تفصیل | ډیلې شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

شهيد قوماندان عبيدالله شمس وحدت

2020-02-02

شهيد قوماندان عبيدالله شمس وحدت د مولوی شمس الرحمن زوی د قاضي حمزه گل لمسۍ د ننګرهار ولايت د خوگياڼيو ولسوالۍ د لوښۍ د كلي چې په ١٣٦٨ لمريز كال د جلال آباد ښار مربوط د جوي هفت په سيمه كي په يوه متدينه کورنۍ کې نړۍ ته سترگې پرانيستلی.

ابتدايي زده كړې يي د جوي هفت په منځني ښوونځي كې سر ته رسولي چې بيا وروسته د ثانوي زده كړو لپاره د سيد جمال الدين افغان په عالي لېسه كي شامل او د همدې لېسي څخه په اعلی درجه فارغ شو.

دا چې په هغه وخت كي د نړۍ ستر شيطاني طاغوت امريكا او د دوي نور شيطاني ملگرو د افغانستان په مقدسه خاوره يرغل راوړ نو شهيد قومندان عبيدالله شمس وحدت د خپل ايماني مسؤليت په بنا او د حزب اسلامي د محترم مجاهد امير په هدايت د صليبي ناتار پر وړاندي د جهاد سنگر ته ولاړ.

لومړي يې د خپل مشر ورور انجنير عبدالله په مشری د كونړ ولايت د غازي آباد ولسوالی مربوطاتو كي د صليبي اشغالگرو پر وړاندې مسلحانه مبارزه پيل كړه او يو تعداد صليبي اشغالگر او د دوی نور شيطاني ملگري يي د جهنم كندې ته واستول تر يو څه وخت تيرولو وروسته چې كله شهيد احمدي صاحب تگاب ته د صليبي اشغالگر په خلاف د جهاد لپاره لاړ شهيد قومندان عبيدالله شمس وحدت هم ور سره مل وه چې د شهيد احمدي صاحب تر قوماندې لاندې يې خبل مقدسې وظيفې ته ادامه وركوله تر هغې وروسته يې د بغلان كندوز او ميدان ښار په جهادي جبهاتو كي د خپلو نورو مجاهدينو سره يو ځای په جهاد بوخت وه چې بيا وروسته د ننگرهار ولايت مربوط د حزب اسلامي د الله اكبر جبهي د نظامي مسؤل په توگه د خپلو نورو مجاهدينو وروڼو سره په خپل مقدس جهاد بوخت وه چه د١٣٩١ لمريز كال د روژي مباركې مياشت په اتلسم ماښام د خپلو ملگرو هر يو شهيد حافظ محمد ياسين، شهيد قدرت الله، شهيد اجمل او شهيد عبد الشكور سره يو ځای د امريكايانو د خاصې قطعې سره به مخامخ جگړه كې په داسې حال كې په شهادت ورسيد چې د امريكايي اشغالگر ځواک يو هليكوپتر او ورسره يو تعداد زميني پياده عسکر ووژل، چې وروسته هملته دی هم په شهادت ورسید خپل ملگرو سره۔

انا لله وانا الیه راجعون

د قومندان عبيد الله شمس څخه يوه ميرمن مور پلار او درې نور د کورنۍ غړي پاتې شول

روح يې ښاد، جنت الفردوس يې ځای، او يادونه يې تل پاتې




واپس



اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020