تفصیل | ډیلې شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

طیب اردوعان دې خپلو شرميدلو سره پرتله کړئ

را ليږونکی: خالد حقپال

2020-06-29

د خپل حکومت په دوره کې طیب اردوعان ترکیې ته څه ورکړل چې بار بار ټاکنې ګټي؟

کله چې۲۴  کاله دمخه اردوعان د استانبول ښاروال شو هغه وخت دا ښار د جرمونو مرکز و خو په لنډه موده کې یې دا ښار د هر ډول جرمونو او جنایتونو پاک کړ.

ترکیه د آئی ایم ایف  ۲۳.۵ ميليارده ډالره پوره وړې وه، دا ټول پور صفر شو او د ترکیې حکومت آئی ایم ایف ته د پور ورکولو وړاندیز وکړ.

په تعلیمي سیسټم کې یې اصلاحات راوستل، نتيجتاً په هغو ښوونځيو کې چې د زده کوونکو شمیره ۶۵ زره وه، ۸ سوه زره ته ورسيد. د پوهنتونونو شمیر یې په عمومي ډول د ۹۸ څخه تر ۱۹۰ پورې لوړ شو.  

د  ترکیې ټولو خلکو ته شین کارت ورکړل شو، له دې سره ترکان په هرروغتون کې  وړیا علاج ترلاسه کوي.    

په ۱۲ کالو کې د هوایې میدانونو شمیر له ۲۶ څخه تر ۵۰  لوړ شو.

صرف  ۲۰۰۲  نه تر ۲۰۱۱ کلونو پورې  په ترکیه کې  ۱۳۵۰۰ کیلومتره اوږده سړکونه جوړ شوي.  

په ۲۰۰۹ کې په ترکیه کې تیز رفتار ریل ګاډي روان شول او تر ۱۰۷۶ کیلو متره اوږدې نوې پټلۍ جوړې شوې.  

د زده کړې بودجه د ۷.۵ ملیارده  لیره څخه ۳۴ ملیارده لیره ته لوړه شوه.  

د اوبو، بریښنا او ګازو په بیلونو کې د پام وړ کمښت راغې.

ترکش ایرلائن د اروپا ترټولو غوره او د نړۍ  اووم  لوي ایرلائن په توګه وپیژندل شو.  

ترکیه په اقتصادي لحاظ د نړئ ۱۱۱ نمبر هیواد و چې  اوس ۱۶ نمبر ده چې دې سره تركيه د لومړي ځل لپاره د پیاوړي اقتصاد لرونکي هیوادونو جي-۲۰ ګروپ کې شامله شوه.     

اول د یو عام ترک کلنۍ عواید ۳۵۰۰ ډالره وه خو اوس دا عاید ۱۱۰۰۰ ډالرو ته لوړ شوی دی.     

د ترکیې د اقتصادي پیاوړتیا له وجې د خلکو معاشاتو ۳۰۰ فیصده زیاتوالی موندلی دی    

نړیوال بانک ترکیې ته پور ورکړی و چې دا ټول پور هم صفر شو او اوس ترکیې نړیوال بانک ته ۵ ملیارده ډالر پور ورکړې، د دې تر څنګ د ترکیې  خزانې کې ۱۰۰ ملیارده ډالر ساتل شوي دي     

په لسو کلونو کې، اردوعان حکومت په ټول هیواد کې دوه ملیارده او ۷۷ کروړه ونې کښت کړي دي  

حکومت امر صادر کړ چې پوهنتون او د ښوونځي زده کړې به وړیا وي او ټول لګښتونه به حکومت پرېکوي.

د ترکیې حکومت د عصري ټیکنالوژۍ د څیړنو لپاره ۳۵ زره لابراتوارونه جوړکړې دي، تركيه هدف لري چې د ۲۰۲۳ م كال تر پايه به ۳ ميليونه څيړونكي چمتو شي، ترڅو په هيواد كې د څیړنو نوې دروازې پرانستل شي.  



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020