تفصیل | ډیلې شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

دوه سلطنتونه او یو پاچا

نصرالله کلیوال

2020-06-27

د انګلستان تخت د الیزابت تر ټولو نږدې خپلوان جیمز سټورټ ته ورکړل شو نوموړی د اعدام شوې سکاټۍ ملکې  میرې  زوی و چي د یوه سر سخت پروتسانت په توګه تربیه شوی و . هغه د سکاټلنډ شپږم ۶  جیمز و او د انګلستان لومړی جیمز شو انګلستان تل ورسره په جګړه کې و خو هیڅ وخت په دې نه و بریالی شوی چي سکاټلنډ په دایمي توګه اشغال او یا څملوي د انګلستان دې هڅو به یوازې دومره وکړل چي په یوه ویشل شوي ټولنه کې ئې سکاټۍ هیواد پالنه ئې رامنځ ته کړه .

انګلیسان هم خورا قوي هیوادپال خلک وو ، د هسپانیا او کاتولیکو ګواښونو هم همدې ته ورته پایلې درلودلې سکاټیان په انګلیسانو کې محبوب نه وو ددوي د کلتور ، لهجې او بیلې انګریزي به پیښې کیدلې او توهیندل به خو بهرنی پاچا ئې په دوه دلیلونو منلاي و .

لومړی: دا چي د تاج د مختلفو انګلیسي غوښتونکو ترمنځ د کورنۍ جګړې د پیښیدو د خطر مخه ونیول شوه .

دوهم : سلطنتونه  په هغه وخت د کورنیو د لړۍ شتمني بلل کیده حتی که به هغه بهرنی هم و.

که جیمز ته ئې میراث ورنکړل شي دا دلیل به ویل کیدو  نو بیا به د چا شتمنۍ خوندي وي؟ نو ځکه به بهرنی واکمن د منلو وړ و چي پارلیمان به غوره کړ د قانون او نظم د نفاذ وړتیا به ئې درلودله ددې لپاره چي د پاچا توله او حیثیت وساتل شي له معاصر نشنلیزم یا ملت پالنې نه ډیره لرې ده چي بهرنی واکمن ومني.

په رسمي توګه جیمز ته  د انګلستان لومړی ۱  جیمزاو د سکاټلنډ شپږم ۶  جیمز  ویل کیدل سکاټلنډ له خپل پارلیمان او د قانون له سیستم سره د یوه خپلواک سلطنت په توګه پاتې شو . دئ جیمز  په دواړو مختلفو هیوادونو کې پاچا و هغه غوښتل چي یو سلطنت جوړ کړي خو له دواړو  انګلیسانو او سکاټیانو  ولسي جرګو څخه یوه هم دا نه غوښتل.

تر ۱۷۰۷ پورې اتحاد رانغی یو وخت به د یوه پوه چیړن یا خبرو شاربونکی هغه خلک چي د یوې موضوع ډیرو وړو جزیاتو پسې ګرځي  د نوموړی پیښې کیدلې او د ټولې عیسوي نړۍ تر ټولو هوښیار احمق به بلل کیدو مګر تاریخ پوهان اوس د هغه ښه قضاوت ستاي چي په مذهبي او ملي دواړو لانجو کې ئې منځنۍ لار نیوله البته د ایرلینډ په استثنی. د هغه د کمو او زیاتو وفادارو نوابانو یوې شورا دده په نامه او دده په غیاب کې په سکاټلنډ حکومت کاو. د ژوند له کتاب څخه.

زموږ هیواد  افغانستان

زموږ او د انګلستان  تاریخ ډیرو برخو کې سره  ورته ښکاري کټ مټ همداسې کشمکشونه تاریخ کې لروافغانان هم ډیر هیوادپال خلک دي هیوادنۍ دفاع باندې له ټولو شته و تیریږي سر، مال،اولاد، کور، کلي  خو له ګټلو روسته صرف همدا ثمر لرو چي تاریخ کې ثبت شوه افغانانو چنګیز مات کړ، سکندراعظم مات کړ، درې ۳  ځله د بریتانیا د امپراتورۍ یرغلونه په شاه وتمبوله  ، د فارس ګورګین ئې مات کړ، د شوروي اتحاد سرې لښکرې ئې ماتې کړې او دا ده اوس يې د امریکا د یرغل د ماتې روستۍ شیبې هم د خپل تاریخ په اتلولیوو کې ثبتوي مګر د ولس، وطن لپاره له یوې بریا روسته هم موږ ګټه ونکړه خلک مو فقر، لوږې، بین الافغاني جګړو، د پردیو په لمسون او هغوي ته کار کولو  البته د څو ملی خاینانو یا د کوم ذلیل ټولګي په مرسته  ، مهاجرتونو لړۍ ، بې تعلیمي، د رهبرۍ نه شتون ، او محتاجي مو ورځ تر بلې زیاتیږي  خو برعکس انګلیسان چي له داخیلي کړکیچ بریالی ووتل د خلکو د ژوند هوساینې لپاره هم ډیر کار وشو .

افغانانو د شوروي اتحاد له یرغل د مخه یا د ۱۳۵۷ د ثور د کمونستي کودتا د مخه خاص ژبنۍ ستونزې نه درلودې شاید دلیل به ئې دا و چي تیرو تاریخونو کې افغان پښتنو پاچایانو خپله او د دربار ژبه ئې دري یا فارسي وه له پښتنو غیر نورو قومونو ځکه خاموشي اختیار کړې وه چي پوهیدل پاچا پښتون دی خو د حکومتوالۍ او شعر ژبه ئې دري یا فارسي ده . پښتانه په همدې راضي و چي پاچا زموږ دی که بل طرف ته وګورو څو میاشتې حبیب الله کلکاني مشهور په سقاو حکومت وکړ هیڅ یوه خبر یو فرمان پښتو نه و همدا شان استاد ربانی څو کاله ریس دولت و هیڅ یوه بیانیه، فرمان، اختریز پیغام حتی د حکومت ټول دور کې ئې رسمیاتو کې پښتو ژبه نه وه په پښتنو مشرانو کې مرحوم ملا محمدعمر همدا ستونزه شخصآ درلوده خو یو نیم والي ئې هم غیر پښتون و مګر پښتنو يې ته کوم پوهنتون کوم مکتب، کوم تعلمي خدمت هم نده کړی بغیر له دې چي پښتانه ځوانان جبرآ د جګړې کرښو ته ولیږي  طالبانو خپل حکومت کې د اربکیو سیستم درلود له کلیو خلک په زور جګړو ته بیول .

بل دلیل دا هم کیدای شي هغه وخت پښتنو ته د جګړو اکثریت برخې  بار ور له غاړې و قلم او کاغذ پاچا نه و ورکړی . بل دلیل دا هم کیدای شي هغه وخت افغانان پښتانه ، تاجکان،ازبک، ترکمن او...  هیڅ داسې جاهلانه مسایلو کې بوخت نه و لکه اوسني ځینې سرلاري افغانان .د استاد ربانی نه نیولې تر کرزی او اشرف غنی ټولو د پښتو ژبې مرګ پسې راخیستې موږ دا کیسې ډیرې واوریدې چي په پښتو لیکلې عریضه باندې ددوی واکمنۍ کې چارواکي لعنت وايي عمومي ذهنیت دولتي ادارو کې داسې ده چي پښتو وغږیږې ځینې احمقان ورته وايی سم مسلماني ګپ بزن  یعنې پښتو مه غږیږه  د افغانستان غوندې هسواد کې چي پښتانه تر نورو قومونو غټ قوم ده د دولت د کابینې وزیران د ریس جمهورانو مرستیالان ددوي د دفترونو مامورین او کارمندان نه پښتو خبرې کولاي شی او نه لیک لوست ، د پولیسو قومندانان، د وزارتونو معینان او ریسان ۸۵٪  یې نه په پښتو پوهیږي نه لیک لوست کولاي شي. تقریبآ لس کاله کیږي د ولسي جرګې ریسان د اکثریت په ژبه نه پوهیدل .

د طالبانو تحریک ته د پښتنو د استازي په حیث کتل کیږي جنرال مشرف هم همدا خبره کوله خوپداسې حال کې چي د طالبانو تحریک د پیل څخه د هغوي د توپک له شپیلۍ لومړۍ مرمۍ د پښتنو خلاف فیر کړل شوه ترهغې چي د کابل تر دروازو رسیدل له غیر پښتنو مشرانو  احمدشاه مسعود، استاد ربانی، جنرال دوستم   سره ئې ایتلاف درلود یو بل سره یې همکاري درلوده استاد ربانی کندهار ته مالي مرسته ورولیږله او جنرال دوستم د الوتکو انجنران او پرزې کندهار ته ور ولیږلې د طالبانو فعلي ترکیب ته که وګورو د شورویانو پلازمینه مسکو کې د سوله کنفرانس ته لیږلي هیت کې غیر پښتون و په بدخشان،تخار، فاریاب، جوزجان،سرپل، بلخ،بغلان کې غیر پښتانه جنګیالي او قومندانان لري په دري زبه نشرات لري نو څنګه موږ دوي تر پښتنو را محدود وګڼوو؟

د سکاټایانو او انګلیسانو غوندې موږ افغانانو هم دوه جیمزه درلودل یو د وه میاشتو ریس جمهور بل د څلور میاشتو   مجددی او رباني  مجددی ټول افغانستان کې ۵۰۰ کسان نه درلودل او ربانی ته ریاست جمهوري او دفاع وزارتونه سپارل شوي و خو زموږ جیمزیانو خبره نفاق ته کش کړه خو د انګلیس او سکاټ جیمز وحدت غوښتو دوي د کورنۍ جګړې د مخنوي په پار او وطن سره د مینې او پرمختګ په خاطر بیګانه جیمز  هم د پاچا په حیث قبول کړ خو د افغانانو سیاسي مشرانو یو بل هم و نه منل نن د سرو کافرو په منځګړتوب خبرو ته سره کیني ایا بل کوم شرم شته چي دوي وشرموي؟.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020