تفصیل | ډیلې شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

وطنفروش د وطنفروش زيارت کوي

حبيب الله ابدالي

2020-05-27

پنځه کاله وروسته د رياست جمهوري انتخابات دي خو غني خيلو کمپاين اوس لا شروع کړی دی،

غني د دوه دورې رياست وروسته نور ځان نشي کانديد کولاي، مگر يو شهزاده يې اوس لا ټاکلی دی، چي دده وروسته دا چوکی غصب کړي. دا شهزاده حمدالله محب نوميږي، يو امريکايي انگرېز نوکر دی، چي غني غوندي يو بې فرهنگه، بې دينه، چاپلوس او غل انسان دی.

بله خبره دا هم ده چي د غني په مشوره محب دا گام اخلي، د ملي قاتل او د کابل د قصاب مرداري مقبرې ته ځي، چي د پښتنو خبره غر په ټر پټ کړي، د يوې خوا د نجيب گاو اصلي قاتل، ملي قاتل، ملي غدار، ماي خائن، ملي جنايتکار لوطي خبيث دوستم ته د مارشالی رتبه ورکوي او د بلي خوا د نجيب گاو د سخندرانو زړه پدې خبيث حرکت باندي گټي.

دا سياسي نابالغه د نجيب گاو د سخندرانو په خايه مالی سره د ځان د پاره کمپاين شروع کړی دی، هغه دا چي د روسي نوکر نجيب گاو مقبرې ته ځي زيارت يې کوي او ژمنه کوي چي ددې روسي نوکر وطنفروش پر مردار قبر به يو شانداره  گمبده جوړه کړي.

ددې نابالغه بې دينه محب دا کار د هغه لکونو شهيدانو په وړاندي لوي توهين او خيانت دی، د مليونو افغانان په پر زخمونو مالگه اچول دي چي د نجيب گاو په خاد کي بې رحمانه شکنجه او شهيدان سول.

خبر نه يم چي دا د پردي پرستی سياست به تر کله روان وي، چي وطنپاله ملي شخصيتونه به نه ياديږي مگر د پردو نوکران او د وطن دښمنان به ستايل کيږي. شاه شجاع هم دومره بې غېرته او بې ننگه نه وو لکه دا اوسني وطنفروشان.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020