تفصیل | ډیلې شهادت 

28th May, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ماليې پخوانی وزير قيومي د ملت بودجې يو نيم میليارد افغانی په غير قانوني ډول انتقال کړي

زلمی زابلي

2020-04-06

دافغانستان په تاریخ کی به داثبت سی چه د وخت د مالیی وزیر( قیومی ) د جمهوری ریاست په ټاکنیز کمپاین کی دجمهوری ریاست و 91 ځانگړی کود ته دملت د بودجی یومیلیارد او اووه سوه میلیونه افغانی په کاملا غیر قانونی ډول انتقال کړی ،

چه د مالیی وزیر د سنا مجلس د شکایتونو کمیسون په استجوابیه غونډه کی د رسنیو په حضور کی هیڅ دلیل او قانونی منطق نه درلود یوازی دومره یی وویل چه ضرورت وو،

کله چه د شکایتونو کمیسون نوموړی د مالیی وزیر و لوی څارنوالی ته د عدلی قضایی تعقیب لپاره معرفی کړ ، په عاجله توگه د ملی امنیت لوی ریاست نوموړی قضیه د لوی څارنوالی څخه وغوښته او دوسیه یی حفظ کړه

موږ چه د لوی څارنوالی څخه په مکرر ډول د دوسیی د سرنوشت په هکله پوښتنه کوله ځواب یی داو چه دوسیه د ملی امنیت په لوی ریاست کی حفظ سوی ده. نور زموږ صلاحیت نسته

ایا دا قانون ایجابوی ؟؟؟

ددی ملی خیانت په هکله به یو وخت څوک پوښتنه ونکړی ؟؟

همدارنګه د وخت قاضی القضات ( سید یوسف حلیمی ) چه په قانونی ډول هیڅ صلاحیت او مسولیت نلری تر څود افغانستان بانک د ذخیری پیسو څخه د جمهور ریس ددوهم مرستیال( سرور دانش ) په امر شپاړس میلیارده افغانی حکومت ته جواز ورکړی چه مصرف یی کړی

دا په داسی حال کی ده چه دوخت جمهور ریس ( اشرف غنی ) هم په داخل د ارگ کی شتون درلود ،

هرحکومت او یا بل نوی دولت چه تشکیل سی ، دداسی غیر قانونی اقداماتو او فاسداعمالو پوښتنه به حتما د نوموړو مسولینو څخه کیږی

ددولت مال درد لری خو مرګ نلری

دا په یاد لری چه حق د خدای ج نوم دی ،. دملت حق د یتیم ،کونډی ،شهیدانو ،بی وزلو او فقیرانو حق دی چه خدای پاک د بنده تر حق هیڅ وخت نه تیریږی

اوس به په مصنوعی قدرت کی یاست خو دا قدرت آخر زوال لری

جناب جمهور ریس اشرف غنی صاحب که په واقیعت د اساسی قانون مدافع او ملاتړ کوی، پورته مستند موارد باید جدا تعقیب او ملت ته جواب ووایی

که داسی ونکړی د سنا مجلس د شکایتونو کمیسون به پورته موارد د پارلمان په شروع سره جدا د مطبوعاتو له طریقه د ملت سره شریک کړی او د سپیناوی غوښتنه به وکړی

ان شاء الله



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th May, 2020