تفصیل | ډیلې شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ژوند په بریتانیا کې - ایرلنډ: بغاوت او د سکاټي او انګلیسي کډوالو ځاي په ځاي کول

نصرالله کلیوال

2020-06-29

د ایرلنډ لوی اکثریت کاتولیکان وو ، پارلیمان ئې درلود خو کاتولیکان ترې یو مخ ایستل شوي وو . انګلستان د لومړی ځل لپاره د نورمانیانو  نورمن   په وخت کې په ۱۱۷۰ کې د ایرلنډ نیول پیل کړل خو په راتلونکو څلور سوه  ۴۰۰  کلونو کې انګلستان یواځې د ایرلنډ د محدودو ساحو په محفوظه نیونه بریالی شو.

د پخوانیو انګلیسي اشغالوونکو اولاد تر تر شپاړسمې۱۶ پیړۍ پورې هلته ودونه وکړل ،د ایرلنډ دودونه ئې غوره کړل په سیلټي ژبه ، ګایلیک ئې خبرې کولې او انګلیسي ئې لومړنۍ ژبه نه هغوي کاتولیکان پاتې شول تر هغې روسته چي پراخ پاڅون ئې په ۱۵۹۸ کې ناکام شو دودیز مشران يې فرانسې، ایټالیا او هسپانیه ته وتښتیدل . پاچا جیمز پریکړه وکړه چي په ایرلنډ کې د سکاټي او انګلیسي کډوالو د ځاي پر ځاي کولو یا  کالونۍ کولو یا پنډغالي  سیاست په زور عملي کړي نه يواځې دا چي په کاتولیکو کلیوالو حکومت وکړي بلکې د هغوي ځاي ونیسي.

انګلستان د ایرلنډ د ایلولو لګښت ځوراو خو دا ئې ستراتیژیکې ګټې او دلچسپي وه چي په شپاړسمه ۱۶  پیړۍ کې هسپانیه او د اولسمې  ۱۷  پیړۍ په پاي او ټوله اتلسمه ۱۸  پیړۍ کې فرانسه د باندې وساتي .د لندن تجارتي کمپنیو ته هغه ځمکې ورکړلاي شوې چي له کاتولیکو مقومت کونکو څخه نیول شوې وې پروتستان میشتیدونکي ورتوي شول زیاتره ئې د سکاټلنډ له جنوب څخه وو دا هماغه وخت هم اخ او ډب او کړاؤ و او د راتلونکي لپاره هم.

ځاي په ځاي شوي تقریبآ ټول کوچني کروندګر وو سخت زیارکښ خلک و خپلواک نظره خلک وو ، د مرکزي حکومت په وړاندې ئې مقاومت کاؤ او له کاتولیکانو ویریدل د پلانټیشن یعنې   د کډوالو د ځاي په ځاي کول په ایرلنډ کې   اصطلاح په راتلونکو لسیزو کې د شمالي امریکا د کارولینا په ویرجینیا کې هم استعمال شوه.

Protestant=د عیسوي کلیسا هغه وګړو ته ویل کیږي چي د روم او ایټالیا له کاتولیکې کلیسا جدا شول ویل کیږي ددوي تعداد په عیسوي مذهبو کې له اته سوه میلونه تر یو ملیارد د نړۍ به سطحه رسیږي د لوستونکو د ښه بوهیدو لپاره باید ولیکم لکه مسلمانان چي په حنفي،مالکي،حنبلي،شافعي او نورو مذهبي برخو ویشلي دي.

Romans = د ایټالیا مرکز روم سره تړاو لري او په عامه ډول د روم د امپراتورۍ خلک او جنګیالي دوي اروپا، افریقا ، اسیا کې ډیرې سیمې نیولې وې.

د افغانستان د حکومتونو او سیاستوالو ستراتیژیکې ګټې هیڅ شتون نلري د جمهوریت لومړی دیکتاتور ریس جمهور ښاغلی داود خان چي د خپلې کورنۍ په شاهي نظام  ئې د افغان کمونستانو په ملاتړ کودتا وکړه بغیر له ټولپوښتنې او انتخاباتو ئې خپل ځان  د جمهوریت ولسمشر اعلان کړ خپل وخت کې ئې یو د پنځو  ۵  کلونو د ابادۍ  یا ماسټر پلان نقشه اعلان کړې وه اوس تقریبآ ۵۰  کاله کیږي ټول افغانان همدا وایوو د داود خان پنځه کلن ماسټر پلان  . زموږ هیواد کې چي تر هر نوم او شعار لاندې ډله جوه شوې تشکیل او ډیزاین ئې د کوم پردي هیواد د استخباراتو په لابراتوار کې تصفیه شي تمرکز ئې پدې وي چي څنګه بل سیاسي مخالف ووژنو، څنګه پوسته، کلی او د سړک یوه برخه تر واک لاندې راولو .

 همدا مو د اسلامي تحریکونو او غیر اسلامي ډلو ماسټر پلانونه وو او د انګلستان د سیاستوالو ماسټر پلان د درې  ۳  پیړیو لپاره وي یعنې راتلونکي څلور نسلونه هم باید په هغې بوخت و اوسي ښه مثال د هسپانیه او فرانس په ارتباط د ژوند په بریتانیا کې کتاب کې د انګلستان اوږدمهاله ستراتیژی ده بل مثال  ئې د هندوستان له ویش روسته د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر کشاله ده همدا شان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ لاین کشاله ، د عربو لپاره د فلسطین کشاله او داسې نور مثالونه د یادولو وړدي.

کوم افغانان چي بهرنیو هیوادونو کې زیږدلي یا کوچنیتوب کې ورغلي هغوي غوټ اکثریت خپله ژبه او کلتور له لاسه ورکړی له پلرني او مورني هیواد سره وفآ او مینه ئې هم خورا ډیره لږ وي ښه مثال ئې د هغو افغانانو دئ کوم چي کوچني یا د زیږیدو او یا د ځوانۍ له مهاله غرب کې را لوي شول او په افغانستان د امریکا د نظامي یرغل سره سم د یوې نامقدسې پروژوې له مخې هلته ریس جمهوران، وزیران، والیان ، قراردادیان، ریسان د بشري حقوقو کاذب مدعیان او هره بلا چي شول هغوي خپله  هم نه پوهیدل خو بهرنيان يې هم ډیرو غیر کلتوري او غیر مذهبي کړنو ته وهڅول دوي بهرنیو هیوادونو کې ځان ته او کورنیو ته  قصرونه، تجارتونه، اخري ماډل موټران خریداري کړل د راتلونکي ژوند د هوساینې په پار ئې د پیسو او سرمایې ذخیرې جوړې کړې خو د جګړو او مالی فساد بیه ددوي غربی یاران هیوادونه  او د افغانستان عام معصوم ولس پریکوي دا اجیر شوي مامورین د خپلو خلکو په ژبه او کلتور نه پوهیږي خو د امریکا او اروپا سیاستوالو او حکومتونو پرې باور کړی او د وقعیتونو برخلاف ئې په افغان ولس تپلي دي ډیر عجیب حالت ؟.

 دا داسې مثال ورکوي لکه د انګلستان او امریکا د حکومتونو دولتي چارې چي کوم پښتون، تاجیک یا ازبک ته وسپارې او نه په انګلیسي پوهیږي نه د انګلستان ، اروپا او امریکا له کلتور څخه خبر وي نه ئې له تاریخ خبر وي او یا په بل عبارت کوڼ ، ګونګ او ړوند ته حکومت وسپارې خپل مالي، نظامي، تبلیغاتي او سیاسي ملاتړ دې هم خدمت کې ورکړې او ورته ووایې چي په روغو انسانانو حکومت کوه بالاخره نه هغه بینا ملت د ځان تابع کړي نه خپلو بهرنیو حامیانو ته د خپلو تاوانونو بدل کې کومه ګټه ورسوي . په ټول غرب کې دا قوانین دي چي ته باید د هغو هیوادونو ژبه ، قانون او کلتور سره ځان بلد کړې چې پکې ژوند کوې بیا درته عادي دولتي وظیفه درکول کیږي خو په افغانستان ئې داسې جنایتکاران وتپل چي نن يې دوي غربیان  او موږ افغان ولس ئې ستر قیمت پریکوو.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020