تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

ستر جنرال کشمير خان (رحمه الله)

2020-02-14

استاد جمعه خان نورستاني

 

د مرحوم کشمير خان اسلامي اخلاق، امتيازي ځانګړنې او د حزب په دفترونو کی یی وظایف

 

الحاج کشمیر خان په ګران هېواد کې د جهاد له پيل څخه تر مرګه د افغانستان په مختلفو سنګرونو او په ځانګړي ډول د کونړ او نورستان په سردرو کې د سنګر همیشنی اتل او قهرمان و چې د عملي جهاد په سنګرونو کې يې تر ستر جنرالۍ پورې ترفيع کړې وه.

ارواښاد د حزب په دفترونو کې د مرکزي شوری په ټولو دورو کې غړی، د نظامي رياست عمومي رئيس، د هيئت نظار د رياست رئیس (چې د حزب اسلامي د ټولو دفترونو د سنګرونو نظارت او څارنه يې وظيفه ده) او د اجرائيه شوری د غړي په توګه مسئوليتونه سر ته رسولي دي.

په دې ټولو وظايفو کې د پوه، امين، څارګر او مسلکي اداره چي په حیث پاتی شوی دی او په خپلو افرادو او کارکوونکو باندې ډېر مهربان او محبوب و چې مامورين يې د ده په مشرتوب او ادارې باندې نه دا چې خوښ ول بلکې پرې وياړېدل.

يو ريښتینی او متعهد مجاهد هغه وي چې د اسلامي دعوت او مبارزې په صف کې د لاندنيو اسلامي اوصافو خاوند او ممثل وي:

په اسلامي صورت او سیرت مزين وي.

د اسلامي مبارزې مخکښ او فداکار وي.

د شهیدانو د ارمان او مرام ساتونکی وي.

د ورځې د اسلام او ملت په خدمت کې او د شپې د الله عابد او رازدار وي.

د اسلامي صف وحدت غوښتونکی او د تفرقې مخالف وي.

متدين او امين وي.

اسلامي قيادت سره مخلص، متعهد او وفادار وي.

که په صف کې مشر او آمر وي، متواضع، څارګر او عادل وي او که کشر او مامور وي نو مطیع او منونکی وي.

جاه طلب او خود خواه نه وي.

وظيفه شناس او هڅاند وي.

مُفتري او توطئه ګر نه وي.

د خپلمنځي اختلاف په صورت کې عفوه کونکی او د پراخ زړه خاوند وي.

مصلح او ناصح وي.

ممسک او بخيل نه وي.

ماده پرست او د دنيا حريص نه وي.

علم دوست او د مطالعې خاوند وي.

شخصيت جوړونکی وي نه شخصيت ځپونکی.

په خپله دنده کې دور انديش او پلان ګزار وي.

له عقيدوي دښمنانو سره سازش کار نه وي.

په خپل فاميل سلطه لرونکی او روزونکی وي.

شعوري او د سالم فهم خاوند وي.

ارواښاد کشمير خان د پورتنيو اوصافو روښانه مصداق او غوره نمونه او الګو وه، الله تعالی دې هغه مرحوم د خپل رحمت په جوار کې وساتی او پر مونږ دې هم ورحمېږي، له مرحوم او د ده په څېر نورو اوچتو شخصيتونو د ديدار تنده دې په جنتونو کې د هغوی په بیا بیا ملاقاتونو راماته کړي، رب دې د مرحوم تشه په مخلصو او فعالو مجاهدو ډکه وساتي او د هغه متدین او مجاهد فامیل او د هغه د دعوت او جهاد ملګرو ته صبر او استقامت نصیب کړی، وما ذالک علی الله بعزیز.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته




واپس



اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020