تفصیل | ډیلې شهادت 

7th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

غني غواړي د نجیب قبر ته د محب په تلو سره کمونستان د زنده باد نارو ته وهڅوي

نعیم شینواری

2020-05-28

ما نه غوښتل نور څه ولیکم خو په مسنجر کې ځينې خلکو د مسیجونو په رالیږلو مجبور کړم چې جواب ورکړم او ځینې خطا شوو ته نیکې مشورې هم ولرم   

د اشرف غنی د حکومت په اړه داسې ویلی شو چې د نجیب قبر ته د محب د ورتګ سره یو فکر داسې هم کیداشي چې د امریکې لخوا د غني د رټلو سره اوس د غني ډله غواړي چې د قدرت د دوام لپاره د روسې سره خپل کور د افغاني کمونستانو سره د خواښوږۍ په تمثیل جوړ کړي،  او کمونستان په خپل خوا او شاه نور هم راګڼ کړي،  خو دومره باید فکر وکړي چې روسان نور په افغاني کمونستانو او غني باور نکوي ،  روسان پدې پوه شویدي چې د افغانستان اصلي خاوندان نور خلک دي،  د اشرف غني حکومت هم د کمونستانو په شان شخصي حکومت دی چې د ملت لخوا استفراق او رد شویدی،  ملت پدې حکومت کې ونډه نلري او نه اشرف غني دا اراده لري چې ملت په حکومت کې شریک کړي،  یواځې هماغه خلک د اشرف غني تر خوا او شاه راټول دي چې د ګټو شراکت سره لري.

چا راته یوه قصه کړیوه د نجیب د ملګرو پورې رایاده شوه:

- په کوم کلي کې یوه بد معاشه پیغله انجلۍ وه د کلي په کوڅو کې به بې اختیاره ګرځیده هر ځوان ته به یې خوله وراچوله کنځلې به یې کولې او هر هلک ته به یې ویل بې ادبي دې معاف وي چې  دغه   کووم دې.

کوم ځوان ترې پوښتنه کړې وه چې ته ما په څه شي  دغه  کوې،  ته خو کوتک نلرې?

انجلۍ جواب ورکړی وو چې د لالا په   کوتک .

اوس په کمونستانو هم هماغه کانه شویده،  خپله خو یې سیاست او جنګ دواړه وبایلل اوس د لالا په کوتک خلک دغه کوي.

کله چې د طالبانو تحریک منسجم شو او شهید ملا برجان د جنګ مشر وو نو بیا به یې دا تبلغات کول،  ویل به یې چې خبر نه یاست ملا برجان کلک کمونیست دی.

اوس یې لا اوازه ګډه کړیده چې ملا عباس ستانکزی طالب نه بلکه پخوا زموږ د ډلې ملګری وو.

د نجیب قبر ته د محب د تللو سره کمونستان په جامو کې نه ځاییږي ،  اوس نو د اشرف غني او محب نظریې ته په تمه دي،  وایي چې غني خو د پخوانه د نجیب سره رابطه درلوده.

وایي بابا دې زر کلن شي چې اشرار یې سم وټکول، حال داچې ریښتیني مجاهدینو لا غني او د غني حکومت د ولس حکومت په نوم بیخي منلاي ندی غني ځان د استاد سیاف په ډله ټپله،  امرالله صالح او تادین خان ساتي،  د مجاهد په نوم د خالد نور او ادیب فهیم په جبړغه شخوند ماتوي ،  بابا او ډله یې د وارخطایۍ نه د هر ګیدړ په سوړه سر ورننباسي،  غني ته د کمونستانو په تمه کیدل هغه د لالا په کوتک خلک دغه کول دي.

د کمونستانو هرې خواته لاس اچول پدې معنی دي چې دوۍ ډیر بیکسه،  بیوسه،  او نا امیده دي،  او غواړي چې خپلو تیرو کړنو ته پرتوګ وروګنډي،  که کمونستان د مجاهدینو او طالبانو پر وړاندې خپلې کینې او نفرت ته دوام ورکړي حال یې ددې نه هم بدتریږي.

خو زما مشوره کمونستانو ته داده چې هندو ته ماما ووایۍ خو د غني د تورې په تمه کیږۍ مه،  غني غواړي د نجیب قبر ته د محب په تلو سره تاسې د زنده باد نارو ته وهڅوي.

غني موقع سره سم عمل کوي ستاسې په یاد ندي چې غني د خپل کمپاین په وخت کې ویل چې  من بحث قهرماني شهید احمد شاه مصعود و بحث قهرماني شهید عبدالعلي مزاري را بحث ملي میسازم .

هغه وخت خو یې ستاسې د خوشالۍ لپاره ونه ویل چې زه د داکتر نجیب بحث ملي بحث جوړول غواړم.

چې پخپله میړه نه یم په دنیا کې

څو به فخر په بابا کووم تر کومه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

7th July, 2020