تفصیل | ډیلې شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

فخرالدین پاشا

اسلامي تاریخ

2020-06-30

که وخت لرۍ ترپايه يي وګورۍ

هغه چې ۷۲ ورځې یې ملخان وخوړل؛ خو مدینه منوره یې دوښمن ته پرېنښوده.

په یقین سره ویلای شم، چې تاسو کې به ډېر داسې کسان وي، چې د لومړي ځل لپاره یې دا نوم "فخرالدین پاشا" تر سترګو کیږي.

فخرالدين پاشا د عثماني خلافت هغه زړور جنرال و، چې د ۷۲ ورځې یې د عرب یاغیانو، انګلستان او د هغوی د متحدو ځواکونو پر خلاف په یوازې سټه جنګ وکړ، چې د دغه زړورتيا په وجه د برطانيې امپراتور د "صحرا زمري" لقب ورکړ او تاریخ يې د مدینې د ساتونکي په توګه یادوي.

هغه د عثماني خلافت یو زړور جنرال و؛ خو هغه څه چې د هغه شخصیت یې ډېر مشهور کړ؛ نو هغه د پیغمبر اکرم سره د هغه بې کچې مینه او عشق وه.

د لومړۍ نړیوالې جګړې په جریان کې، چې تقریبا انګلستان د عثماني امپراتورۍ لخوا نږدې هرچیرې سخته ماتې خوړلې وه؛ نو انګلستان یو دقیق پلان پیل کړ، چې له مخې یې د حجاز والي "حسین بن علي" په دې لالچ، چې ګواکې هغه به د جګړې په پای کې د مسلمانانو خلیفه ټاکي ملګری کړ او په دې توګه هغه د عثماني خلافت پر ضد پاڅون وکړ، چې په پایله کې یې مکه او جده هم ونیولې.

حسین بن علي بیا مدینې منورې ته په داسې حال کې لاړ، چې د بریتانیا او فرانسې سرتیرو یې ملتیا کوله او د لارنس آف عربیا په نامه یو بدنام جاسوس هم ورسره و. دوی په ۱۹۱۶ميلادي کې مدینه منوره محاصره کړه، چې بالاخره دغه محاصره تر ۱۹۱۹ ميلادي کال پورې وغځیده؛ ځکه چې دلته دوی د عثماني خلافت د مجاهدینو له سخت مقاومت سره مخ شول.

دغه وخت د مدینې منورې د ښار دفاع د عثماني خلافت د زړور جنرال فخري پاشا یا عمر فخرالدین پاشا تر نظارت او قمندې لاندې وه، دا سړی خورا زیات زړور او ریښتونی مومن وو، د مدینې منورې خلکو له هغه سره د هغه د زړورتیا او ښه مدیریت له امله خورا زیاته مینه درلوده.

د عرب یاغیانو خیانت عثمانیانو ته سخت ګوزار ورکړ، چې په دې توګه انګلستان او متحدینو یې وکولی شول، چې په ډېره چټکۍ د عثماني خلافت تر کنټرول لاندې سیمې یو په بل پسې ونیسي، د عثماني خلافت د ملګري "بلغاریا" د انګلستان او متحدينو پر وړاندې د تورو له ښکته کولو او تسلیمیدو نه وروسته جرمني هم تورې ښکته او هغوی ته تسلیم شو، چې په دې توګه بالاخره ټول عثماني خلافت بریتانیا او د هغې متحدینو ته تورې ښکته او تسلیم شو.

دغه تراژیدو حالاتو ته د حجاز والي حسین بن علي او د هغه زامن علي، فیصل او عبدالله سخت خوشال وو او فکر یې کاوه، چې ګواکې اوس به فخرالدین پاشا هم تسلیم شي او مدینه منوره به د دوی لاس ته ولوېږي؛ خو زړور فخرالدین پاشا تسلیم نه شو او پخپله یې جنګ ته دوام ورکړ.

له هرې خوا مدینې منورې ته د اکمالاتو لېږدونکې موټران او وسایل د انګرېزانو لخوا بند او په دې توګه له بهر څخه هم فخرالدین پاشا ته کوم کومک نه رسېده.

د محاصرې په جریان کې ۱۳۰ ځله په مدینه منوره برید وشو او د ۱۹۱۸ ميلادي کال د اپریل په ۳۰ د مدینې په سپېڅلې خاوره باندې ۳۰۰ بمونه وغورځول شول. دخوراک لپاره خواړه بيخي ورک شول او فخرالدین پاشا او د هغه لښکر د ملخانو خوراک ته مخه کړه؛ خو مګر تسلیم نشو، دا ځکه چې هغه ته پیغمبر اکرم په خوب کې امر کړی وو، چې باید تسلیم نشي.

یو ترکي لیکوال لیکي: "په کال ۱۹۱۸ میلادي کې یوځل د جمعې په ورځ فخرالدین پاشا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په جومات کې د خطبې ویلو لپاره په منبر ودرید او خپل مخ یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم روزې مبارکې خواته ور واړوه او ویې ویل:

"ای د الله رسوله! زه به تا هیڅکله نه پریږدم."

له هغې نه وروسته یې جومات کې ناستو لمونځ کونکو او مجاهدین ته په جوش خطاب وکړ او ورته یې وویل:

"مسلمانانو! زه له تاسو څخه غوښتنه کوم چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نوم جهاد وکړئ، چې اوس مهال زما شاهد هم دی، زه تاسو ته حکم کوم چې د دښمن قوت ته پاملرنه ونکړئ، د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د هغه صلی الله علیه وسلم او د هغه صلى الله علیه وسلم د ښار دفاع وکړئ، الله سبحانه وتعالی زموږ ملاتړ کوونکی او مرسته کوونکی دی او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم برکت به زموږ سره وي.

د ترکي فوځ زړورو افسرانو! او ای وړوکیو محمدیانو! مخکې راشئ او زما سره یو ځای د الله جل جلاله او د هغه له پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم سره په دې کلکه وعده وکړئ، چې د الله او د هغه د رسول دین ته به ژمن یو او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې به جنګیږو او دفاع به یې کوو. " او بیا فخري پاشا وویل، چې هغه ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا نه په خوب کې امر شوی، چې تسلیم نشي.

د ۱۹۱۸ ميلادي کال د اګست په میاشت کې د حجاز د والي حسین بن علي له خوا نه ورته یو پیغام راغئ، چې له ده څخه یې د تسلیمیدلو غوښتنه کړې وه؛ نو ده مبارک په دغه ټکيو ځواب ورکړ:

"د هغه الله په نوم، چې هرچیرته موجود دی. ایا زه هغه چا ته تسلیم شم، څوک چې د اسلام قدرت او قوت ماتوي، څوک چې د مسلمانانو وینه تویوي، څوک چې د امیر المومنین خلافت ګ

واښي؛ خو ځان يې بیا انګلیس ته محکوم کړی دی.

د پنجشنبې په شپه ما خوب ولیده، چې پيدا روان او سخت ستړی یم او په دې فکر کې یم، چې څه ډول به له مدینې منورې څخه دفاع وکړم، ناڅاپه مې ځان د نامعلومو کسانو په مینځ کې وموند، چې ټول په کار کولو اخته دي، بیا مې د دوی په مینځ کې یو زوړ سړی ولید، چې هغه رسول الله و، الله دې په دوی رحم وکړي. هغه خپل ښی لاس زما په شا را کیښود او ماته یې د خوندیتوب له احساسه په ډکه لهجه وویل: "له ما سره راځه" زه له هغه سره د درې یا څلور قدمونو په اندازه لاړم او بیا راپاڅیدم.

له خوبه تر را پاڅیدو وروسته سمدلاسه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم جومات ته لاړم او (د هغه زیارت ته نږدې) مې رب په سجده ښکته شوم او د الله شکر مې ادا کړ، زه اوس د رسول الله صلی الله علیه وسلم په محافظت کې یم، هغه چې زما ستر سپه سالار او مشر دی، زه دا وخت د زړه له کومې د مدینې منورې د ودانیو، سړکونو او سرحدونو په دفاع بوخت یم او دغه بې ګټې وړاندیزونه بیا را ونه لیږئ.

د کال ۱۹۱۸ ميلادي د اکتوبر پر ۳۰ نیټه عثماني امپراتوري د یوه تړون له مخې تسلیم شوه، د جګړې وزیر فخري پاشا ته پیغام ولیږه، چې موږ د یوه تړون له مخې تسلیم شوي یو او اوس تاسو هم تسلیم شئ؛ خو فخري پاشا له دغه کاره انکار وکړ او خپله توره یې تسلیم نکړه، بالآخره عثمانیانو له خپلې دندې ګوښه کړ؛ خو مګر هغه خپل کار ته دوام ورکاوه او جګړه یې مخته وړه.

په دې توګه د جګړې له پای ته رسیدو سره د صحرا دغه زمري په يوازې توګه د ۷۲ ورځو لپاره له عرب یاغیانو، انګلستان او د هغوی له متحدینو سره جګړې ته دوام ورکړ او د خپل کوچني لښکر سره یې د مدینې دفاع وکړه ، په اخر کې د هغه ملګري ستړي شول او هغه یې ونیوه او دښمن ته یې وسپاره.

په دې توګه د ۱۹۱۹ میلادي کال د فبروري په دوهمه د حجاز د والي زامن علی او عبدالله د مدینې منورې ښار ته ننوتل او د ۱۲ ورځو لپاره یې د نبي علیه السلام په ښار کې سخت چور او تلان وکړ، ۴۸۵۰ هغه کورونه، چې فخرالدین پاشا له خوا تړل شوي وو هغه یې ټول مات او لوټ کړل.

فخرالدین پاشا له نیولو وروسته دوه کاله د مالټا په بنديخانه کې تیر کړل، د ۱۹۲۱ میلادي کال کې له بنده خوشی شو او له خوشې کیدو وروسته د ترکي ځواکونو سره یو ځای او د یونانیانو او فرانسويانو پر ضد سخت جنګونه وکړل، له هغې وروسته بیا په افغانستان کې د ترکیې د سفیر په توګه دنده ترسره کړه، د ۱۹۴۸ میلادي کال د نومبر په ۲۲ د زړه د حملې له امله ومړ او خپل اصلي خالق ته ورغی، د هغه د وصیت سره سم د ترکیې په ​​استانبول ښار کې خاورو ته وسپارل شو، الله جل جلاله د یې قبر له روڼا ډک کړي.

خو د افسوس ځای دا دی، چې زموږ ځوان نسل د آن د هغه له نوم سره هم آشنا نه دی. موږ د یو منظم او پلان شوي سازش او پروګرام له مخې په ټولنیزو رسنیو کې په جنکي فلمونو، سریالونو، انټرنيټي ګیمونو او ډرامو بوخت کړل شوي یو، ترڅو د خپلو پلرونو د ايماني کارنامو او تاريخي کړنو څخه په بشپړ ډول بې خبره پاتې شو او په موږ کې د هغوی په څیر عقابي روح پیدا نشي.

د دغه جنرال د کیسې له لوستلو وروسته شاید هر څوک دا تمه وکړي، چې کاش د هغه جنرال په ​​ځای زه وای او ما هم د هغه په څیر د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم ترلاسه کړی وی؛ نو زه دوی ته وایم، چې اوس هم د دې وخت دی، چې د الله جل جلاله او د هغه د رسول په نوم د خپلو وژل شويو پلرونو تاریخ بیرته را ژوندی کړو او امت بیرته خپل پخواني برم ته ستون کړو.

په پای کې لوستونکو ته توصيه کوم، چې خپلو ماشومانو ته د سریالونو، انټرنيټي ګیمونو، فلمونو او ډرامو په ځای زموږ د پلرونو ویاړلی تاریخ ور تلقین کړئ او په داسې پیښو او قیصو روزنه ورکړئ، ترڅو د اسلام او مسلمانانو دښمنان یو ځل بیا د یو بل فخرالدین پاشا سره مخ شي. الله جل جلاله دې د اسلامي امت ځانګړی ملاتړ او مرسته وکړي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020