تفصیل | ډیلې شهادت 

28th May, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د بهرنيو چارو نوی وزير او د افغانستان نوې بهرنۍ پاليسي!!!

عبد الحی قانت

2020-04-08

د حق او عدالت ګوند مشر او خارجه چارو نوي وزیر ښاغلي حنیف اتمر هغه ورځ د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې ددې وزارت ډپلوماتانو، د پارلمان وکیلانو او نورو دولتي او ملي‌ مشرانو په مخ کې خپله پرانیستې وینا واوروله. کولی شو د ښاغلي اتمر وینا په دریو برخو وویشو؛ ښاغلي اتمر له ټولو مخکې اشرف غني سره دده بیا یوځای کیدلو او حکومتي دندې ته ملاتړلو په اړه وغږید. په دې برخه کې یې هیڅ نوي‌ نه وو او مالومې سیاسي خبرې یې وکړې. ده وویل چې د شخصي ګټو پر ځای یې ملي ګټې مهمې وګڼلې او د سولې د روان بهیر د کامیابۍ لپاره یو ځل بیا د نظام برخه وګرځید. د خبرو دوهمه برخه بې د بهرنیو چارو د وزارت د کارکوونکو، ډپلوماټانو او رئییسانو د ظرفیت د لوړولو په اړه وه. ده وعده وکړه چې دی به کوښښ وکړي‌ چې د ډپلوماټانو ظرفیت بین المللی سټدنډرډ ته لوړ کړي. ددې ژمنې د نتیجه په اړه هم وړاندوینه مخکې له وخته ده چې حنیف اتمر به د شته وسایلو په شتون کې څونې وکولی شي دې کار کې کامیاب شي. د خبرو دریمه برخه چې د خبرو له ټولو ډېره مهمه او واقعي برخه وه هغه دا وه چې ده وویل په بهرنیو چارو وزارت کې ده ته ورسپارل شوې وظیفه دا ده چې د سولې په اړه دی په سیمه ایزه او بین المللی اجماع کار وکړي. اتمر صېب په دې هم قانع وو چې دا اجماع اوس مهال شتون نه لري.

دلته د سولې په اړه او په ټوله کې د افغانستان د بهرنیو چارو نوي وزیر د نوې پالیسي‌ په اړه څو فرصتونه دي چې باید له لاسه ورنکړل شي.‌

۱ افغانستان په تېرو ۱۹ کلونو کې له امریکا د او د ناټو له څو نورو غړو مملکتونو پرته سیمې او نورو نړیوالو سره احساساتي چلند کړی. زمونږ په بهرنۍ پالیسۍ کې همېش د امریکا او ملګرو ګټې یې له ملي ګټو مخکې تضمین شوي. اوس دا چې امریکا له افغانستانه اوځي‌ او طالبانو سره یې د جګړې د ختمېدلو وعده کړې، ښه موقع ده چې افغانستان نور د ناټو له چنګه خپله بهرنۍ پالیسي راوباسي او د سیمې مملکتونو سره د خپلو ملي ګټو سیاست وکړي.

۲ د پاکستان او هند په منځ کې باید داسې سیاست غوره نشي چې د افغانستان دولت پخپله دې ته مشروعیت ورکړي‌ چې دوی خپله ناولې نیابتي جګړه دلته پر مخ یوسي. افغانستان ته پکار ده چې دې دواړو مملکتونو ته ددې تضمین ورکړي چې د افغنستان خاوره به ددوی پر خلاف نه استعمالیږي.

۳ د روس، امریکا او چین په مثلث کې لکه د تېر په شان نور نه ده پکار افغانستان یواځې په امریکا تکیه وکړي. ښاغلی اشرف غني په خپله تېره دوره کې په بهرنۍ پالیسي کې دا له ټولو لویه تېروتنه وکړه خو هغه وخت ورته ددې خبرې اهمیت مالوم شو کله چې دده او امریکا ګټې سره په ټکر کې راغلی. ده په هغې وخت کې ځان داسې بندې کوڅې کې بند کړی وو چې د خلاصېدو لاره یې نه وه.

۴ پاکستان سره د اړیکو په اړه باید افغانستان له سره فکر وکړي. دا به ډېره لویه تېروتنه وي که څوک دا فکر کوي‌ چې امریکا به پاکستان سره د افغانستان په خاطر خپلې اړیکې پریږدي. کرزي، امرالله صالح او اشرف غني دا چغې ډېرې وکړې خو ټرمپ‌ په ۲۰۱۸ کې د سولې د پروسې له اعلانولو وروسته پاکستان ته یو ځل بیا د دوستۍ لاس ورکړ او له هغوی یې د سولې په پروسه مې مرسته وغوښتله. د پاکستان پوزیشن تل همداسې د بین المللی ټولنې په منځ کې قوي دی او بین المللي ټولنه نشي کولی چې یو اتومي ځواک همداسې پریږدي. بل اړخ ته د پاکستان او چین د دوستۍ او ښو اړیکو مسئله ده. زما په فکر که چېرې د حنیف اتمر په وینا واقعا حکومت د سولې په اړه سیمه ایزه اجماع غواړي او په آینده کې اراده لري چې د امریکا له چنګه راووځي‌ او چین او روسیې سره خپل روابط جوړ کړي، دا پاکستان سره له جوړې روغې پرته نا ممکنه ده. افغانستان باید پر دې فکر وکړي چې د پاکستان په شان چالاک همسایه سره څنګه ډپلوماسي وکړي تر څو خپلې ملي ګټې او د سیمې ګټې دواړه پکې خوندي وساتي.

۵ د ترکیې او افغانستان روابط بل مهم ټکی دی چې باید نوې پالیسي‌ ورته په خپله طرحه کې ځای ولري ځکه ترکیه اوسمهال مونږ لپاره یواځینۍ وسیله ده چې اروپا سره د تجارت لپاره مونږ ته لار راکوي. ترکیې سره روابط هم پرته له دې ممکن نه دي چې ترکیې ته ددې تضمین ورکړای شي چې افغانستان سره به ددوی مرسته په دې سیمه کې نورو هیوادونو سره دوی ته مشکلات نه جوړوي.

۶ کورونا اوسمهال بین المللی روابطو او بین المللی اقتصاد ته له ټولو لویه ننګونه ده او ښايي په بین المللی ټولنه کې ډېر لوی تغیر رامنځ ته کړي. لوی اقتصادونه ښایي د کورونا له امله په خپلو بودیجو کې افغانستان او ورته مملکتونو ته کومکونه بند یا ډېر را کم کړي. همدا راز امریکا ښایي ډ‌ېر ژر څه نور کومکونه هم په افغانستان بند کړي‌ چې له امله یې ممکنه ده افغانستان ډېر لوی اقتصادي بحران سره مخ شي. په دې اساس هم اوس ښه وخت دی چې د بهرنیو چارو وزارت د سولې په اړه د اجماع رامنځ ته کولو به بهانه سیمه ایزو هیوادونو او نړیوالې تولنې سره ورانې اړیکې بیرته جوړې کړي او د راروانو ننګونو په وړاندې مبارزې ته ځان چمتو کړي.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th May, 2020