تفصیل | ډیلې شهادت 

28th May, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ازهر پوهنتون نوي افغان نسل څخه خواست او زارى..

قاضي باران

2020-04-02

خداى ته وګورئ ازهر ته په ورتګ سره ټول له خپلو زانونو څخه سلطان العلماﺀ او شيخ الإسلام او بحر العلوم مه جوړوئ.

تاسو په لومړي وختونو کې بايده د خپلې پوهې او علميت د ضعف او کمزورتيا احساس وکړئ، هڅه او کوښښ او تالاش د علم او معرفت وکړئ بشپړ حياد او تجرد سره پرته له پخوانيو عقدو او عنعناتو او فکري زولنو.

کومه علمي فضا او ازاده بحث او څيړنه او هر رقم کتاب موندنه چې تاسو ته نن ورځ مصر کې مهيا ده بل هيڅ اسلامي هيواد کې په يو پوهنتون کې هم نشته.

دغه زرين چانس همت او کوښښ غواړي، د مخالفينو کتابونه او استدلال وړاندې له موافقينو څخه وپلټى او په دقت سره يې ولولئ ترڅو د خپل او نورو د ضعف او قوت مکامن درته څرګند شي.

حقيقت سره زور او غرور او تعصب پکار نه دى بلکې په پراخه سينه منل، ناپوهي عيب نه دى خو ناپوهۍ سره ازلي عهد و پيمان د جهالت انتها او د ابوجهل يارانه ده.

له خپلو زړو ناسمو مفکورو څخه رجوع او لاس اخيستل د علم او پوهې او په علميت کې د برکت لومړۍ ګام دى.

دا خبره مو هوش چې هېڅکله زړه ته رانشي چې تاسو به تک تنها يواځې د پوهنتون په کتابونو او د اکاډمي ازهري ډاکټرانو څخه بشپر علميت ترلاسه کړى، پوهنتون د علم دروازه ده او علم کې دننه کيدل خورا بهرنۍ مطالعه غواړي په خلاص ذهن له همت سره.

مبالغه نه کوم خو په ډير اعلا تقدير سره د ازهر څخه بي سواده فارغين پېژنم او زما همدوره ملګري دوستان زما د دې خبري تصديق هم کولاى شي.

څومره اقتصادي توان لرى په خوراک او څښاک او ميلو چکرونو نه بلکې په کتابونو يې ورکړى، خپل مسلک ترڅنګ د نورو رنګارنګ کتابونو مطالعه خورا اړينه ده تاسو لپاره، کورونو ته په بيرته ورتګ سره به ستاسو يواځينى لويه سرمايه امدغه کتابونه وي او يومهال به د امدغه کتابونو ارمان کوى خو ترلاسه کولاى به يې نه شى.

خداى ته وګورئ له خپل زانونو څخه اوس د تحصيل او زدکړو پر مهال فسبوکي مفتيان مه جوړوئ ځکه څو ازهريان مې وليدل چې همداسې دي متاسفانه، فسبوک ختميدل نه لري خو ستاسو دغه د علم او کتاب حاصلولو وخت زمان به درڅخه د سترګو رپ کې والوزي بيا به يې ارمانونه کوى.

نوم او شهرت مه پلټى چې علم به خداى مکړه للاسه ورکړى، علم وپلټى نوم به مو د علم په برکت سره اسمان کې پخپله وځلېږي.

دا د يو پخواني ازهري د کلونو تجروبه او د زړه له کومې مشفقانه نصيحت دى.

خداى دې وکړي چې (اذاناً صاغية، او اذناً واعية) ومومي



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th May, 2020