تفصیل | ډیلې شهادت 

7th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

آيا د مجاهدينو زامنو د خپلو آسلافو وياړلۍ حماسې تاريخ هير کړي ندي ؟؟

قاضي محمد نذير حکيم

2020-05-27

آيا د داکتر نجيب قبر ته ورتلل به د يونيم ميليون افغانانو قربانيو پورې ملنډې وهل نه وي؟؟

ايا د داکتر نجيب قبر ته ورتلل به ـ د هرات( 24000) او د کونړ کرالۍ ولسوالۍ ـ  زرګونو بى ګناه وګړو د ډله يېز قتل عام ـ سپيڅلې روحونـو آزارول نه وي؟؟

آيا د داکتر نجيب قبر ته و تلل به ـ د مرحوم حاجى صيب محمد يونس په  قربانيو او آتلوليو د بطلان خط کاږل نه وي ؟؟

آيا دداکتر نجيب د قبر جوړول به  ـ د داکتر نجيب د کلى او ولسولۍ سرک ـ مکتب او کلينيک جوړولو څخه ډير اړين او مناسب کار وي ؟؟

آيا د داکتر نجيب قبر جوړول به ـ دهغو ځوانانو د سواد او تعليم کچه لوړه کړى ، چى لوړې زده کړي يى د ژوند ستر آرمان دي ؟؟

آيا د داکتر نجيب د قبر جوړول به ـ د هغه بى وزله ولس قيمت آدا کړى چى د فقر ، لوږۍ او غربت د لاسه خپل بچيان پلوري ؟؟

او که د داکتر نجيب قبر ته  تلل ، په مفشنه توګه يى د مزار جوړول ـ د يوې متعصبې ډلګۍ زړه لاس ته راوړل دي ؟؟

زما په  نظر ـ محب صاحب  ـ د يوى متعصبي ډلګۍ د زړونو لاس ته راوړلو  پر ځاى د جګړه  ځپلى بى وزله عام ولس ـ زړونه تر لاسه  ، مينه ، عاطفه  ـ او د هغوي د معصومو زړونو تعمير او آبادولو ـ ته يې بايد  لومړيتوب ورکړى وای.

مړه په خپله مخه تللې دي ، د خداى تعالى حضور کي به د خپلو کړو حساب ضرور ورکوې د مزارونو جوړول يې لا په تکليفوي ، زمونږ او ستاسې ژوند کي هيڅ قسمه آغيز نشي راوستلاې  ، بخښنه او عذاب ورکونه دالله تعالى کار دي ـ الله دى ورسره پوه شي  ــ

کاش زمونږ نومياليو د خپل زرين  تاريخ پت ساتلې واې ، اوس به هر چا ، آصلى او جعلى آتلانو ترمنځ فرق په آسانې سره کولاي شوای.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

7th July, 2020