تفصیل | ډیلې شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د محترم حکمتيار د نن ورځې مطبوعاتي غونډې مهمې خبرې:

ډيلي شهادت

2020-06-29

بسم اللّٰه تعالى و به نستعين

خبريالانو او د دې ناستي گډون والو ته له سلام وروسته ښه راغلاست وايم او مننه ترې كوم.

په دې حساسو شرائطو كي چي ملت مو له يوې خوا د تحميلي جگړي له نوې څپې سره مخ شوى، ترور، ناامني، فقر، بېكاري، په دولتي اداراتو كي پراخ او بې سارى فساد او غارت اوج ته رسېدلي؛ له بلي خوا د كورونا ويروس هره ورځ زموږ له مظلوم او جنگځپلي ملت په سلگونو قرباني اخلي؛ د ناكاره او بېمار حكومت چارواكي؛ نه يوازي د پېښو له مهارولو او د مصيبتونو له مقابلې عاجز او ناتوان دي؛ بلكي هغه انساني مرستي هم په دواړو لاسونو لوټي چي نور هېوادونه ئې له مصيبت ځپلو افغانانو سره كوي.

موږ نن او يو ځل بيا؛ او له دې دردوونكي وضعيت د هېواد او ملت ژغورني لپاره؛ د ولس په څنگ كي ودرېږو او د ايماني مسئوليتونو د اداء كولو لپاره ملاتړو؛ او په واضح او قاطع الفاظو اعلانوو:    

اكثريت افغانان په دې اړه متفق دي چي هېواد مو له حساس پړاو تېرېږي، جگړه تشديد شوې، د امريكا او طالبانو ترمنځ مصالحه او معاهده د دې پر ځاى چي د جگړو او ناامنيو د تخفيف باعث شي؛ د جگړي لمن ئې د توقع او انتظار خلاف لازياته پراخه كړه، ناامني زياته شوه، د هدفي ترورونو لړۍ تسريع او تشديد شوه، د مهمو جهادي او سياسي شخصيتونو، نومياليو علماوو او امامانو ترور او په جوماتونو او ديني مراكزو او محافلو كي انفجارات زيات شول، له معاهدې وروسته په زرگونو عام افغانان او په لسگونو مهم او نوميالي شخصيتونه ترور شوي، په تېرو دوو كلونو كي نږدې 1100 مطرح شخصيتونه ترور شوي. په همدې مياشت كي د شهيد استاد اياز نيازي، شهيد مولوي مفلح، شهيد مدير محمد شريف عدالتيار؛ له خپلي مېرمني، زوى او لمسي سره شهيدان شوي، په نوميالي جهادي شخصيت آمر صاحب حفيظ الله او زوى ئې دوه ورځي وړاندي بريد وشو چي دى ټپي او زوى ئې شهيد شو. دا هغه شخصيتونه دي چي سيال ئې نه په دولت كي موندلى شو او نه د دولت په وسله والو مخالفينو كي.

د فساد او فحشاء مراكز خوندي دي، خو جوماتونه ناامنه، د فساد او فحشاء عاملين مصون دي خو علماء، جهادي، سياسي او فرهنگي شخصيتونه او قومي مشران تر گواښونو او تهديدونو لاندي!!

په دې ترورونو كي د چا لاس دئ، ولي د كابل په تر ټولو امن ساحه او د ارگ شاوخوا كي هم د پر له پسې ترورونو او انفجاراتو شاهد يو؟ كه د بهرنيو ځواكونو په شتون كي؛ د جنگ د دوو فعالو لوريو ترمنځ له مصالحې وروسته؛ د دې بد امنيتي وضعيت شاهد يو؛ او حكومت نه يوازي د وضعيت له مهارولو عاجز دئ، بلكي تورن دئ چي په خپله په دې ترورونو كي لاس لري، دا ځكه چي ډېرى ترورونه د حكومت تر سلطې لاندي سيمو كي ترسره كېږي، نو د بهرنيو ځواكونو له بشپړ وتلو وروسته به وضعيت څنگه وي؟

افغانان په دې كي هم شك نه لري چي بهرني ځواكونه به حتماً او حتى له اعلان شوې نېټې وړاندي له افغانستان وځي، له وتلو پرته بل انتخاب نه لري. ناټو او په رأس كي ئې امريكا په ټولو هغو جنگونو كي كلكه ماته خوړلې چي د شوروي اتحاد له زوال وروسته ئې په ټولي نړۍ؛ مخصوصاً اسلامي هېوادو كي پيل كړه؛ له سختي ماتي سره مخامخ شوي، د خپلي جنگي سټراټېژي هيڅ هدف ئې نه دئ ترلاسه كړى،

ملت او په سر كي ئې علماوو ته سپارښتنه لرم چي متحد شئ، د يوه دريېم مستقل محور ملتيا وكړئ، خپل هېواد په خپله وژغورئ، راتلونكي نسلونو ته له جگړو فارغ، آزاد او اسلامي افغانستان په ميراث پرېږدئ، كه دا كار ونه كړئ نو همداسي به ستاسو مشران او علماء هم؛ په جومات او جوماتونو ته د تگ راتگ په لارو كي ترور كېږي، په كليو او كورنو به د شپنيو عملياتو او رتاكټي بريدونو په ترڅ كي وژل كېږئ، خو كه پر اللّٰه تعالى توكل وكړئ، د همت ملا وتړئ او د وضعيت بدلولو لپاره پاڅئ نو د شوروي د ماتي تجربه به بيا ستاسو په لاس تكرار شي

چارواكو ته څو سپارښتني لرم:

د جنگ پر دوام له مزيد اصرار ډډه وكړئ، د جنگ شعارونه مه وركوئ، د سولي له مخالفت لاس واخلئ، له داسي اظهاراتو او اقداماتو ډډه وكړئ چي د سولي په وړاندي خنډ او د جگړي د تشديد باعث دي.

داسي شرائط مه وضع كوئ چي سوله له خنډ او ځنډ سره مخامخ كوي

امنيتي ځواكونه د سياسي اغراضو لپاره مه كاروئ

هغوى ته په خلاص لاس د افغانانو د وژلو مجوز مه وركوئ، امنيتي ځواكونه له هېواد او ملت د دفاع دنده لري نه له خپل ولس سره جنگېدل.

دا فرمانونه مه صادروئ چي امنيتي ځواكونه هر هغه څوك وژلى او په نښه كولى شي چي د دوى په امر توقف ونه كړي، داسي فرمانونه او په خلاص لاس د قتلونو مجوز صادرول وحشتونه زېږوي، دا د كمونستانو د هغې خونړۍ او ناكامي تجربې تكرار دئ چي مشرانو ئې ورته ويل: ستاسو مخالفين اشرار دي، لنډۍ لټكي ته ورته دي، هر ځاى چي ئې مومئ سر ئې غوڅ كړئ!!

هغو سياسي گوندونو او اغېزمنو شخصيتونو ته چي له دې دردوونكي وضعيت د هېواد ژغورنه غواړي، د مثبت او رغنده تغيير غوښتونكي دي، له افتخاراتو د ډك كار كولو همت او شهامت لري... دا سپارښتنه لرم چي راشئ يو درېيم مستقل محور رامنځته كړو، ملت شمول محور، نه د شخص پر محور جوړ شوى او نه د كوم حزب او قوم پر بنسټ، د اهدافو او ارزښتونو پر بنسټ جوړ شوى محور، فقط همداسي يو محور كولى شي هېواد له دې حالت وژغوري.

د اقتدار د وېش پر بنسټ جوړ شوي ائتلافونه او ائتلافي حكومتونه تل او په هر هېواد كي ناكام ول او بدي پايلي ئې درلودلې. د كابل له ائتلافي حكومت هم د خير طمع بې ځايه طمع ده. دوى د گډ كار ظرفيت او وړتيا نه لري.

په دې ورځو كي چي د بل مصالحتي حكومت جوړېدو احتمال باندي بحثونه روان دي؛ ځيني د ډاكټر نجيب د استعفاء يادونه كوي او هغه يوه ستره اشتباه گڼي!!

حال دا چي كه ډاكټر نجيب په خپل ټول ژوند كي يو سم كار كړى وي نو هغه فقط دا دئ چي د جگړي پاى ته رسولو لپاره ئې له مخالفينو سره د روغي جوړي لار غوره كړه او چمتو شي چي قدرت يوه بې طرف او ټولو لوريو ته د منلو وړ حكومت ته انتقال شي. ملگرو ئې ورسره مخالفت وكړ او د ده په ضد ئې كودتا وكړه.

د ډاكټر نجيب اصلي او ستره اشتباه چي د ده په ضد په كودتا منتج شوه؛ د ملېشې ځواكونه دجوړول او هغوى ته دا وينا وه چي سر ئې زما او مال ئې ستا!! هغه مليشې چي په گلم جم مشهوره شوې، دا نوم ولس وركړ؛ ځكه دوى چي به پر كومي سيمي بريد وكړ نو د خلكو تر پښو لاندي زاړه گلمونه به ئې هم ترې لوټل.

ډاكټر نجيب د همدغو په لاس له هغه دردناك برخليك سره مخامخ شو!! اصلي قاتلان ئې همدا دوى ول، متأسفانه ځيني نن د همدغي تجربې د تكرار شوقونه كوي!!!

د اوسني حكومت په اړه زموږ دريځ دا دئ: تر هغه چي داكتر محمد اشرف غنى؛ د هغه شخص په توگه چي له حزب اسلامي سره ئې د سولي تړون امضاء كړى او ملت و دنيا ئې پرې گواه او شاهد نيولي، دى او حكومت ئې؛ پر خپلو ټولو ژمنو( د زندانيانو له خوشي كولو، د مجاهدينو تر ادغام، د مهاجرينو سكان، د حزب اسلامي د كوادر تر جذب پوري د معاهدې پر بند بند عمل نه وي كړى؛ موږ د دې حكومت تر مديريت او زعامت لاندي په هيڅ كار كي شركت ونه كړو.

د سولي په اړه مو دريځ دا دئ چي په مذاكراتو كي يوازي هغه مهال شركت كوو چي:

1. حزب اسلامي د رسمي سياسي اپوزيسيون په توگه ومنل شي.

2. د سولي عالي شورى په هغو څلورو مطرح لوريو شامل وي چي ټول سياسي گوندونه او مدني او اجتماعي ټولي تمثيلوي، (درې انتخاباتي ټيمونه او د مخكني جمهور رئيس پر محور راغونډ شوي شخصيتونه).

3. همدا شورى به د سولي اړوند ټولو مسائلو په اړه د هري پرېكړي وروستۍ مرجع وي. د سولي طرح جوړول، د مذاكراتو د بهير مديريت، مذاكرې هيئت تعيينول، د دې لوري اصلي غوښتني مشخص كول او د مقابل لوري د غوښتنو په اړه تصميم نيول به فقط د همدې شورى دنده او صلاحيت وي؛ هيڅوك به ئې د شخصي شرائطو وضع كولو او د شورى د پرېكړو ويټو كولو حق نه لري.

4. كه حكومت د سولي په اړه داسي شرائط وضع كوي چي د مصالحتي حكومت له جوړېدو سره توافق نه كوي؛ نو زموږ له نظره دا شرط د سولي په وړاندي اصلي خنډ دئ او په داسي مذاكراتو كي شركت يو بېهوده او عبث كار، موږ ترې ډډه كوو

5. مذاكرات بايد په بشپړه توگه او محضاً بين الافغاني وي او هيڅ خارجي لورى بايد په هغه كي د وسيط، ناظر او منځگړي په توگه شركت ونه كړي.  

موږ د دولت عالي شورى جوړول يو مبرم ضرورت گنو، نن مو هېواد د تصميم نيوني له داسي معتبري مرجع محروم دئ چي پرېكړي ئې د ملت د اكثريت رأيه تمثيل كړي، سياسي اجماع ئې تر شا وي، د يوه فرد اوز او لوري په انحصار كي نه وي، دا شورى بايد په ټولو مهمو ملي مسائلو كي د پرېكړي وروستۍ مقتدر مرجع وي، نه فقط يوه شكلي مشاورتى شورى، په دې شورى كي د حزب اسلامى شركت په دې پوري مربوط دئ چي:

1. حزب اسلامى د حكومت د سياسي اپوزيسيون په توگه وبلل شي.

2. دا شورى به په ټولو مهمو ملي مسائلو؛ لكه جنگ، صلح، كورني او بهرني سياستونه، د بهرنيو ځواكونو حضور، او نورو قضاياوو كي د تصميم مقتدره مرجع وي، تر هغه چي شفاف او مشروع انتخابات تر سره كېږي او په نتيجه كي ئې منتخب جمهور رئيس او د ملت ممثل دروند پارلمان رامنځته كېږي.

3. عجالتاً بايد د دولت عالى شورى څلور مهم جهتونه احتوى كړي: (درې انتخاباتي ټيمونه او د مخكني جمهور رئيس مجموعه)

له IMF د پور ترلاسه كولو له تصميم سره مخالف يو، دا پور نه يوازي د افغانستان په زيان گڼو بلكي باور لرو چي دا مبالغ به هم د واكمنو غلو په جيبونو كي لوېږي او بهرنيو بانكونو ته به انتقالېږي، د دې حكومت په لنډي تېري مودې كي يوازي د ماليې وزارت دوه وزيران، څو معينان، په لسگونو لوړ پوړي مأمورين؛ د پراخو مالي خيانتونو په تور؛ د ارگ له لوري مانع الخروج اعلان او څارنوالۍ ته معرفي شول؛ دا هم د نظام د بهرنيو سياسي او مالي حاميانو د جدي او پر له پسې فشارونو له كبله او د هغوى د ارضاء په موخه، له همدې په نورو دولتي اداراتو كي د پراخو خيانتونو كچه معلومولى شو!! د دې نظام ډېرى لوړ پوړي چارواكي دوه تابعيته دي؛ غارت شوې پيسې بهرنيو بانكونو ته انتقالوي، دولت ئې نه د محاكمې توان لري  او نه د غارت شوو مبالغو د استرداد؛ مجال او شهامت؛ ډاډمن پناه ځي او ځواكمن حاميان لري.

په ټولو وطنپالو، دينپالو او آزادي غوښتونكو افغانانو غږ كوو چي د دې مخه ونيسي، IMF ته هم وايو: كه مو غلو حكامو ته څه وركړل نو د دې حكومت له سقوط وروسته به افغانان د دې پور د اداء كولو  ذمه وال نه وي

د ايران له لوري له افغان مهاجرينو سره غير انساني او وحشيانه سلوك، وژل، سوزول او په سيند كي اچول؛ په كلكه محكوموو. حقيقت دا دئ چي كه همدا پردى پال حكومت وي، همدا بد سياسي او نظامي حالت، همدا چارواكي او همدا د بهرنيو ځواكونو او استخباراتي شبكو فعال حضور؛ نو له افغانانو سره به په داخل او خارج كي همداسي له تحقير او سپكاوي ډك ظالمانه چلن روان وي

والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020