تفصیل | ډیلې شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

نکاح خوږه اړيکه

سيد اجمل ستايلی

2020-06-27

هن لباس لكم وأنتم لباس لهن

دا چې الله جل جلاله ښځه او خاوند د یو او بل لپاره لباس په مثل یاد کړي دا خو مو ډېر لوستي چې لباس انسان پټوي نکاح د دې باعث کیږي چې دا جوړه له بې لارۍ او اخلاقي رکود څخه وساتل شي.

 دا رابطه باعث کیږي چې انسان مفلح مومن شي.

ځکه دې رابطې کې که څوک ځان پاک وساتي یعنې ( وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ ) نو فلاح یې حتمي ده ځکه رب وایي چې په تحقیق سره دا خلک بریالي شول او د بریا تر څنګ مومن هم دی.

پاکي یې په مومنیت برهان شي،

غوښتل مې دا ووایم لباس د پټولو تر څنګ نور اړخونه هم لري.

لباس زینت دی، لباس سکون دی، لباس انسان دروند ښیي.

لباس چې څومره پاک وي په هماغه اندازه ښکلي ښکاری، دا رابطه هم چې څومره پاکه وی ښکلا یې په جانبینو او په اولاد کې یې را څرګندیږی.

دې مبارکه رابطه کې صداقت د لباس د خوشبویۍ په مانند دی کوم چې د لباس د څښتن تر څنګ نور هم ترې خوند اخلي او سکون ترې مومي.

وَمِنْ آیَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَکُم مِّنْ أَنفُسِکُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْکُنُوا إِلَیْهَا وَجَعَلَ بَیْنَکُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِی ذَلِکَ لَآیَاتٍ لِّقَوْمٍ یَتَفَکَّرُونَ.

او د الله جل جلاله له آیاتو څخه دا دی چې ستاسو لپاره یې ستاسو له جنسه جوړه پیدا کړې، تر څو تاسې د هغوی تر څنګ سکون لاسته راوړي.

او الله جل جلاله ستاسو تر منځ ( په بابت د نکاح)  مینه او رحمت واچوو، په حقیقت کې دا د الله جل جلاله د قدرت نښې او نښانې دی هغې خلکو ته چې د حقیقت موندلو لپاره فکر کوي.

سوره روم، آیه 21.

تبصره: دا آیات سراسر معجزه ده، که سړي فکر وکړي که واقعا د زوجینو یو طرف غیر له خپل جنسه وی چا ته به د منلو یا هم د سکون باعث شوی وی؟

نه کله هم نه، بلکې د سکون پر ځای به یو بار وو پر انسان.

بله معجزه یې دا ده کله چې د دوو تنو تر منځ نکاح وشي تر منځ یې مینه رب پیدا کوي او دا ټولو زوجینو څښلې ده.

او رحمت بې له دې څه کېدای شي چې طرفین یو او بل سره مني،  مینه سره کوي، دوه وجوده یو تن سره ګرځي.

درد یې یوو وي درمان یې یوو وي.

وَ هُوَ الَّذی خَلَقَ مِنَ الْمآءِ بَشَراً فَجَعَلَهُ نَسَباً وَ صِهْراً وَ کانَ رَبُّکَ قَدیراً.

او الله جل جلاله هغه ذات دی چې بشر یې له اوبو خلق کړ.

د دوی تر منځ یې خپلوي او پیوند د واده پیدا کړ.

او ستاسو خدای په هر څه قادر دی.

سوره فرقان، آیه 54

تبصره: الله جل جلاله خپل مخلوق ته خپل قدرت وړاندې کوی هغه دا چې لکه هر څه یې چې له اوبو پیدا کړی داسې ته انسان یې هم له اوبو پیدا کړی یې.

او د خپل دې خلقت د بقا لپاره یې خوږه اړیکه یعنې نکاح منځ ته راوستې تر څو هم بشر بقا پیدا کړي هم طرفین سکون ولری، او دې رابطه کې مینه اصلي رکن ووسي کوم چې خپله الله جل جلاله دا مینه د دوی په زړونو کې پیدا کوی تر څو یو او بل ته تر ځان ګران ووسي.

له دې معلومیږی چې مینه د اتصال مزی دی کوم چې نه زړښت لري نه له منځه تلل.

هُوَ الَّذی خَلَقَکُمْ مِنْ نَفْسٍ واحِدَةٍ وَ جَعَلَ مِنْها زَوْجَها لِیَسْکُنَ إِلَیْها.

تاسې ویني چې نړۍ کې هغه خلک چې د الهي قانون پیروان ندي بلکې غواړي خپله ځان ته قانون جوړ او د هغې قانون لاروي ووسي تر څو سکون لاسته راوړي خو برعکس شته سکون هم له لاسه ورکوي تر دې چې آن خپل ژوند ته د پاي ټکي اېږدي.

کله چې انسان قانون جوړوي نو نفس په کې لوی رول لري دا د نفس تقاضا ده چې انسان هر ډول جنسي اړیکې د هر چا سره وازمایي، تر څو هم یې نفس ته سکون ور بښلي وي هم یې د هوس په اور اوبه تویې شوې وي.

خو عمل کې د شخص نفساني قانون د دې باعث کیږي چې آخر دا اړیکه ورته بې معنی او بې ارزښته شي.

داسې مرحلې ته رسیږې چې نور فکر کوی دنیا کې نور خوند نشته زما ژوند عبث دی هماغه دی چې خپل ژوند خپله اخلي.

خو الهي قانون کې دې مبارکې اړېکې ته قانون وضع شوی.

د زوج تعداد، د مقاربت حدود ټول ټاکل شوي دی.

نو تاسې پورتني آیت کې ویني چې د زوج خلقت یې د تسکین لپاره بللي.

حضرت آدم علیه سلام چې خلق او روح په کې پو کړل شوه لومړی څه چې ور پسې ګرځېده هغه سکون وو.

او الله جل جلاله د آدم علیه سلام دې فطري ضرورت لپاره حوا خلق کړه.

او سکون یې حاصل شو، او واقعا سکون په ګندګۍ کې ندی بلکې په پاکه او خوږه اړيکه کې دی.

کله چې ابراهیم خلیل الله علیه سلام د حجاز ګرمو دښتو کې مزل کولو سکون یې بي بي هاجره وه، پر دې همسفر یې زړه ډاډه وو.

او هغه وه چې د دې محبوب پیامبر سره یې د الهي آزمايښتونو بار ته اوږه ورکوله.

کله چې ایوب صابر علیه سلام تر الهي آزمایښت لاندې وو، یواځني کس چې د هغې درد یې ورسره څکه هغه یې منکوحه بي بي وه.

کله چې په فخر العالمین صلی الله وسلم په لومړي ځل وحې وشوه، هغه مبارک پناه د مکې کوم مشر ته نه بلکې خپل سکون یعنې بي بي خدیجې رضی الله تعالی عنهم ته راوړه.

او ورته وویل ما پټ کړه ما پټ کړه، او هغه بي بي لومړنۍ کس وه چې پر خیرالبشر علیه سلام یې اېمان راوړ.

رسول د خدای صلی الله علیه وسلم په دې پوه وو کوم وهم چې په زړه یې ننوتي هغه فقط او فقط سکون ترې لرې کولای شي.

نو ځکه یې خپل سکون ته پناه راوړه، او سکون په خپل سکون کامل باور وو چې بې له کوم سوچه یې اېمان پرې راوړ.

او کله چې یې رحلت کولو سر یې د بي بي عایشې مور په ځنګانه اېښي وو.

الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ وَبِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ ۚ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ ۚ وَاللَّاتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ ۖ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا

نن سبا غرب کې ټول کوښښ په دې روان دی چې ثابته کړي ښځه د نارینه له مرستې او شتون پرته د ژوند ټولې چارې پر مخ وړای شي، خو خپل دې شوم ماموریت کې پاتې راغلي دی.

ځکه چې الله جل جلاله نارینه د ښځو لپاره ساتونکي او پر دوی مسلط پیدا کړي.

غربي نړۍ کې یو بل څه چې ژوند یې بې خونده او فامیلي نظام خراب کړی هغه دا دی چې ښځه او خاوند هر یو د خپل رزق پیدا کولو پسې ورک دی.

بعضې د اولاد راوړلو لپاره وخت نه پیدا کوي،  بعضې یې له لویولو څخه وهم لري ځکه مصروف وي.

بعضې نغواړي چې اولاد راوړي دلیل د بدن د ښکلا له لاسه ورکول راوړي.

نو ځکه الله جل جلاله د خپل قدیم علم په بنأ نارینه په نفقه موظف کړي.

د ښځې او اولاد نفقه په خاوند فرض ده، حتی مور کولای شي چې شیربها وغواړي له خاوند څخه.

پر ماشوم چې د دنیا هوا ولګېده رزق یې په پلار فرض شو.

بله ستونزه غرب کې د اعتماد نه شتون دی، زوجین پر یو او بل اعتماد نلري.

مومنې ښځې صالح ښځې دی کوم چې له خپل خاوند څخه مطیع او فرمان وړونکې دی او د خاوند په غیابت کې د هغې د مال او اولاد محافظینې وي.

خاوند په ډاډه زړه له کوره بهر وځي داسې لکه یو غر یې چې تر شا پرېښي وي.

د خاوند خدمت هم کوي، خاوند چې څومره هم ستړی له بهر راشي چې خواړه تیار، کور او بچیان پاک وویني نو ټوله ستړیا یې ورکه شي.

بلخوا ستا مینه هغه څه دی چې ستا د زوجې ستړیا له منځه وړي.

ستا یوه خالي مسکا دا کار کولای شي چې ستا د ژوند ملګرې سکون او آرام حاصل کړي.

که دا خوږه اړيکه نوی د بشري نظام تداوم ناممکن وو، خور او مور به نوو.

حیواني فضا به په انسانیت حاکمه وه، بشریت به په خطره کې وو.

النكاح سنتي فمن رغب عن سنتي فليس مني.

د دې خوږې اړېکې اهمیت تاسې له پورتني حدیث څخه درک کولای شي، چې رحمة اللعالمین صلی الله علیه وسلم نکاح له خپلو سنتو بولي او هغه چې له دې سنت څخه مخ اړوي له ځانه جلا بولي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020