تفصیل | ډیلې شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د مولوي صاحب فقیر الله رحمه الله یوه جالبه خاطره

سميع الله احمدزی

2020-05-27

کله چې امریکایي اشغالګر د اشغال په لومړې کال کنړ ته لاړل نو نېغ د مولوي صاحب هغې درې په لور وکوچیدل چېرته چې مولوي صاحب ژوند کولو د اسغالګرو سره افغاني ترجمنان هم ملګري و او یو شمېر نور امریکايي پلوي جهادي مشران او قومندانان هم ورسره و

د پیاده سختو مزلونو څخه وروسته د تنګو او خطرناکو درو نه ورتیر شول او د مولوي صاحب کور دته ورسیدل

تر څو معلومه کړي چې هلته د القاعده خارجي عرب،چیچین ازبک وغیره مجاهدین شته او کنه

امریکایي قومندان د مولوي صاحب سره د هغه په کور خبرې پیل کړي او شمېر پوشتنې ورڅخه وکړي

 مولوي صاحب ورته وویل دلته د القاعده پلوي خارجي جنګيالي نشته

او مونږ مه تنګوﺉ مونږ که جګړه کولای نو تاسو به تر دې ځای نه وای راغلې دلته کاڼي او بوټي هم جګړه کوي ترجمان ته یې وویل دې پلار ته دي ووایه مونږ جګړي ته مه مجبوره وای

دلته اوس هم په دې دنګو غرونو،تنګو درو او  شېلو کې د روسانو هډوکي او کوپړۍ پرتي دي لږ وخت نه و تېر شوی چې امریکایانو یې د نیولو پلان جوړ کړ

خو مولوي صاحب سنګر ته مخه کړي وه او د اشغالګرو سره یې جګړي پیل کړي

په اخیر کې به دا ووایم ای د کاﺉیناتو خالقه مولوي صاحب سره د سنګر د ملګرو یې په خپلو خاصو نعمتونو سره ونازوي د بدر او أحد د شهیدانو په صف کې راپورته کړي آمین



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020