تفصیل | ډیلې شهادت 

28th May, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

که کرونا ناروغۍ ته ورته اعراض او علایم ولرم نو څه باید وکړم؟

ډاکتر محبوب الله شفیق

2020-04-09

دا هغه پوښتنه ده چې په دې ورځو کې یی ډیری دوستان رانه په تیلیفون کوي. نوځکه مې وغوښتل چې دې دوستانو ته همدلته معلومات ورکړم.

محترمو ورونو او خویندو! دکرونا یا Covid19 لرونکي ناروغان د اعراض او علایمود شدت له نظره په درې کتګوریو ویشلي شو:

1. خفیف اعراض او علایمو لرونکې ناروغان: دا ناروغان هغه دي چې تبه وچ ټوخی او د ځان درد لري. کیدای شي د ستوني درد هم ولري.

2. متوسط اعراض او علایم لرونکې ناروغان: دا نارغان د تبې ټوخي، ځان دردي سردردي، ستوني درد بې اشتهایی د وجود ضعیفي، کسالت، بې حالي او نفس تنګي لري. د وخت په تیریدوی سره ناروغۍ کیدای شي ورو ورو شدید حالت ته داخل شي.

3. شدید اعراض لرونکي (وخیم) ناروغان: دې حالت ته زياتره د ډير عمر لرونکي خلک، دمزمنو ناروغيو لرونکي خلک او هغه کسان چې د وجود مقاومت يي کمزورى وي رسيږي. دا ناروغان د پورته اعراضو او علایمو سره سره شدید تنفسي مشکلات لکه شدیده نفس تنګي، د فشار ټيټوالى او د شعوري حالت خرابوالى لري. د ناروغۍ شدید حالت یوازې نژدې په ۴٪ خلکو کې مینځته راځي.

په ډیرو پرمختللو هیوادونو کې اوس د لمړيو دوه کته ګوريو ناروغانو ته د دولت لخوا توصیه داده چې کم له کمه د يوې هفتې پورې په کورکې ځان قرنطین کړي. او استراحت وکړي، زیات مایعات، ویتامین سي واخلي او نور ویتامینونو سره د تبې او درد دواګانو څخه ګټه واخلي او خپل ټول وقایوی تدابیر په جدي توګه مراعات کړي. که چيرې د ناروغۍ اعراض او علایم شدید حالت ته داخلیږي نو بیا باید ناروغ روغتون ته مراجعه وکړي چيرې چې ناروغ باید په جدي مراقبت خونه کې تر درملنې لاندې ونیول شي او د اړتیا په صورت کې ورته د مشین په واسطه میځانیکی تهویه یا تنفس ورکړل شي.

یو عمده دلیل چې ولې باید ناروغ په خفیف او متوسط حالت کې روغتون ته مراجعه ونه کړي دادی چې په دې صورت کې کیدای شي دا ناروغۍ د لارې په اوږدو کې نورو خلکو ته او همدارنګه د روغتون پرسونل ته سرایت وکړي. نو که ناروغ په خپل کور کې پاتې شي او ځان قرنطین کړي، په دې دول د ناروغۍ د سرایت کچه کميږي او ناروغۍ ژر کنترولیږي.

زموږ هیواد کې خو ډاکټران او صحی پرسونل او روغتونونه د امکاناتو د سخت کمبود او مشکلاتو سره مخ دي. دلته خو بیخي ضروري ده چې دا ناروغان باید خپل د ځان ډیر خیال وساتي او وقایوی تدابیر ډیر جدي مراعات کړي. که چیرې ورته اعراض او علایم لري نو بهتره ده چې د خپل ډاکټر سره په تیلیفون مشوره وکړي او لازمه تداوي ته په کور کې په داسې حال کې ادامه ورکړي چي د وقايي او قرنطین ټول لازم تدابیریی په نظر کې نیولي وي، که څه هم د افغانستان د خلکوټولنیز ژوند ته په کتو به دا کار لږڅه مشکل وي خوکه وشي نو ډیر بهتره او غوره دی. البته که په دې موده کې د کرونا لپاره د تست کولو سهولت ورته برابر شي نو څومره ښه!

نو ټول هغه هیوادوال چې زکام او ریزش ته ورته اعراض او علایم لري دا ورته ډیره ضروري ده چې خپل ډاکټرته د تیلیفون له لارې خپل شکایت ووایی او لازمه تداوي واخلي ، په کورکې ځان قرنطین کړي، د ماسک نه استفاده وکړي د ځان اود کور د صفایی ډیر خیال وساتي، ډیر مایعات او ویتامین سی او داسې نور سپلیمینټ واخلي.ددې اهتماماتو په کولو سره ډیری ناروغان ښه کيږي، خو که خدای مه کړه حالت یی وخیم کیږی نو بیا کیدای شي د خپل ډاکټر سره په مشوره د کرونا ناروغۍ ته مختص شوي روغتون ته مراجعه وکړي.

دداخله ناروغيو متخصص



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th May, 2020