تفصیل | ډیلې شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د نصرت مینې د کيمپ خاطره

وحيد منصور

2020-06-27

سهار يې راته ویل چې مازديګر ختم لرو چې بیا راشې،

عذر مې ورته وړاندې کړ،

خو هغه خپل شهید زوی رامخې ته کړ ويل دهغه ملګرتیا پاللو لپاره راشه،

 دې خبرې سره مې نور هیڅ دلیل ونشو ويلی مال ښه

مازديګر ترلمانځه وروسته يې د کور لوري ته چې د کمپ وروستي سر کې او لدوی پرته بل د هیچا کور نشته روان شوم

15- 20    دقيقې لار مې ټوله په کنډوالو کې وه خو زه د خيال او یادونو په یوې داسې نړی کې روان وم چې د هرې کنډوالې او هرې شاړې کوڅې بیلې ، بیلې خاطرې مخې ته راتللې

اوووف خدایه !

دا خو د زيبي شهید کور دی دا یو وخت د زرگونو خویندو  دقران ښوونې مدرسه وه، خو نن کنډر ده

 وړاندې ځم

پدې کوڅې څومره تللی او راغلي یو

 د هر کور نړیدلي دیوال  ځانته خاطرې لري،

 هاغه وړاندې د فلاني کور دی دلته  یوه ورځ واده وو ، هاها وه ، خنداوې وې ،

 هغه بله کوڅه کې یوه ورځ ختم ته راغلي وو څومره پاک او سپیڅلي خلک راټول وو

هئ ،هئ داخو د لوگریانو جومات دی

 دروازې ته يې قلف پروت دی ،

 داجومات یو وخت د قران ښوونې مرکز وو ،

 د حافظانو او برکاتو د راټولیدو ځای وو ،

 قاري صاحب سیدخان  به يې په منځ کې لکه د (عبدالله ابن مکتوم رضی الله عنه ) پشان ناست وو او شاوخوا به يې د قران انگازې وي.

هغه ورځې مې ذهن ته راغلې چې دې جومات کې به دحافظانو دستاربندی ته په سلگونو خلک راغلي وو ،

 جومات باندې به الهي انوار اوریدل ، د برخوالو مخونه به د خوښیو له رڼاوو ځلیدل  او کلیوال  به  په ډیر اخلاص خدمت ته ولاړ وو

د لوګریانو ساحې  وړو او زړو به راغليو میلمنو ته دغرمې ډوډی لپاره په اخلاص منډې وهلې

هغه خدمت چې قران ته دغو خامو کورونو خو پاخه ایمانونو  والاو کړی هیڅکله هم  د هیریدو ندی

وړاندې کوڅو باندې تیر شوم دلته به کلیوال په هر غم او ښادي کې سره شریک وو،

 د هر کور په دیوال پخوانې خاطرې مې  مخې ته راتلې ،

 یو ، یو کس مې ذهن ته راته  

اخلاص ، یووالی ،صمیمت او میلمه پالنه ددې خلکو  دود وو

بالاخره له شاړو او کنډر کوڅو د کلي اخر سر ته ووتم او دهدف  ځای ته ورسیدم،

 میلمانه د دسترخوان شاوخوا ناست وو ،

 ډوډی راوړل شوه،

 خو زما اشتهاء تیرو یادونه را سوځولې وه

تیرو یادونو هیڅ د ډوډی په خوند پوه نکړم،

 په بیرته راتګ کې مې بیخې لار بدله کړه

#_خدايه_څه_شول_هغه_ښکلي_ښکلي_خلک

چې چیرې  وي دغه خلک دې خدای ښاد ، اباد او اسوده لري .



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020