تفصیل | ډیلې شهادت 

7th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

کرونا، محرقه، ننګرهار

نصير احمد درانی

2020-05-27

کرونا او محرقه جلا جلا ناروغۍ دي، ځنې اعراض او علایم یې مشابه اما تشخیص او تداوي یې متفاوته ده.

ـ مونږ کافي اندازه عامه پوهاوی وکړ او مننه د ولایت مقام، رسنیو، علماوو، پوهانو او ټولو هغو خلکو چې په دې برخه کې یې مرسته وکړه او خپل مسولیت یې ادا کړ خو لا تر اوسه هم داسې خلک شته چې کرونا ته عادي ګوري، کرونا د محرقې سره غلطوي او توجیهات ورته لټوي او یا داسې روغتیایې پرسونل چې د څو ګولیو د خرڅولو لپاره دا کار کوي. مونږ به د لابراتوارنو نتیجې او د هغو ډاکټرانو نسخې وڅیړو چې دا کار یې کړی وی خو خلک دې هم ځان نه غلطوي د کرونا اعراص او علایم پوره تشریح شوی او که څوک یی ولری نو باید تجرید وارد ته لاړ شي. د ټولنې د فکر، عاداتو او رواجونو بدلول سخت دی، دا مشکل مونږ په نورو برخو کې هم لرو. تر اوسه لا دا خبره شته چې ملاریا مې محرقې ته واوښته، تر اوسه لا د پولیو واکسین په اړه رنګارنګ تبصرې کیږي او ځنې خلک ندی قانع، تر اوسه لا د وینې ورکولو خلک ډاریږي. د دې ټولو لپاره پوره پوهاوی شوی دی خو د خلکو فکر او عاداتو بشپړ بدلون ندی کړی او د کرونا په اړه به هم داسې ستونزې ولرو.

ـ دا چې د قرنطین په اړه زمونږ کوششونو د خلکو د غوښتنو، شکایتونو او نه منلو په وجهه په درست شکل دوام ونکړ یا یې په درست شکل عملي نشو دا ستونزه بیا هم د ولس د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالې، غربت، بیکارۍ او همداسې افواهاتو پورې تړلې ده چې خدای مکړه د واقعاتو د زیاتوالي سبب به شي. اوس هم د خلکو څخه زمونږ هیله د فاصلې مراعت کول، صابون او ماسک استعمال او له ګڼې ګوڼې ځان ساتل دي او خلک یې باید مراعت کړي.

ـ سمپل ګیري یا نمونه اخستنه: مونږ نهایې کوشش کړی چې هر کس او هر ځای ته ځان ورسوو خو دا چې واقعات زیات شو، ټیمونه کم دي چې نور به ونیول شی او زیاتیږي او کله کله د یو سمپل اخستنې پسې زمونږ یو ټیم مکمله ورځ تیروی نو هیله ده چې د سمپل ګیرۍ بې ځایه غوښتنه ونشي. که هر څوک اعراض او علایم ولري نو لمړی دې کوشش وکړي چې تجرید وارد ته راشي که ضرورت و نو دستي یې سمپل اخستل کیږي که ضرورت نه و نو مزاحمت او فرمایش دې نه کوي. دوهم ځل هم همداسې وګڼئ.

ـ لابراتوار نتایج: لابراتوار شپه او ورځ کار کړی، څومره چې ممکن وي هغه سمپلونه ګوري او نتیجه یې په وخت شریکیږي خو دا چې سمپل ګیري زیاته ده نو حتما ځنډ په کې راځې چی دی وخت کی مونږ د زیاتو انتقادونو او غوښتنو سره مخ کیږو، نو که له یو طرفه د بې ځایه سمپلونو غوښتونکی یاست، له پلوه انتظار نشي کولي او له بله پلوه د تشویق په ځای تخریب کوی نو حتما به مونږ نا امیده کیږو.

زمونږ غوښتنه دا ده چې کله تاسې تجرید وارد ته راشئ یا سیار ټیم درشي او تاسې اعراض ولرئ او سمپل درڅخه واخلی نو داسې فکر وکړی چې مثبت یاست، باید قرنطین جدی مراقبت کړی او توصیه شوی دوا منظمه وخوری او نور روغتیایی لارښونې عملی کړي

لابراتوار کې ځنې مشکلات شته چې باید یادونه یې وکړم، اول خو د لابراتوار ظرفیت محدود دی او کله کله ټول معاینات په هماغه ورځ نشو اجرا کولی.

دوهم د لابراتوار پروسیجر سخت دی او زیات وخت نیسی نو خلک باید وارخطایې ونکړی.

دریم، کله چی سمپل اخلی څو ځلی د یو مسول څخه بل ته پری شماری یا کوډ وهل کیږی او نوم تری لری کیږی چی تر څو بیرته لمړی کس ته نه وی رسیدلی نه معلومیږی چی د چا تست مثبت او د چا منفی دی چی دی وخت کی مونږ د زیاتو تلفونونو او غوښتنو سره مخ کیږو هیله ده چې انتظار وباسئ او لارښونې عملی کړی.

کله لابراتواری مواد کمیږی یا خلاصیږی مونږ یی په وخت پیشنهادوو خو کله مرکز کی هم کمبود موجود وی. دا کار نورو ولایاتو کی هم کیږی، په ورځو او هفتو ځنې ولایاتو کې لابراتوارونه بند شوی خو خلکو مشکل درک کړی او مرسته یی کړی. همذا اوس متاسفانه د ننګرهار لابراتوار تقریبا ټول کارمندان کرونا مثبت دی، له کابله مو غوښتی چی نور کسان راولیږی او ستونزه حل شی، عام لابراتوار تکنیشنان دا پروسیجر نشی کولی نو ځکه مسله مهمه ده خو بیا هم څوک چې جوړ دی کار یی په سخته روان کړی او جریان لری.

ـ تعقیبې تستونه: تعقیبی تستونه اکثره مثبت راځی، دا یوه عامه ستونزه ده، ټول افغانستان کې ده نو که تاسی مثبت یاست، دوه هفتی مو دوا وخوړه او قرنطین مو مراعت کړ او وضعیت مو ښه و نو په حوصله سمپل ورکړی او نتیجې ته انتظار وباسي. که خپله راشئ نو دا به مو د نورو خلکو سره مرسته کړی وی.

مونږ د سیار ټیمونو د زیاتوالی، سمپل ګیری د زیاتوالی، لابراتوار ظرفیت د زیاتوالی او نورو ستونزو د حل دوامداره کوششونه کوو خو خلک باید خپلې غوښتنې هم محدودې کړی. ما څخه د داسی کسانو د تست غوښتنه هم شوی چې روغ جوړ مګر وایی چی بس یوه تسلی خو به می وشی، که چیری تستونه بازار ته راووتل نو بیا هر څوک کړلی شی خپل تست د اطمنان په خاطر وکړی خو اوس لپاره مونږ د مریضانو او اعراض لرونکو خلکو تست کوو.

دتجرید وارد کاملا تجهیز دی، پرسونل یې مسلکی دی، اکثره مریضان ښه شوی او راضی دی، د کنړ او لغمان مریضان هم مونږ سره بستر دی، نور پرسونل هم ورته نیسو، نور وسایل به هم وروړو که ضرورت شو. د پرسونل، معاش، امتیازات او نور مسایل د اصولو مطابق اجرا کیږی او هیله ده چې د ادارې په داخلي کارونو کې د مداخلی کوشش ونکړی او زم. نږ وخت په هغه څه ضایع نشی چی مونږ یی هره ورځ په غم کی یو او دوامداره کوششونه ورته کوو.

زمونږ مشکل دا دی چې مونږ سلونه سمپلونه اخستی، د هر یو پسې ټیم د امبولانس سره تللی، لابراتوار یې نتیجه ورکړی، سلو زیات کسان بستر شوی چې څه یی رخصت شوی او څه بستر دی، تکراری تستونه هم شوی، د زرو زیاتو کسانو کانتکت تریسینګ شوی، استخذام، تدارک او نور هر څه روان دی خو استثنا له بعضی کسانو نور یې په اړه څه نه وایی خو که د یو جناب یو تلفون د مصروفیت، تلفونونو زیاتوتلی له وجهی پاتی شو، د یو جناب د کورنۍ د ټولو غړو سمپل ګیری ونشوه نو بیا د کرونا داکتران، لابراتوار او هر څه ملامت دی.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

7th July, 2020