تفصیل | ډیلې شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د صحابه و ملیاردر شتمن، خو زاهد شخصیت!

عبد السلام ايوبي

2020-06-26

د عام الفيل څخه لس کاله روسته په مکه مکرمه کې د قريشو د (بنى زهره) خاندان کې وزېږېد، د نبى عليه السلام له ماماخیلو څخه وه.

* يو له هغه لومړنيو مسلمانانو څخه و چې د ابوبکر صدیق رضي الله عنه په لاس د بعثت په لومړى کال د هغه څخه دوه ورځې روسته د اسلام په سپېڅلي دين مشرف شو.

* يو له عشره مبشره و څخه وه.

* دعمر رضي الله عنه د له شهادت څخه روسته د راتلونکی خليفه د انتخاب د شپږکسيزي کمېټې یو مهم غړى وه.

* حبشې ته يي هم هجرت کړى وه، او بيا روسته مدينې منورې ته يي هم هجرت وکړ.

* مدينې د هجرت پرمهال د الله رسول دده او د سعد بن ربيع انصاري رضى الله عنهما ترمنځ د ورورۍ تړون ترسره کړ، سعد بن ربيع ورته سمدستي وویل زمکه به هم درسره نيمه کړم، او دوه ښځې مې دي، چې کومه دې خوښه شی، هغه به طلاقه کړم، له عدت پوره کېدو روسته ورسره نکاح وکړه، خو د عبدالرحمن بن عوف ايمانى غيرت بيا داوو چې ورته وايي : تا له دې الله اجر درکړى خو بازار راته فقط وښايه، نو د (بنو قينقاع) بازار يې ورته وښوده، لږ وخت روسته يې واده هم وکړ د (سهله) په نامه د يوې انصاريې صحابيۍ سره.

* عبدالرحمن بن عوف يو تاجرپېشه او سخي انسان وو، يو ځل يې نبي عليه السلام ته 4000 درهم راوړل، او 4000 يې ځان ته پريښودل، د الله رسول ورته وویل (بارک الله فيما أعطيت وفيما أمسكت).

له هغې روسته يې دوه ځله 40000 د سرو زرو ديناره د الله په لار کې ورکړي وو.

بل ځل يې 500 اسونه او 1500 اوښان د جهاد لپاره تيار کړل.

* د نبي عليه السلام سره په واړه غزواتو کې شريک شوى دى.

* د هجرت په شپږم کال د دې په قيادت کې يوه سريه (دومةالجندل) نومې ځاى واستوله دبنوکلب قبيلې سره د جنګ په خاطر، او ورته وې ويل : که فتحه مو وکړه، نو ددغه قبيلې د مشر دلور (تماضر) سره به نکاح وکړى، او هماغسې وشول.

* ډېر ذي رايه او هوښیار انسان وو، تل به خلفاوو ورڅخه په مهمو مسایلو کې مشوره اخيسته.

- تقريبا 65 پورې احادیث ورڅخه روايت شوى دى.

* سرمايه او شتمني يې :

* عبدالرحمن بن عوف يو تاجر، شتمن او سخي صحابى وو، پخپل ژوند کې يې تر 300 پورې وينځې او غلامان ازاد کړى وو.

د عمر رضي الله عنه په خلافت کې يې د أمهات المؤمنين د حج ټول ترتيب , مصارف او اشراف پخپله غاړه واخيست.

د هغه وخت ژوندي بدري صحابه و لپاره يې له خپل مرګ روسته د 400 دينارو د ورکولو وصيت وکړ، چې پدوي کې عثمان رضي الله عنه هم دغه مبلغ واخیست چې دا برکتى مال دى.

- د څلویښت زره(40000) دینارو په قیمت یو باغ یې خرڅ کړو، او پیسې یې ټولې ورله د بنی زهره په فقراءو او امهات المؤمنین او د مدینې په عامو فقراءو تقسیم کړې.

له مرګ څخه روسته ټوله سرمایه يې (3200000) د سرو زرو ديناره وه، چې اوس مهال ترېنه تقريبا (850) مليونه ډالر جوړيږي.

- د زهد حالت یې دا و چې ددې ټولې شتمنۍ باوجود دا سرمایه یې په لاس کې وه ، نه په زړه کې، او همدا وجه وه چې له ډېرې تواضع له امله به د خپلو غلامانو په منځ کې چا نه پېژندلو.

* شخصي ژوند يې : دعوف زو د نبي عليه السلام په ماماخیلو کې راځي.13  ښځې يې کړې وې، چې لدوى ټولو څخه يې شل زامن. او اته لوڼه زيږيدلې وې.

* د هجرت په  33  یا 32 کال د 72 کلونو په عمر د عثمان رضي الله عنه په خلافت کې وفات شو، او حضرت عثمان رضي الله عنه ورباندې جنازه هم وکړه، او په بقيع مقبره کې خاورو ته وسپارل شو.

پوهېږې چې دا څوک وو؟

د صحابه و ملياردر، د ذکاوت، زهد او سخاوت سامبول ، عبدالرحمن بن عوف رضى الله عنه، چې خپل نوم يې عبد عمرو وه، بيا نبي عليه ورله په عبدالرحمن بدل کړ.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020