تفصیل | ډیلې شهادت 

14th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

شهید محمد عیسی مشهور په محمد نادر

2020-03-01

~~شهید محمد عیسی مشهور په محمد نادر د مرحوم محمد موسی زوی ، او د مرحوم محمد ابراهیم لمسی چي په ۱۳۵۰ کال کی د کندهار ښار څلورمي ناحیې د کاروان په کوڅه کی زیږیدلی ؤ. شهید محمد نادر خپلی لمړنۍ دینی زده کړی دکاروان دکوڅی په مهربان بابا مسجد جامع کي او لمړنۍ عصري زده کړي يې په تجربوی لیسه کي پای ته رسولي وي.
پرافغانستان د پخوانی شوروی اتحاد د یرغل سره سم د شهید محمدنادر څخه نوری زده کړی پاته سوې او د هیواد ساتني د پاره یې د الله په لاره کي مقدس جهاد پیل کړ او شهید محمد نادر د خپل مصلحانه جهاد ټول فعالیتونه په کندهار ښار، ډنډ ولسوالي او ارغنداب ولسوالي کي د اسلامي حزب تر قومندې لاندي ترسره کول، چی ددغه جهاد په دوران کي شهید محمدنادر او د هغه مرحوم پلار محمد موسی او مشر ورور احمد عیسی یې د هیواد د دښمنانو او خاینو افرادو له خوا په راپور ورکولو سره  د وخت ګوډاګي حکومت  د اسلامي حزب د مجاهدینو په نوم ونیول او دکندهار د ښار په ملي امنیت (خاد ریاست) کی يې بندی کړل او تر تحقیق وروسته یې د کابل د څرخی پله وزندان ته واستول چی پرشهید محمدنادر او د هغه پر مشر ورور ( ۱۵) پنځلس کاله د قید سزا او د شهید پر پلار محمد موسی باندی (۲۰) شل کاله د قید سزا وټاکل سول، خو الله عز وجل دوی درې سره د څرخی پله له زندانه ژوندی را وایستل چی کندهار ته په راستنیدوسره یط خپل عادی ژوند ته دوام ورکړ.خوشهید محمد نادر د امریکایانو او د هغوی د اشغال په راتګ سره یې یو ځل بیا خپل فکري او مصلحانه جهاد ددې ستر د ښمن په مقابل کی شروع کړئ،
شهید محمدنادر په ۱۳۷۷ کال کی واده کړی ؤ چي د واده ثمره یې څلور زامن او درې لوڼي پاته دي چی زامنو یې هم دخپل پلار لاره تعقیب کړې او په اسلامې زده کړو بوخت دی چی په لنډ وخت کی به انشاالله د اسلامې زده کړو څخه د فراغت لنګوټې وتړئ.
شهید محمدنادر په ژوند کی د ارام مزاج څښتن ؤ ، او په اسلامی، حقوقی، سیاسی،او ټولنیزو برخو کی یې زیاته مطالعه درلوده ، ددې ترڅنګ یې د سپورټ سره هم زیاته علاقه درلوده چی د ( کراټې) په رشته کي یې تور یعنی اخیري کمربند اخیستی ؤ او ددی ترڅنګ یې د خطاطۍ هنر هم زده ؤ چی دپام وړ او لاسی اثار یې اوس هم پاته دي.
دا چی شهید محمدنادر ډیر مدبر، اسلامپاله ،مجاهد، او دکلک هوډ خاوند ؤ ، نو داسلامي حزب د محترم دروند مشر عالیقدر انجینر ګلبدین حکمتیار صاحب وکابل ته په راتګ سره محمدنادر یوځل بیا د اسلامی حزب د مشرتابه او رهبرۍ په غوښتنه په کابل کي ددغه حزب د میثاق ایثاق د مسؤل په حیث وټاکل سو ، خو په دې وروستیو کی يې وکندهار ښار ته د رخصتۍ په نیت سفر کړئ ؤ چی د اسلام او جهاد د یو دښمن له خوا د ۱۳۹۸/جدی/۹ نیټه دسهار پر (۸) اته بجی  شهید محمدنادر د ۴۸ کالو په عمر د خپل  ورور بشیراحمدبشارت سره یوځای په شهادت ورسیدئ او اجل ته یې لبیک ووایه .
قالو انالله واناالیه راجعون
 




واپس



اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

14th July, 2020