تفصیل | ډیلې شهادت 

7th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

اروپا او ښځه ما په غرب کې ولیدل چې...

ميوند محمد جمال

2020-05-28

ښځې قصدا د سړیو په وړاندې په داسې ناز او اداګانو ګرځي لکه هغه چې د تازه غوښې کومه ټوته وي چې هر څوک یې د خپلولو او لاسته راوړلو په هڅه کې دي.

ما په غرب کې ولیدل چې ،

ښځې په داسې حالت کې ژوند کوي چې د هغوی فطري ضرورتونه هم نشي پوره کولی.

ما په ازاد او خپله خوښه غرب کې ولیدل چې،

ښځې بیا هم په دغه ټولنه کې چې هر سړی خپله خوښه کوي او هیڅوک په بل زور نشي کولی بیا هم د خپلو میړونو او ودونو څخه نا راْضه او زړه تنګي دي .

ما په پرمختللي غرب کې ولیدل چې هلته میړه د خپلو ښځو هیڅ قدر، احترام او عزت نکوي.

ما په پرمختللي او خپله خوښه واده کړل شوي پرمختللي اروپا کې ولیدل چې یوه ښځه کلونه د یو هلک یا سړي سره له واده مخکې جنسي رابطه لري او شپې سبا کوي تر څو یو بل ښه وپیژني خو چې کله ودونه وکړي بیا هم د همدې ښځې میړه دغه ښځه د بلې انجلۍ لپآره پریدي یا هم د بلې سره جنسي اړیکې نیسي.

ما په غرب کې په هرو ددو کې یو سړی یا یوه ښځه ولیدل یعنې ۵۰  سلنه چې د هغوی له بل سره یارانه یا هم جنسي اړیکې وي .

ما پخ غرب کې ولیدل چې هلته ښځه په ځان بسيا ده او د دې لپاره سهار وختي کار ته ځې او ماذیګر ستړي راځي خو چې کله ستړي ستومانه راشي د کور کارونه بیا هم کوي .

ما په رسیدلي غرب کې ولیدل چې د جنسي ځورونې د قانون د شتون او سختې پاملرنې با وجود هلته په دفترونو او کار ځایونو کې څو سلنه د جنسي ځورونې واقعات ورځ تر بلې زیاتیږي .

ما په غرب کې ولیدل چې هلته ښځې د خپل ژوند د بقا په خاطر خپله ځواني او ښایست د پیسې پیدا کولو او ژوند تیرولو لپاره قربانوي

ما په ازاد غرب کې ولیدل چې هلته ښځې هر هغه څه کولی شي چې زه یې وغواړي هغوی ته د هر هغه څه ازادي ده لکه سړیو ته چې ده هلته ښځې کولی شي نیم لوڅې یا هم لوڅې وګرځي تر څو د سړیو توجبه او پاملرنه ځان ته را واړوي.

ما په غرب کې زرګونه او لکونه داسې واقعات  ولیدل چې هلته ځوانې او وړې انجوني د وداه نه مخکې د جنسي اړیکو له امله حامله شوي وي .

ما په پرمختللې غرب کې ولیدل چې ،

هر کال په ملیونه غیر شرغي ماشومان یا هغه چې د زنا له لارې د انجونو په خیټه کې وي په ماشین غورځول کیږي.

ما په غرب کې د هغو کم عمروه انجونو جنسي اړیکې نیول هم ولیدل چې هغوی واړه عمرونه لري چې لا تر اوسه په دې هم نه بویږي چې سیکس یا جنسي اړیکې څه ؟

ما په رسیدلې او پرمختللې غرب کې ولیدل چې هلته ښځه یواځې لکه د اخستو شی دی نور هیڅ قیمت نلري.

ما په رسیدلي او د ښځو د حقوقو په علمبردار او مخکښ غرب کې ولیدل چې که یوه ښځه او سړي په یو رنګ بست او چوکۍ کار کوي نوبیا هم  د ښځو تنخوا له سړیو دوه چنده کمه ده.

ما د نر او ښځې د مساوت چغه وهونکي عرب کې ولیدل چې ،

اوس هم هلته ښځه له سړیو څو چنده تيټه او ښکته ده .

ما په غرب کې ولیدل چې،

د افغانستان او اسلامي هیوادونو په نسبت هلته د وړو انجونو ودونه تر بل هر ځایه ډير او زیات دي.

ما په عرب کې لیدل چې ....

او ما په غرب کې ولیدل چې.

د اسلامي هیوادونو پر ځای په غرب کې د ښځو وهل او ټکول تر هر بل ځای زیات دي.

زه دا نه وایم چې زموږ ټولنه مشکلات نلري یا موږ بیخي په اسلام عمل کړی او د اسلام ورکړل شوي حقوقو موږ ټول ښځو ته ورکړي، زه یواځې دا وایم چې غرب په ځای ددې چې زموږ ټولنه کې د ښځو په خقوقو خبرې وکړي بیا اول د خپلو ښځو حالت سم کړي.

زه دا نه ویام چې موږ ستونزې نلرو زه وایم چې، غرب دې زموږ د ښځو د ازادۍ او مساوات پر ځای خپلو ښځو ته د ورکړل شوې ازادۍ او مساوات دروغجنو چعو ته عملې جامه ور واعوندي او ښځه چې لا تر اوسه هلته د جیوان نه هم بدتره ده د انسانانانو په صف کې دې شمار کړي.

 موږ مشکلات لرو خو سګ شوی دې پوه شي چې پر ځای ددې چې ماته و وایې د خپلې ټولنې حالت سم کړه نو د کمنټ نه دې تېر شي او خپله خوله دې بنده کړي .



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس

استاد علی محمد حنیف   (2020-05-29 05:07:11)  
جزاکم الله خیر الجزاء حقیقت همداسی دی خو زما عریضه داده که دغه مقاله یا ددز په شان نوری همداسی مقالی په دری زبه هم ولیکل شی نو دیره به خه وی و السلام










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

7th July, 2020