تفصیل | ډیلې شهادت 

28th May, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د پنجابي او پاکستاني اصطلاح په لومړي ځل احمد شاه مسعود را و ويسته

شفيع اعظم

2020-04-02

 

پدغه ټاپه یې ظاهرا اسلامي حزب ځپه خو په اصل کې له ډېر تعصبه دوی هر پښتون ته د پاکستاني په سترګه کتل.

دا اصطلاح د مجاهدينو خپل منځي اختلافاتو وروسته د طالبانو خلاف وکارېده او کله چې امريکا په افغانستان يرغل وکړ، بيا د پاکستاني او پنجابي سربېره هر پښتون ته د طالب، القا عدې او ټرور يسټ اصطلاح هم کش وکړ.

متاسفانه د داکتر غني په راتګ سره د حنیف اتمر په لارښوونه ځيني پښتانه فېسبوک چلوونکي وګمارل شول او دغو پښتنو د دوه درې سوه ډالرو معاش بدل کې نورو پښتنو ته چې هغوی د حکومت سياسي منتقدين وو د پنجابي، ټالیب او دېته ورته اصطلاح کارول پېل کړل.

نظار شورا نور له پښتنو سره له نېغ تقابل شاته شوه او دغه سوټی یې پښتنو ته په لاس ورکړ چې نور پښتانه پرې و وهي.

دغه پښتانه چې اوس د ټلوالې ادبيات او برنامه پر مخ بيايي، ټلوالې لخوا ورته په ډیر سپک نظر کتل کېږي او خپل منځ کې ورته د "اوغان غول" خطاب کوي.

ملګريه دا اصطلاحات پردي دي او وخت یې دی چې پردي سوټي غورځار او يو بل ته غېږ ورکړو.

د ځوان نسل د سياسي بېدارۍ په هيله!



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th May, 2020