويو سپاهيانو وپنځول.

د اسلامي نهضت غږ د پوهنتون له انګړه پورته شو، دغه ملکوتي غږ ډېر ژر د پوهنتون له انګړه خپل يون پيل کړ، غرونه او رغونه يې تر شا پرېښودل يوازې د دې له پاره، چې خپل محکوم ولس او بې وزله اسلامي نړۍ د روان بوږنونکي حالت نه وژغوري.

د دغه نړيوال اسلامي نهضت بنسټ ايښودونکي په همدې لار کې د ريښتينې ارمان د تحقق له پاره قرباني شول، چې يوازې حکمتيار حفظه الله د دوی له ډلې لا هم د نه ستړې کيدونکې مبارزې په درشل کې ګامونه اخلي او د لوی خدای په فضل ژوندی دی.

د اسلامي نړۍ روان وضعيت او بوږنونکي حالت ته په کتو سره، له همدې ځايه په ټول اسلامي امت غږ کوو، چې د اسلامي نهضت رښتينې وارثين لا هم ستاسو د ارامۍ او ازادۍ په تکل په دغه اغزنه لار ګامونه اخلي، د دغه نهضت ريښې لا هم د هيواد پوهنتونونو کې غځيدلي او ژوندی دي، د نهضت رښتيني او اصيل بچيان اوس هم ستاسې په درد او غم نا ارامه دي.

ای بې چاره ولسه او مظلومې اسلامي نړۍ!!

ډاډ درکوو، چې ستاسې روان وضعيت او درديدلي حالت ته موږ ډېر حساس يو، تاسې سره په درد او غم کې شريک يو؛ ډاډه اوسئ چې د تيارو پسې ضرور رڼا وي او د دغه وحشتونو ګريوان به ډير ژر څيري شې، دلته اوس هم په دې امت کې داسې شازلميان شته، چې هغوي د خپلو پرهرونو په څېرلو ستاسې پرهرونه ګڼډي.

وماعلیــناالاالبلاغ



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th May, 2020