تفصیل | ډیلې شهادت 

28th May, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

کله چې زره بيني موجودات د انسان په حال خاندي؟!

داکتر وحيد منصور

2020-04-02

دا د زره بیني ژوندیو موجوداتو ډله

د انسانانو په حال خاندي

وايي:

مغروره انسانه !

څومره لوړې دعوې دې کولې ،

* پخپلو دنګو ماڼیو ډیر نازیدلئ او د ځان لپاره مو محکمې کلاگانې گڼلې

* د ځمکې له یو کونجه مو په بل کونج کې خپل دښمن ویشتلی شو

*د یو بل ماتولو او دنیاوي جاه او جلال او جلال لاسته راوړلو لپاره مو څه ، څه نکول

* ځمکه خو لاپریږده پورته سیاري هم ستاسې له فساده په امن نشوې

او د سیارو د لاندې کولو لپاره مو یو بل سره سیالي شروع کړې وه

* خو زمونږ (زره بیني ) موجوداتو له ټولگي تر ټولو کوچني ډلې داسې سرگردانه کړئ چې آن د هوښیارانو عقلونه مو جام شول ????

* ددنیا ټول خواهشات مو هیر شول ، یو له بله تښتئ او یو هر د (نفسي - نفسي) چيغې وهئ

* هئ ، هئ انسانه!

خپل قدرت او طاقت دې وليد ،

ته څومره کمزوری يې

خو بیا هم د رب العالمين په وړاندې ستا سرکشي

او دحال په ژبه ستا د خدايي دعوه حماقت ندی نو څه دی؟!

*نو اې انسانانو خپل حد وپیژنئ !



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th May, 2020