تفصیل | ډیلې شهادت 

28th May, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

که يې په لوستلو پېښمانه شوئ ، تاوان مو په ما

نور احمد عايل

2020-04-02

 

باور ولرئ! چې په نړۍ کې هيڅ پېښه هم تصادفي او يو ناڅاپه نه پېښېږي د‌ هرې پېښې تر شاه ډېر لاملونه او شأن نزولونه موجود وي.

انسان مست شوی وو، له انسان څخه ځان ورک و، اسمان يې د سرپو په لوګيو او زهري غازونو تک تور کړی و، سيندونه او سمندرونه يې له کبانو خالي کړي او سمندرغاړې يې له چټليو او مرداريو ډکې کړې وې.

د دين، ډيموکراسي، بشري حقونو او بل هر نامه لپاره يې وژل کول، بنديانول يې کول ،چور و چپاول يې کاوه حتی د ښځو او ماشومانو په وژلو او ځورولو نه شرمېده.

د‌ خدای صبر هم حد لري د کايناتو زغم هم اندازه لري ، د ځمکې او اسمان ظرفيت هم يو سرحد لري.

بالاخره بايد يو څوک پيدا شوي وای چې مست، لېوني، په ځان کې ورک او مغرور انسان ته امر وکړي چې بس دی، نور بس ... ودرېږه!

او دا ماموريت يې يوه کوچني وايروس ته چې په سترګو نه لیدل کېږي ور وسپاره چې ياغي و باغي انسان رام کړه! او په خپل ځای يې کېنوه!

په ډېر ښه ډول يې ددې کوچني موجود له لارې انسان پوه کړ چې اې انسانه!!!!!

ته ډېر ضعيف يې!

ته ډېر يوازې يې!

نه ډېر ډارن يې!

ته ډېر کمزوری يې!

ټولې الوتکې ، اورګاډي او کښتۍ يې ور ودرولې.

ټوله سوداګري، د‌ ونډو بازارونه او راکړه ورکړه يې په ټپه ور ودروله

د ټولو تفريحي ځايونو، لوبغالو، هوټلونو، قمارخانو، سینماګانو، کلبونو، کافي شاپونو، بارونو او پارکونو دروازې يې پرې کولپ کړې.

ټوله ټيکنالوجي ،طبي او ساينسي پرمختيا يې د ويروس په کنترول کې له پښو ور وغورځوله.

د ابر قدرتونو رښتونی زور و ځواک او څېره يې خلکو ته ور وښودۀ ،چې ان ددې‌کوچني وايرس په مقابل کې لا څه نشي کولای.

شتمن او ميلياردران يې پوه کړل چې هر وخت او هرځای په پيسو او شتو باندې هرڅه نشئ کولای!

او بيا يې د ځمکې کرې ته يې وويل: اوس ساه واخله, اوس دې‌هوا چټله نده، اسمان ته يې وويل اوس وځلېږه! اوس خپل نيلي مخ ښکاره کړه! ستورو او سيارو ته يې وويل اوس وګډېږئ! اوس وڅرخېږئ!

حيواناتو ته يې وويل: اوس نو د ښکاريانو له وېرې پرته څرنګ چې غواړئ او چېرته چې غواړئ ژوند وکړئ!



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th May, 2020