تفصیل | ډیلې شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

عثماني خلافت کې د زنداني فراري پوځيانو آزادي!

قاضي باران

2020-05-27

د عثماني خلافت پرمهال د نظامي خدمت څخه فرار يا د تېښتې سزا اعدام وه

د شام لوى علامه او محدث امام بدر الدين الحسيني رحمه الله يوه ورځ مسجد په لور روان وو خپلو شاګردانو او تدريسي حلقې ته چې يوه بوډۍ يسوعۍ يې پښو ته ولوېده د وساطت او شفاعت خواست يې ورڅخه وکړ دار الولايه کې.

د هغې فراري ځوى ته په همدغه ورځ د اعدام سزا ورکول کيده.

امام بدر الدين الحسيني خپله لار بدله کړه له هغه غمجنې يسوعۍ بوډۍ سره مخ په دار الولايه روان شو.

کله چې د شام والي د امام حسيني په راتګ خبر شو نو بيړه يې وکړه مخې ته ورغى، امام حسيني ورڅخه د هغه يسوعي ځوان په هکله خپل وساطت او د بښنې خواست وکړ.

د شام والي ورته کړل چې زه به ستاسو په احترام سره خپل صلاحيتونه کار کړم اعدام به يې وځنډول شي اما د بښنې صلاحيت يواځې په دار الخلافه استنبول کې د خليفه عبدالحميد په لاس کې دى، هغه ته به ستاسو پيغام واستول شي او هره پرېکړه چې خليفه وکړه هماغه به پلې کړو.

امام بدر الدين ورڅخه مننه وکړه خپل مسجد او علمي درس ته ولاړ.

اونۍ دننه د سلطان عبدالحميد رحمه الله فرمان د شام والي ته ورسيد چې د علامه بدر الدين الحسيني د علمي او ديني مقام او  راتګ او شفاعت ته په احترام سره بشپړ د شام په زندان کې فراري پوځیان دې ازاد کړل شي.

هماغه وو چې د لسهاوو مسلمان ځوانانو ژوند هم وژغورل شو د يو يسوعي ځوان شفاعت او امام حسيني د ديني مقام له برکته.

خداى دې مونږ ته هم امام حسيني په څېر عالمان راکړي له داسې چارواکو او حاکمانو سره چې د علماوو درناوى او احترام يې زړونو کې ځاى ولري



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020