تفصیل | ډیلې شهادت 

28th May, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د الشیخ محمود الحسنات محاضره

ژباړه: اکرام واحدي

2020-04-09

دوستانو! زیری درکوم او په اللّٰه ﷻ درته درې قسمونه یادوم، چې دا وباء به ختمیږي بله لاره نشته، ځکه چې دا د اللّٰه ﷻ سنت دي چې د محمد ﷺ په امت بلاء او امتحان نه اوږدیږي او دا هم د اللّٰه ﷻ سنت دي، چې د بلاء او امتحان وخت لنډ وي، کورونا به ختمیږي بله لاره نشته.

مګر دوستانو! د اللّٰه ﷻ نوم درته درې ځلې یادوم او هیله در څخه کوم، چې د کورونا وباء له ختمیدو وروسته بیا سود ته مه ور ګرځئ!

د کورونا وباء له ختمیدو وروسته خپلې لوڼې نارینه وو سره اختلاط ته مه استوئ (کنټرول یې کړئ)!

نن مونږ سړي د سړو څخه منع کوو، چې یو له بله سره مصافحه او نیږدوالې ونکړي او انجونې همدا شان د کورونا له ویرې نارینه وو سره له نیږدیوالې ویریږي، د اللّٰه ﷻ په نوم درڅخه غوښتنه کوم، چې له کورونا وباء څخه وروسته همداسې پاتې شئ!

په زنانه وو غږ کوم، چې لطفاً همداسې پاتې شئ لکه دا اوس چې یاستئ!

خلک نن د مرګ له ویرې د وقایې او پاکوالي خیال ساتي، د خدای ﷻ لپاره له کورونا وروسته همداسې پاتې شئ!

د مساجدو لپاره شوقاً د خلکو اوښکې توی شوې، چې کله د لمونځ کوونکو پر مخ وتړل شو، خو پوه شئ چې همدا مساجد له کورونا مخکې د سهار په لمانځه کې خالي وو، نو له کورونا وروسته هم د مساجدو پسې شوقاً همداسې وژاړئ لکه نن چې ورپسې ژړیږئ!

د اللّٰه ﷻ په نوم درڅخه هیله کوم، دا اوس چې مونږ او تاسې په کوم حالت کې یو، همدا د ایمان، تقوی، خوف او ویرې حالت دی او اللّٰه ﷻ ته د نیږدې کیدو او مرګ څخه د ویرې حالت دی، له کورونا وروسته په دې حالت ثابت پاتې شئ، قسم په اللّٰه ﷻ چې دا نړۍ به په امن او خیر شي!

نن خلک یو له بله د عفوې او بخښنې غوښتنه کوي او یو بل ته پیغامونه لیږي، چې د خدای ﷻ لپاره ما ته بخښنه وکړه، خو ګورئ! کورونا به ختمه شي، خو له کورونا وروسته بیا صله رحمي مه قطع کوئ!

له کورونا وروسته بیا سود مه کوئ! ????

له کورونا وروسته خپل زاړه مور او پلار د زړو خلکو ساتنې مراکزو ته مه لیږئ! ????

د دنیا هغه لوی لوی قوتونه، اقتصادي او نظامي قوتونه چې په وسایلو او اسلحو غره وو، نن د یو وایرس چې په سترګو نه لیدل کیږي، مقابله نشي کولئ او سره د ټول ظاهري قوت او اسبابو ناکام او حیران دي.

ایا دوي به همداسې پاتې شي، لکه دا نن چې داسې ناتوانه دي؟

- د زرګونو سوریایانو د قتل هغه عاجل خبرونه څه شول؟ ????

- د غزې د زرګونو خلکو د قتل بیړنۍ خبرونه څه شول؟ ????

- څه شول هغه د یمن د زرګونو خلکو د قتل عاجل خبرونه؟ ????

- څه شول د عراقیانو د قتل عاجل خبرونه؟ ????

- ټوله دنیا د ظلم او قتل څخه لاس په سر ده. ????

 

د سوریې هغه کوچنی چې له شهادت وړاندې یې ویل: چې زه به خپل رب ته د دې ظالمانو د ظلمونو شکایت وکړم ????

نن وګورئ! ظالمې نړۍ! ته وګورئ! هغه نړۍ ته چې له یو وایروس څخه داسې په ویره کې دي!

- په دې هیله چې دوي تر قیامته همداسې په ویره کې پاتې شي!

- په دې هیله چې له کورونا وروسته په سوریه کې زمونږ په خویندو وروڼو بمونه او توغندي و نه غورځي!

- په دې هیله چې له کورونا وروسته د یمن خلک وږي نشي!

- په دې هیله چې له کورونا څخه وروسته په یمن کې هیڅ کوچنی وږی نشي!

- په دې هیله چې له کورونا وروسته بشریت همداسې پاتې شي، لکه نن چې په کوم حالت کې دی!

چیرته دي هغه هنرمندان، رقاصې او سندرغاړي چې له کورونا وړاندې به یې زمونږ سرونه په درد کول او زمونږ ماغزه به یې خوړل، چیرته دي هغوي چې سندرو او محافلو ته یې میلیونونه او له دې زیات خلک را ټولیدل، چې نن مونږ ته د کورونا دا مشکل حل کړي؟

چیرته دي هغه مشهور خلک چې ټوله نړۍ یې پیژني؟

دوي چیرته دي؟

ټول په غارونو ننوتي او پټ دي، اوس یا د یو شیخ نه دعاء غواړي، یا یو مصلح انسان ته وایي، چې تلاوت ورته وکړي او یا د یو ډاکتر نه نسخه غواړي، هغه څوک چې په عربي نړئ کې له ټولو کم معاش لري.

مونږ هغه طبیبان چې د کورونا ناروغۍ معالجه ترې غواړو، ټول مو اروپا ته لیږلي او هغوي هلته په روغتونونو کې دندې ترسره کوي.

نن د شیوخو او متدینو خلکو ارزښت وپیژندل شو، د طب ارزښت لوړ شو او فرهنګ خلکو وپیژنده.

د نړۍ هغو هیوادونو ته وایم، چې ټوله بودیجه یې په دفاعي چارو، خپلو عساکرو، اسلحو، بمونو او ټانګونو مصرفوله، نن ترې نړۍ غوښتنه کوي، چې د ټولې نړۍ مال مصرف کړئ، د ټولې نړۍ پټرول مصرف کړئ، خو د کورونا مشکل حل کړئ، د هغې وایروس نه نړۍخلاصه کړئ، چې حتی په سترګو نه لیدل کیږي!

- ای زمونږ ربه! ای زمونږ ربه! مونږ بلکل خپل زور او قدرت وپيژنده! ????

- ای زمونږ ربه! له اوه آسمانونو پورته تاته غږ کوو، تاته زارئ کوو، چې مونږ خپل زور او قدرت وپیژنده! ????

- هیڅ ځواکمن او قدرتمن نشته، مګر یو اللّٰه ﷻ ځواکمن او د قدرت څښتن دی! ????

کله چې نن اروپایانو غږ وکړ، چې په ځمکه د دې مشکل حل نشته او د دې مسئلې حل اسمان والا سره دی ????

نن یې وایئ! نن دا خبره کوئ!

له کومې ورځې چې اللّٰه ﷻ اسمانونه پیدا کړي، دا واک او قدرت د هماغه ذات سره دی، خو تاسې په خپلو کبرونو او ظلمونو کې غرق وئ!

- ای زمونږ ربه! مونږ خپل زور او قدرت وپیژنده، په مونږ دا امتحان مه اوږدوه! ????

- ای زمونږ ربه! مونږ پوهیږو، چې مونږ ډیر ضعیفان یو! ????

- ای زمونږ ربه! مونږ پوهیږو، چې مونږ فقیران یو! ????

- ای زمونږ ربه! مونږ پوهیږو، چې ته جبار یې! ????

- ای زمونږ ربه! مونږ پوهیږو، چې ته قهار یې! ????

- ای زمونږ ربه! مونږ په دې هم پوهیږو، چې ته رحمن او رحیم یې! ????

- ای زمونږ ربه! مونږ په ګناهونه مه نیسه او زمونږ په اعمالو مونږ مه رانیسه! ????

- ای زمونږ ربه! دې بلاء زمونږ په کورونو او ښارونو کې عذاب را ښکته کړئ، مونږ یې له خپلو نیږدې او خوږو دوستانو څخه جلا کړي یو! ????

- ای زمونږ ربه! په دې مبارک وخت کې مونږ تا ته سوال کوو، چې دا وباء او بلاء زمونږ له سرونو پورته کړه! ????

- ای زمونږ ربه! رمضان مه راوله، مګر چې زمونږ مساجد مونږ ته خلاص وي! ????

- ای زمونږ ربه! رمضان مه راوله، مګر چې مونږ ستا کور بیت اللّٰه ته د حج او عمرې لپاره ولاړ شو او ستا پر وړاندې خپل سرونه ټیټ کړو او د عاجزې او ضعف اقرار درته وکړو! ????

- ای ربه! زمونږ ګمان او باور دی، چې ته به مونږ مساجدو ته ورګرځوې، مونږ به مسجد نبوي ته ورګرځوې! ????

- ای زمونږ ربه! زمونږ همداسې ګمان او یقین دی، ځکه چې تا خپله فرمایلی: چې زه مې د بنده په ګمان یم او مونږ ستا په دې وعدې یقین او باور لرو، چې مونږ به په رمضان کې بیت اللّٰه ته د لمونځونو او عمرو لپاره ورځو! ????

- نو ای زمونږ ربه! دا ویره او پریشاني ختمه کړه، دا بلاء او وباء مه اوږدوه او مونږ ته زمونږ عادي او طبیعي ژوند بیرته راکړه، چېرته چې مرض، وبا، ویره او خفګان نه وي ای د رحم کوونکو ستر رحیم ذاته! ????

امین یا رب العالمین!

کاپي



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th May, 2020