تفصیل | ډیلې شهادت 

7th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

مولانا كشاف وفات شو !

عبد البصير کاکړ

2020-05-27

مولانا قيام الدين كشاف د فاني نړي څخه سترگي پتي كړي ، مولانا كشاف د افغانستان ستر مبلغ ، جيد عالم او د افغانستان په سطحه يوه ستره علمي سرمايه وه.

د مولانا كشاف نوم سره د كوچنيوالي او د ثور كودتا نه مخكي معرفت او آشنائي مې درلوده او كله چې د خيرخاني ميني دومې برخه كې ژوند كوو نو ز مونږ كور سره د هغه كور نږدي وو ، هغه د ښاغلي حاجي صاحبزاده داودزي د يوه جومات او د اسلامي تحريك نږدي دوست ، همراز  او ملګري وو.

خداي بخښلي مولانا كشاف په اصل كې د لغمان ولايت اوسيدونكي خو د هغه زياتره برخه ژوندانه په هجرت كې او د هغه نه مخكي او وروسته په كابل كې ژوند كوو ، هغه د جمهوريت په نظام كې د راديو كابل او راديو افغانستان د سيرت نبي ﷺ او نورو اسلامي برنامو كې فعاله ونډه درلوده ، مولانا كشاف د شاهي او جمهوري نظام په چاپى مطبوعات كې لكه " پيام حق " مجله چې د هغه وخت اسلامي نشريه وه ديري اسلامي او علمي ليكني درلودي.

خداي بخښلي مولانا كشاف د جهاد په دوره كې د اتحاد اسلامي تنظيم د اجرائيه غړي او د ارشاد او دعوت كميتي مشر وو ، هغه مرحوم د مولوي فضل الهادي شينواري د وفات نه وروسته د افغانستان د اسلامي علماؤ مشر او د هغه مرحوم دغه منصب او مقام په شكل د سمبوليك او داسي كومه اجرائيوى دنډه او مسؤوليت نه درلوده

په حقيقت كې د مرحوم مولانا كشاف ژوندانه دري برخې درلودي چې د هغه لومړي او دويمه برخه د ستايلو ،  وياړ ، ښه او مثبت كارنامي او د هغه دريمه برخې ته د يو جيد او اسلامي عالم په حيث ځيني خلك ورته د شك په سترگي او تبصرې لري.

مولانا قيام الدين كشاف د شؤال په اول چې د كمكۍ اختر د لومړي ورځي سره مصادف دى په كابل كې وفات شو دا پداسي حال كې دى چې د هغه مشر زوي څو وني د مخه د كابل - جلال آباد په لاره كې ترور شو.

الله متعال دې مولانا قيام الدين كشاف مغفرت او جنت مكان كړي او د هغه مرحوم وروستني چوپتيا ، سكوت او كومې خطا گاني چې د يو ستر عالم په حيث عكس العمل نده ښودلي د خير معامله وكړي

زه د هغه مرحوم نه ښه خاطره لرم د مجاهدينو په اسلامي دولت كې كله چې د ننگرهار پوهنتون نه كابل پوهنتون انجنيرى پوهنځي ته مې تبديلي كوله نو په هغه وخت كې د عالي تحصيلاتو وزير مرحوم سيد عمر منيب وو ، نو سهار وختي سره د ترور زي مې محمد عاطف ربيع د حاجي صاحبزاده داودزي زوي د هغه كور ته ولاړو ، نو انسانيت او شفقت سره سره يو لند او مختصره ليكنه ماته راكړ او بيا زما د تبديلي يوه برخه پاي ته ورسيده

د هغه مرحوم كورني د جهاد او مجاهدينو كورني ، د اسلامي فكر خاوندان او د جهاد دور ليكوالان او مبلغينو ته تسليت او تعزيت وړاندي كوم.

 انا لله و انا اليه راجعون



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

7th July, 2020