تفصیل | ډیلې شهادت 

28th May, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

امريکا نور نه پاتېږي

شفيع اعظم

2020-04-08

تصميم یې نظاميان نه سياسيون نیسي او سياسيون د ټرمپ په ګډون د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته ټول ولاړ نوماندان په مطلق ډول له افغانستان نه د خروج خبرې کوي.

مانا که هر ولسمشر راځي نو په يو شي کې چې ګډ دريځ لري هغه د عسکرو وتل دي. دا وتل ځکه کوي چې د امريکا مطلق اکثريت له افغان جګړې ستړی او کور ته د خپلو سرتېرو ستنېدل غواړي.

اوس يودم د ټولو عسکرو ويستو اړوند د پمپيو خبرداری بې څه ندی.

که له سياسي جوړجاړي پرته امريکا وځي نو دا به په خوله باندې د افغان حکومت لګېدل وي. که دوی فکر کوي چې له امريکا پرته به د ولس پر مټ دې جګړې ته دوام ورکړي اشتباه کوي.

د ښار صابوني ټاميان او فېسبوکي ډوزمار د جنګ ندي او کليوال چې جنګي خلک دي دوی دا نولس کاله د ناټو او امريکا پر مټ د طا لب او القا عده په نوم دومره وژلي او بمبارد کړي چې د حکومت نوم په اورېدو یې استفراق راځي.

د جنګ هيڅ اپشن د هېچا په ګټه ندی او يواځې سوله کولای شي په خپله د حکومت، نظام او افغانستان خونديتوب تضمين کړي.

احساساتي موډ پر ځای لږ عقلاني تصميم پکار دی. بېړۍ کې ټول ګډ ناست يو او د يوه لوري ناسم اقدام ټول کاروان له ډوبېدو سره مخ کولای شي.

افغانستان د ټولو دی!



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th May, 2020