تفصیل | ډیلې شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د اسلام د سپېڅلي دین ګرانو مبارزو وروڼو!

ډاکټر هاتف مختار

2020-06-24

هر هغه مبارزه چې د الله عزوجل د رضا لپاره وي تل ځلانده، سرلوړې، د قدر وړ او بریالۍ ده. هیله من یم چې دغه لیکنه په پوره دقت سره ولولئ او په ورځني ژوند کې ترې ګټه واخلئ څو د دښمن له جالونو ځان په امن کړئ.

هغه وروڼه او خویندې چې د اسلام د سپېڅلي دین، د هېواد د آزادۍ او خپلو منل شوو اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتلو او پاللو لپاره مبارزه کوي حتمأ د دکتاتورو او مستبدو نظامونو او زورواکو لخوا له حقې لارې څخه د راګرځولو او د دوی د غږ بندولو په خاطر له ستونزو سره مخ کېږي چې له لاندې څو مهمو تکتیکونو او کړنلارو چې د T یا ټ په نوم یادېږي کار اخلي. باید ټول مبارزین ورته پام وکړي:

۱- تحمیق یعنې احمق کول

حکومت غواړي چې مبارز یا مقابل اړخ په خبرو کې تېر باسي، د خپل نیږدې ملګري له لارې یا د کومې واسطې له لارې یا هم د میلمستیا او ډالۍ ورکولو له لارې او داسې نورو لارو هڅه کوي چې ورته ووایې ولې دې ځان په جنجالونو کې اچولی دی؟! موږ او تاسې غریب خلک یو، له مونږ نه داسې کړنې څه غواړي؟! یا متلونه ورته وايي چې «شوله ته بخور، پرده ته بکو!!» په داسې خبرو سره په غیرمستقیم ډول مبارز یا مخالف اړخ په تشویش او وېره کې اچوي څو له خپلې حقې مبارزې لاس واخلي او دوئ خپل هدف ته ورسېږي.

۲- تطمیع ـ یعنې د غوښتنو او خواهشاتو د پوره کولو طمع ورکول

حکومت مقابل طرف ته د معاملې کولو زمینه برابروي او له ده څخه د همکارۍ غوښتنه کوي چې په دې ډول يې په خپل جال کې راګیروي. د مثال په ډول ۱۳۶۱ هـ ش کال کې یو څو کسان چې د خاد د ظالمې ادارې غړي وو زما د سپورت کلپ ته چې تر څلور سوه زیات ورزشکاران راسره وو د کابل په ښار کې اماني لېسې ته څېرمه و، راغلل.

هغوئ هم ورزشکاران وو او پهلواني يې کوله، لمړی یې غوښتل ما تحمیق یا تېر باسي، ما ته یې وویل چې ډېر ښکلی او لوی کلپ لرې، آیا له هیواده بهر هم په سیالیو کې برخه اخلې؟ ما ویل نه صیب! بیا یې وویل چې مونږ کولی شو تاسو ته دغه زمینه برابره کړو او زیاته یې کړه چې د تورن جنرالۍ رتبه٬ پیسې او هر څه به درته برابر کړو، نور کارونه یې تاسو په خپله ترتیب کړئ! ما ورته وویل چې د دې هر څه په بدل کې تاسو له ما نه څه غواړئ؟؟

ویې ویل چې مونږ د شوروي په سفارت کې پنځه زره کسان د مجاهدینو په نوم تربیه کوو او بیا یې د مجاهدینو لیکو ته لېږو، له تا مو هیله ده چې ته هغوئ ته د مارشل آرت درس ورکړې.

ما ورته وویل چې زه خو د ورځې دولتي دنده لرم او پس له وخته دلته مصروف یم، زه وخت نه لرم. هغوئ ډېر ټینګار کاوه، ما به تکرارأ بښنه غوښته او د هغوئ وړاندیزونه مې ونه منل.

له دې نه وروسته یې زه تر سخت تعقیب لاندې ونیوم، کلپ یې را وتاړه، مجبور شوم چې له خپل ټاټوبي هجرت وکړم. ښاغلی عابدي صاحب راباندې عیني ګواه دئ.

۳- تزویر ـ یعنې جعل کاري

له دې جملې جعلي لاسلیکونه٬ جعلي اسناد جوړول٬ جعلي تصویرونه او ویډیوګانې جوړول، د دې لپاره چې مقابل اړخ پرې ووېروي، ویې ګواښي او خاموش یې کړي، دغه پدیده اوس مهال ډېره په اسانۍ او لوړه کچه ترسره کېږي. د خواله رسنیو له لارې عکسونه ویډیوګانې، فوټوشاپ شوي او یا هم حقیقي وي چې په شخصي ژوند پورې اړه لري؛ جوړوي او بیا یې نشروي. له دې لارې غواړي خپل مقابل طرف یا خاموش کړې او یا یې خپل طرفدار کړي او په خپل جرم کې یې له ځان سره شریک کړي.

۴- تخدیر ـ بې هوښه کول

لیوني کول٬ معتاد کول٬ تبلیغات او ناوړه تبصرې٬ سپکاوی، شخصیت وژنه او داسې نور... ځینې ډاکټران لمړی ناروغ بې هوښه کړي، معتاد یې کړي او بیا ترې جنسي استفاده کوي والعیاذ بالله. تاسو به لیدلي وي چې ایرانیانو ډېر افغانان چې په ایران کې یې د حکومت غوښتنې نه منلې په مختلفو ډولونو یې پوډریان کړل او افغانستان ته یې را واستول چې دلته مو د ځورېدلې ولس په اوږو یو بل دروند بار شو او یا هم په دا نیږدې ورځو کې مو ولیدل چې څنګه یې په کرونا ویروس اخته افغانان په زور او جبر افغانستان ته راوشړل چې زمونږ هیواد یې په یو لوې ناورین کې واچاوه.

۵- ترور یعنې فزیکی وژنه

په دی پړاو کې لمړی مقابل اړخ ته اختارونه ورکوي، په مرګ یې ګواښي او په پای کې یې وژني. داسې ډېرې بېلګې یې موږ تاسو روزانه وینو.

۶- تخویف: یعنې مقابل طرف وېرول او تهدیدول

په دې مرحله کې له تلیفون نه په ګټه اخیستنې له مختلفو او ناپېژاندو شمېرو زنګونه وهل٬ د تګ راتګ په لارو او کوڅو کې د ناپېژاندو وګړو لخوا تر تعقیب لاندې نیول اولادونه یې مکتب ته د تلو پر وخت په لاره کې وېرول٬ ترهول او تهدیدول او یا هم د شپې لخوا یې کور ته کاڼي وارول او داسې نورې ډارۇنکې کړنې ترسره کول شامل دي چې له دې لارې غواړي مبارز ووېروي او له خپلې مبارزې یې لاس په سر کړي او د خپلو ظالمانه کړنو حمایت او پلوۍ ته یې مجبور کړي.

دغه شپږ مهم ټکي مې ستاسو خدمت کې وړاندې کړل، د کابل مفسده اداره هم له دغو تکتیکونو کار اخلي، چې په دې سره وکولی شو د دښمن له هر دام او چل ول څخه خپل ځانونه وژغورو. الله عزوجل دې وکړي چې ګټه ترې واخلئ. د خپل ځان خیال ساتئ! الله تعالیٰ مو قربانۍ، تکلیفونه او حق مبارزه په خپل دربار کې قبوله کړه!

د الله تعالیٰ په حفظ او امان کې اوسئ!!!

و مــن الـلـه تـوفـیـق

ورور مو ډاکــټــر هــاتــف مخــتــار



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020